په عشقآباد کې د ا.ا.ا. د سفارت چارسمبالي حاجي فضلمحمد صابر د ترکمنستان د نفتو او گازو په نړیوال نندارتون او کنفرانس کې گډون وکړ.
په دې غونډه کې د نفتو او گازو د سيمه ييزو همکاريو سربېره؛ د ټاپي پروژې له حياتي ارزښت او په هرات کې د سرحدآباد–هرات مسیر د ساختماني چارو له پرمختگونو هم یادونه وشوه.
د غونډې په ترڅ کې ښاغلي صابر د ترکمنستان له يوشمېر چارواکو او د انرژۍ سکټور د شرکتونو له مسؤلینو سره هم وکتل او د افغانستان د نفتو او گازو په برخه کې يې د همکاریو او پانگونې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
په عشقاباد کې د ا.ا.ا. سفارت چارسمبالي مولوي فضل محمد صابر د سعودي عربستان د ملي ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې گډون وکړ.
په دې مراسمو کې د ترکمنستان لوړپوړو چارواکو، په عشقاباد کې مېشتو سفیرانو او د سیاسي استازولیو مشرانو گډون کړی و.
ښاغلي صابر د سعودي عربستان سفیر عامر بن علي الشهري ته مبارکي وړاندې کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا يې ټینگار وکړ.
په عشق اباد کې د ا.ا.ا. د سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د ترکمنستان د اقتصادي لاسته راوړنو په نندارتون کې گډون وکړ.
ياد نندارتون چې د ترکمنستان هېواد د خپلواکۍ۳۵ کلېزې په مناسبت جوړ شوی و، په کې د بېلابېلو برخو لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې وې.
حاجي فضل محمد صابر د نندارتون په څنډه کې د کوربه هېواد د چارواکو ترڅنگ، له بېلابېلو سوداگرو سره هم وکتل او د دوه اړخیزو سوداگریزو اړیکو پر پراختیا یې ورسره خبرې وکړې.
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
د اسد ۲۴، د فتحې پنځمه کالیزه د افغان ملت په تاریخ کې هغه ویاړمنه ورځ ده چې تل به د همدې مسلمان او مجاهد ملت له نوم او تاریخ سره ملګرې وي.
ويډیويي مستند.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره ولیدل
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات ولایت په تور غونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف سره خبرې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ شریکولو په موخه ښاغلي قربانقلي محمدوف ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه، چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګازو د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګازو په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو څخه مخنیوی وشي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه چې دغه قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره ترسره، شرایط یې اسانه او د قرارداد د بیاکتنې انعطاف منونکی مېکانېزم هم پکې شامل شي.
محترم ملا صاحب په هرات ولایت کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې په جوړولو کې له ترکمن لوري د همکارۍ، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د رامنځته کېدو او په دې پروژه کې لا زیاتو افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتيژیکه ملګرتیا لا پياوړې کړې او اړتیا ده، چې د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ لپاره د آیکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو په برخه کې د شته ستونزو د حل، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا لپاره په مشترک ډول کار وکړي.
محترم ملا صاحب له ترکمن لوري وغوښتل چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.
ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف خبرې وکړې. هغه وویل، د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د نیک نیت او ښه ګاونډیتوب پر اساس پياوړې شوې، چې په مختلفو برخو کې یې د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، هرات ولایت ته د ټاپي نللیکې د پایپ غځولو ترڅنګ په هرات ولایت کې د ګازو د توزیعي شبکې جوړولو او همداراز د ټاپ پروژې د عملي چارو د پيل لپاره چمتو دي.
د ترکمنستان رهبر وویل، په ټاپ پروژه کې یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف زیاته کړه، عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار وکړ. نوموړي افغان لوري ته اطمینان ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د پيل شوو پروژو کارونه به په ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړ کړي.
په پای کې دواړو لورو د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق په موخه د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي.
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
1/14: Deputy PM for Economic Affairs Meets the National Leader of Turkmenistan on the Recent Progress and Future Activities of the TAPI Project
During his visit to Herat Province, the Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund,
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
1/2: د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهمنامه لاسلیک شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف په حضور کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۹مه نېټه،
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
1/2: تفاهمنامه خرید گاز پروژه تاپی میان شرکتهای افغان گاز و ترکمن گاز امضاء شد
در حضور محترم ملا عبدالغنی برادر آخند، معاون اقتصادی ریاستالوزراء، و آقای قربانقلی بردی محمدوف، رهبر ملی ترکمنستان، امروز (دوشنبه)، ۱۹ اسد ۱۴۰۵، در تورغندی ولایت هرات،
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
1/3: MoU on TAPI Gas Purchase Signed Between Afghan Gas and Türkmengaz Companies
In the presence of Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, Deputy PM for Economic Affairs, and the National Leader of Turkmenistan, Gurbanguly Berdimuhamedov, an MoU on the purchase of gas
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف سره وکتل 👇
په ترکمنستان کې د ا.ا.ا. د سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د افغانستان د سوداگرۍ خونې له راغلي هیئت سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداگرۍ پر پراختیا، د سوداگرو په ستونزو او حل لارو خبرې وشوې.
ښاغلي صابر سوداگرو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او راغلي هیئت د سفارت له همکاریو او د سوداگرو ستونزو ته د رسېدنې قدرداني وکړه.
په عشق اباد کې د ا.ا.ا. سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د روسې هیواد، د اوسپنې پټلۍ ادارې له استازي ایوان تونکیخ سره وکتل.
د لېدنې په پېل د حاجي فضل محمد صابر په افغانستان کې د پانگې اچونې، صنعت، کرهنې، سوداگرۍ او نورو شته فرصتونو په اړه معلومات شریک کړل.
د روسې استازي ښاغلي ایوان تونکیخ د شمال ـ جنوب کرویډور پر پراختیا او د اقینې او تورغونډۍ په بندرونو کې د گمرکي تعرفو په کموالي او د چارو د اسانۍ په اړه خوښي څرگنده کړه او په اړوندو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه، زیاته یې کړه چې نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي او د اوسپنې پټلۍ لیکو پر پراختیا به هم، له اړوندو ادارو سره وویني.
د لیدنې په پای کې ښاغلي سفیر او د روسیې استازي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د اړوندو چارو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او دوام ټینگار وکړ.
په ترکمنستان کې د ا.ا.ا. سفارت چارسمبالي ښاغلي حاجي فضل محمد صابر په کوربه هیواد کې د قطر سفارت له لوري د هغه هیواد د پخواني امیر د تعزیت په مراسمو کې گډون وکړ او د تسلیت مراتب یې د تعزیت په پرانیستل شوي کتاب کې ولیکل.
د تسلیت د مراسمو په ترڅ ښاغلي حاجي فضل محمد صابر د قطر دولت له سفیر ښاغلي ناصر بن احمد الطاهر سره خپل د غمشریکۍ او تسلیت مراتب شریک کړل او مرحوم شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني روح ته یې دعا وکړه.
په عشق اباد کې د ا.ا.ا. سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د ترکمنستان د قالینو په ملي جشن کې د کوربه هېواد د چارواکو او یو شمېر بهرنیو ډیپلوماټانو سربېره د افغانستان په استازولۍ گډون وکړ.
په یاد جشن کې گڼو افغان سوداگرو برخه اخیستې وه او افغاني غالۍ یې هم نندارې ته وړاندې کړې.
په ترکمنستان کې د ا.ا.ا. د سفارت سرپرست حاجي فضل محمد صابر د لوی اختر په مناسبت د کوربه هېواد په مراسمو کې گډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف د سیمې د ثبات په اړه خبرې وکړې.
همداراز د مراسمو په ترڅ کې د ارکاداغ د ستر جامع مسجد د جوړېدو چارو د لیدنې پر مهال د افغانستان د مرمرو ډبرو ستاینه هم وشوه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن باشي بندر څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو تجهیزاتو د لېږد بهیر له نږدې وڅاره.
د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې په منظم او چټک ډول روانې دي او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د معلوماتو پربنسټ تر دې مهاله ۶۳ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۵ کیلومټره مسیر د پاتې نللیکو د غځولو لپاره بشپړ چمتو شوی دی. همدارنګه له بهر څخه د پروژې سیمې ته د شاوخوا ۵۱ کیلومټرو په اوږدوالي نللیکې هم رالېږدول شوې دي.
د ټاپي پروژې عملي چارې اوس مهال تر پخوا لا ګړندۍ شوي دي؛ دا مهال هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ مټره نوې نللیکه ویلډينګ کېږي، چې د پروژې د چټک پرمختګ او عملي کېدو څرګندونه کوي.
په ترکمنستان کې د ا.ا.ا. د سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د ترکمنستان او چین په گډ سوداگریز نندارتون کې گډون وکړ.
په یاد نندارتون کې د چین هېواد نږدې ۲۰۰ شرکتونو خپل تولیدات او صنعتي توکي نندارې ته وړاندې کړي وو.
ښاغلي صابر د نندارتون په څنډه کې له گډونوالو سره د افغانستان پر صنعتي سکټور، د پانگونې په فرصتونو او شته اسانتیاوو خبرې وکړې او پر گډو اقتصادي هڅو یې ټینگار درلود.
په ترکمنستان کې د ا.ا.ا. د سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د دغه هېواد د نړیوال توریزم نندارتون کې گډون وکړ.
ښاغلي صابر د نندارتون په لړ کې گډونوالو ته په افغانستان کې د ټینگ شوي امنیت، سیاحت او پانگونې په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همداراز د سیاحت په برخه کې د پانگونې پر فرصتونو خبرې وکړې او گډونوال یې د افغانستان د سیاحتي ظرفيتونو څخه گټې اخیستنې ته وهڅول.
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان ، تاجکستان او قزاقستان جمهوریتونو محترمو معين صاحبانو او استازو؛
او ټولو درنو مېلمنو او ګډونوالو؛
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
سهار مو نیکمرغه........
خوښ یم چې نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لومړنۍ مشورتي ناستې د جوړېدو شاهدان یو. دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان د لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شوې ده، یو څو اړخیز سیاسي مشورتي میکانیزم دی، چې موخه یې د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي.
په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه (ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان) د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې رغنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي، چې نن یې د فرصتونو، همکاریو او سیمه ییزې همغږۍ د یوې ژوندۍ بېلګې شاهدان یو. د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي، په همکارۍ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ نمونه ده.
دا ناسته به پر لاندې بنسټیزو موخو ټینګار وکړي:
د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا؛
د یوې اقتصاد محوره کړنلارې په اډانه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د نویو فرصتونو او سیمه ییزو همکاریو پېژندل؛
او د سیمه ییزو بدلونونو او د ثبات په ټینګښت او تلپاتې پراختیا کې د همکاریو د رول په اړه د لیدلورو شریکول.
موږ هیله من یو چې د دې ناستې په جوړولو او په ګډه د ټولو فرصتونو او ننګونو په ارزولو سره به، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیمي بدلونونو په برخو کې د هراړخیزو همکاریو یوه روښانه نقشه ترسیم کړو.
موږ نن په داسې حال کې راټول شوي یو چې له یوې خوا نړیوال نظم له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا بېلابېل توهمات او مخالف روایتونه رامنځته شوي دي؛ له یوې خوا د اسیا وچې، په ځانګړې توګه د اورآسیا سیمې د اقتصادي خوځښت شاهدان یو او له بلې خوا د لوېدیځې اسیا سیمه له جګړو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده.
په دې منځ کې، بې له شکه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له دې جریانونو اغېزمن دي؛ نو اړتیا ده چې په ګډه دا مشترکې ننګونې مدیریت کړو او له شته ظرفیتونو څخه د پرمختګ، هوساینې او سیمه ییزې همغږۍ په لور د رسېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو.
درنو ګډونوالو،
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري. موږ پېړۍ پېړۍ په دې خاوره کې د نږدې ګاونډیانو په توګه ژوند کړی، ګډ هویت، ګډ درد او ګډ راتلونکی لرو.
له یوې خوا د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختومقلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی. نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي.
الحمدلله، نننی روایت د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د فرصت، همکارۍ او سیمهییزې همغږۍ روایت دی، نه د تقابل او توهم. موږ په ګډه کولی شو د سیمه ییزې همغږۍ یوه بریالۍ بېلګه رامنځته کړو او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړو.
درنو مېلمنو !
د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي. په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګډو سیمه ییزو فرصتونو او ننګونو له امله پر سیمه ییز محوره ستراتیژۍ ټینګار کوو. د همدې سیاست په پایله کې، نن الحمدلله د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې او رغنده تعامل لرو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ اوسنۍ اړیکې یې ښکاره بېلګه ده.
٢/١
AFG Embassy Turkmenistan retweeted
بې له شکه په سیمه ییزه کچه ځینې ننګونې شته چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او زیربناوو یې منفي اغېز کړی. د ځینو سیمه ییزو لوبغاړو امنیتمحوره لیدلوري د ټرانزیټ په وړاندې خنډونه جوړ کړي چې د سیمې ټولیزې ګټې له ګواښ سره مخ کوي.
افغان حکومت په پوره صداقت او د حللارې په لټه کې، له پاکستان سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخیستې چې دا مهال د چین په نوښت په "ارومچي" ښار کې روان دي. زموږ دریځ روښانه دی؛ اسلامي امارت تل د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل غواړي، خو په عین حال کې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ولس څخه د دفاع حق محفوظ ساتي.
محترمو حاضرینو،
افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شاوخوا ۲۳۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري. اړتیا ده چې د دې سرحد په اوږدو کې د آمو سیند د غاړو په تحکیماتو او د سرحدي نښو په عصري کولو کې په ګډه کار وشي. د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. نن په سرحدونو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته او موږ په دې برخو کې لا ډېرې همکارۍ ته چمتو یو.
افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی؛ د حکومتولۍ بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي؛ اداري فساد له منځه تللی او د چارو پر ډیجیټل کولو کار روان دی. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ د نشه یي توکو کښت او قاچاق منع شوی او کچه یې صفر ته نږدې شوې ده.
درنو ګډونوالو،
افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. د افغانۍ ارزښت ثابت ساتل شوی او د نړیوال بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۵ کال کې زموږ اقتصادي وده ۴.۳ سلنه وه. له منځنۍ اسیا سره زموږ د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۷ ملیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي، خو هدف دا دی چې دا کچه په راتلونکو ۳–۴ کلونو کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
افغانستان په خپل جیو-اکانومیک موقعیت سره هڅه کوي چې منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره وصل کړي. د "افغان-ټرانس" پروژه زموږ لومړیتوب دی. د ټاپي، ټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي. موږ غواړو په سیمه ییزو ترانسپورتي، ریل پټلۍ او د چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه ولرو. په «شنه منځنۍ آسیا» نوښت کې ګډون او په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ زموږ لپاره خورا مهم دی.
درنو مېلمنو،
په پای کې، یو ځل بیا په دې مهمې غونډې کې ستاسو ګډون او ملاتړ څخه مننه کوم او غواړم په ځانګړي ډول د ځینو ټکو یادونه وکړم.
۱. دا مشورتي ناسته دې لا پیاوړې او په دوامداره توګه ترسره شي.
۲. د دواړو لورو د متخصصینو یو څېړنیز کنفرانس دې جوړ شي ترڅو د همکاریو عملي نقشه ترتیب کړي.
۳. د ګډو امنیتي ننګونو د هواري لپاره دې پر یوې ګډې امنیتي کړنلارې بحث وشي.
۴. د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره دې یوه همغږې او ګډه تګلاره رامنځته شي.
۵. د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره دې په ګډه کار وشي.
ستاسو له پاملرنې مننه






































