Pinned Tweet
هوښیار دولتونه په منظمه توګه په خپل چاپېریال کې پېښې او بدلونونه څاري، ارزونه یې کوي او بیا د هغې په رڼا کې راتلونکي لپاره ستراتېژۍ ترتیبوي. سیاست د شطرنج لوبه او د انساني ژوند له ټولو پېچلی مسلک دی. د دې مسلک هرې پېښې ته له راڅرګندېدلو مخکې اوږده موده کورنۍ دنده او فکر کول غواړي. کلیشه اي بیروکراسي د سیاست پېچلو محاسبو ته هېڅ حل نه لري.
هره سیمه ایزه/نړیواله پېښه د عام فرد په ژوند ژور تأثیر لري. سیاست د جذبو او روزنیزو چارو پر ځای فکر، تدبر او فراست ته اړتیا لري. هوښیار دولتونه د دې چارې مدیریت لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه قوي ذهنونه راټولوي. دوی په خپل R&D (تحقیق او پرمختګ) له هر څه زیات مصرف کوي ځکه پوهېږي چې د هوښیار تصمیم راز په دقیقې ارزونې او تحلیل کې پروت دی.
سیاسي تصامیم د فرض لمانځه په شان خپل وخت لري خو په دې تفاوت چې سیاسي تصامیم د لمانځه په څېر د قضاء چانس نه لري.
Dr. Abdul Hai Qanit retweeted
“Afghanistan and Azerbaijan share historical, cultural, and religious ties, as well as common interests in sovereignty, territorial integrity, and regional stability. These foundations provide a solid basis for strengthening our bilateral relations.”
Director General of the Center for Strategic Studies (CSS) under the Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan, Abdul Hai Qanit, made these remarks at the roundtable titled “The Strategic Convergence of Trans-Eurasian Transit & Trade Routes: Connectivity and Sustainable Development,” co-organized with the AIR Center.
Speaking about the complex nature of the international environment and relations among major powers, he said that political and security considerations, trade routes, and energy corridors now occupy a central place in foreign policy.
“In our view, regional cooperation should be based on legitimate and important interests shared by all parties. Developments in Central Asia and the South Caucasus are particularly relevant to Afghanistan, creating new opportunities in trade, energy, infrastructure, and investment. We see Afghanistan as a potential participant in and beneficiary of these regional processes.
We regard Azerbaijan as an important partner in our regional policy. We also attach considerable importance to the opportunities for deeper engagement, including the opening of Azerbaijan's Embassy in Kabul, which represents an important step towards strengthening direct diplomatic relations.
We place particular emphasis on political dialogue and regular consultations. For us, political consultations are essential to building mutual understanding, coordinating positions, and identifying new areas of cooperation.
Economic cooperation is another important pillar of our bilateral agenda. We believe that decisions based on a shared understanding among governments, research institutions, and other relevant stakeholders can create practical opportunities for both countries.
Trade, railway development, institutional exchanges, and cooperation in public services are among the areas with significant potential. Our shared interest lies in strengthening the capacities of both countries and promoting sustainable economic development.
Connectivity is an essential part of this agenda. Transport corridors directly influence access to regional and international markets, creating opportunities for economic growth and greater integration.
Azerbaijan has established a significant role as a connectivity hub linking Europe, the South Caucasus, and Central Asia. We see considerable opportunities for Afghanistan to participate more actively in these regional connectivity initiatives.
One important example is the Lapis Lazuli Corridor, which connects Afghanistan with Turkmenistan and Azerbaijan, with onward access to Georgia and Türkiye. Since its inauguration in 2017, the corridor has represented an important step towards integrating Afghanistan into wider regional and international transport networks.
We attach great importance to cooperation among the countries involved in developing these routes. For our part, we support closer consultations and coordinated efforts to advance the Lapis Lazuli Corridor and explore additional connectivity opportunities. We also see potential in developing complementary transport links and making better use of existing regional infrastructure.
Our approach to relations with Azerbaijan is based on trust, mutual respect, and a long-term vision of cooperation. We believe that the changing regional environment makes regular consultations, closer institutional engagement, and a deeper mutual understanding more important than ever.
We are committed to continuing our efforts to expand cooperation between our countries and strengthen contacts between expert communities”, he concluded.
#TransEurasianConnectivity #MiddleCorridor #RegionalCooperation #SustainableDevelopment #EurasianTrade
نړیوال سیسټم کې هره پېښه د هېوادونو ترمنځ د قدرت په توازن کې له بدلونونو سره تړاو لري. له همدې امله، د هرې پېښې د تحلیل لپاره باید لومړی نړیوال سیسټم او بیا په هغه کې د قدرت پر موازینو ځان پوه کړو.
له دې پرته هم کولای شئ څو پېښې سره یوځای کړئ او یوه جالبه کیسه ترې جوړه کړئ، خو تحلیل یې نه شئ بللای.
پوهه د تحلیل او دقیق تحلیل د ښه تصمیم راز دی.
پام پکار دی.
I am pleased to have contributed to the Global Town Hall 2026 on “The State of the World 2026: Preparing for the Next World Order.”
The discussion provided an opportunity to reflect on the structural transformation of the international order, a transition shaped not simply by the redistribution of power among states, but by the simultaneous evolution of economic interdependence, regionalization, technological change, competing identities and values, and the growing agency of diverse civilizations and regional actors. The emerging order is therefore increasingly multipolar, plural and regionally interconnected, challenging many of the assumptions that defined the post-Cold War era.
From the Afghan perspective, this transformation creates important space for regional integration and connectivity. Located at the intersection of major regions, Afghanistan has an opportunity to contribute to connecting economies, markets, infrastructure and peoples, while advancing a regional environment in which economic interdependence can become a source of stability and cooperation.
A legitimate and sustainable international order must also be grounded in justice, sovereignty, self-determination and peaceful coexistence, with these principles upheld consistently and without double standards. The question of Palestine, in particular, remains an important test of the credibility of the international system and its commitment to justice and the equal dignity and rights of peoples.
Afghanistan’s aspiration is to contribute to an evolving regional and international environment where connectivity overcomes fragmentation, economic cooperation reinforces peace, regional integration strengthens stability, and dialogue and mutual understanding provide the basis for relations among states and societies.
Dr. Abdul Hai Qanit retweeted
«د یو حیوان د آرام ژوند پر پرتله د هوښیار انسان ناآرامه ژوند ډېر غوره دی. همدارنګه، د یو بې عقله انسان له آرام ژوند څخه د سقراط نا آرامه ژوند ډېر بهتر دی او که یو بې عقل یا احمق بېل نظر لري د دې مفهوم دا نه دی چې هغه د نظر خاوند دی بلکې هغه یواځې د مسئلې خپل اړخ پېژني.»
سټیوارټ مِل
د انسانیت په تاریخ کې د سیاسي حاکمیت مشروعیت او څرنګوالی یو لوی بحث دی. له هغې ورځې چې انسان مېشت شوی او د دې اړتیا احساس یې کړی چې ټولنه باید د مدیریت یو مېکانېزم ولري، دا سوال ورسره زېږېدلی چې دا میکانېزم په کوم شکل وي؟ آیا مطلقه واکمني وي که خلک آزادۍ پکې ولري؟ حکومت به د خلکو چارو کې تر کومه د لاسوهنې آزادي لري که بیخي به یې نه لري؟ بنیاد یې دین وي او که د خلکو خوښې ته پرېښودل شي؟ د ارزښتونو په اساس وي او که د خلکو د مادي ګټو لپاره کار وکړي؟ او همداسې نور…
د حجاز په وچو دښتو کې چې کله د اسلام د مبین دین لومړی وحی راغله، هغه مهال نړیوال نظم د امپراطوریو نظم وو. هلته هیوادونه نه وو. لویې پاچاهۍ وې او د هرې پاچاهۍ یو مالوم تاریخ، کلتور، باورونه او د سیاسي سستم تشکیل وو. کله چې پيغمبر ص مدینې ت هجرت وکړ، مسلمانانو هم د یو نوي سیاسي حکومت تشکیل وکړ. دا تشکیل له هغو نورو نظامونو سره د ارزښتونو له پلوه بېله دنیا وه. د اسلام مبین دین دې سیاسي نظام لپاره د فروعاتو د څرنګوالي پر ځای اصول کېښودل او دا وویل شول چې که چېرته هغه اصول د یو نظام په تشکیل کې راڅرګند شي، هغه کولای شي چې په ټولنه کې د خدای له حکم سره سم عدالت حاکم کړي.
په اسلامي تاریخ کې د سیاسي نظام مسئله د محققینو او علماؤ ترمنځ یو لوی بحث دی. د راشده خلافت له تقریبا څه د پاسه ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته په اسلامي تاریخ کې یو لوی تغیر راغی. هغه خلافت چې بنیاد یې د پیغمبر ص لخوا په مدینه کې کېښودل شوی وو، د بني اُمیه قبیلې اصحابو دمشق ته انتقال کړ. په طبعي ډول دا وخت د نظام په سختار کې هغه تبدیلي راغله چې له دې وروسته د علماؤ تر منځ د بحث موضوع جوړه شوه.
په دا وروستیو پیړیو کې د ملت - دولت په جوړېدلو په نړیوال سستم کې یو بل لوی تغیر راغی. له دې تغیر سره د مسلمانو مفکرینو ترمنځ د تعامل د څرنګوالي په اړه یو ځل بیا فلسفي بحثونه راپورته شول. ځینو علماؤ وویل چې دا نوی نظم باید په کامل ډول رد شي ځکه دا نظم په اساس کې د اسلام له هدایاتو سره به ټکر کې دی. ځینې بیا داسې وو چې دا یې یو بشري پرمختګ وباله او د تعامل لپاره یې د شرعیت په رڼا کې بحثونه پیل کړل. دوهمې ډلې علماء هغه وو چې ویل یې چې که چېرته د ملت - دولت نظام کې هغه اصول چې اسلام د ټولنې مدیریت لپاره ښودلي دي، عملي کېږي؛ د دې نظام په منلو کې مشکل نشته.
د اسلامي فقهې د تدون او تدقیق له وخته د فقهاؤ، محققینو او علماؤ ترمنځ یو مهم بحث همدا دی. په دې برخه کې د پخوانیو امامانو او علماؤ ترڅنګ د عربي نړۍ علماء او تر یو حده د هند د نیمې وچې ځینې علماء ښه تألیفات لري چې باید په غور ولوستل شي.
استاد الدکتور مختار الشنقیطي یو له هغو معاصرو مفکرینو دی چې په دغه برخه کې یېساری تحقیق کړی. دغه کتاب (په اسلامي تمدن کې د دستور بحران) یوه داسې نسخه ده چې د یادو موضوعاتو محققینو او هغوی لپاره چې په دې موضوعاتو کې د مطالعې ذوق لري، ډېر څه وړاندې کړي دي. زه ګمال کوم چې دا ښايي زمونږ د وخت له ټولو متمرکز او غني تحقیق وي.
که مو له کتاب لوستلو مهم کار نه درلود، او یا دا موضوعات درته مهم ښکارېدل، له دې کتاب څخه مه تېرېږئ.
@mshinqiti
د "مکې مشترک دفاعي توافق" د سیمې امنیتي ساختار کې یو اساسي بدلون دی چې باید په دقت تحلیل کړای شي.
د نړیوال نظم د بدلون په مسیر کې یوه لویه موضوع په منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو کې د امریکا د ښکېلتیا کمی دی. راتلونکی لس کاله چې کله دا بدلون تکمیل شي، ښايي داسې نظم رامنځ ته شي چې په هغې کې امریکا له روسیه او چین سره د ښکېلتیا له امله د منځني ختیځ په امنیت کې ډېر رول ونه شي لوبولای.
له همدې امله، صهیونستي رژیم د ۷ له اکتوبر راپدېخوا په هڅه کې وو چې څرنګه امریکا او ایران مستقیما له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړي. د بایډن په وخت کې اسرائیل په دې چاره کې موافق نه شول خو د بېلا بېلو لاملونو له وجې ټرمپ تصمیم ونیو چې له ایران سره ښکېل شي. دا هغه تېروتې محاسبه وه چې امریکایان تر اوسه پکې ښکېل دي. اسرائیلو ۷ د اکتوبر ښه فرصت باله چې د دوی یو سمیه ېیز دښمن (ایران) د امریکا په ملاتړ له منځه یوسي او یا یې دومره ضعیف کړي چې د اسرائیلو د امنیت د ننګونې وړتیا ونلري.
د نړیوالو قدرتونو له سطحې ښکته په منځني ختیځ کې څلور سیمه ېیز (منځني) قدرتونه دي. ترکیه، سعودي، ایران او صهیونستي رژیم. په منځني ختیځ کې د سیاست معادلې د دوی ترمنځ په اړیکو او بلانس استوارې دي. د همدوی سیاستونه دي چې د منځني ختیځ د وړو قدرتونو د سیاست مسیر ټاکي.
په نوي نړیوال نظم کې چې کله امریکا د منځني ختیځ په امنیتي ساختار کې پخوانی رول له لاسه ورکوي، په طبعي ډول د چارو مدیریت منځنیو قدرتونو ته پاتې کېږي. په داسې حالت کې منځني قدرتونه د خپل بهرني سیاست تنظیم لپاره دوه لارې لري؛
۱ دا چې یو سیمه ېیز قدرت په ټول منځني ختیځ حاکم شي.
۲ دا چې د سیمه ېیزو قدرتونو ترمنځ داسې توافق رامنځ ته شي چې د قدرت بلانس برابر کړي.
لومړۍ صورت په اوسني وضعیت کې ناممکن دی ځکه هر هغه هڅه چې یو منځنی قدرت پکې د ټول امنیتي ساختار مالک شي، هېڅ یو له پورته څلورو قدرتونو یې وړتیا نه لري. له همدې امله، اسرائیلو کوشش وکړ چې سعودي سره خپل مشکلات حل کړي او دوی د "ابراهم تړون" برخه وګرځوي. په دې حالت کې به په طبعي ډول ایران او ترکیه سره نږدې کېدل خو په منځني ختیځ کې د اسرائیلو لوی اهداف او د فلسطین له قضیې سره د دوی تعامل دا سیناریو ډېره تته کړې ده.
ترکان د دې پر ځای چې ایرانیانو سره یو لاس شي، له فرصت څخه په استفادې یې له سعودي سره یو ځای کېدو ته ترجیح ورکړه ځکه د ترکانو محاسبه دا ده چې د دوی ائتلاف کولای شي د سیمې امنیتي ساختار په خپله ګټه وڅرخوي او د اسرائیلو او ایرانیانو د پراختیايي سیاستونو مخه ونیسي. د دې تحالف له ټولو لویه ګټه دا ده چې اسرائیل او ایرانیان د دوی پر ضد بلانس نه شي رامنځ ته کولای. زما وړاندوینه دا ده چې که چېرته ایرانیان د سیمې له نوو واقعیتونو سره مناسب تعامل وکړي، ښايي خپل راتلونکی د سیمې د همدې معادلې په تحالف کې تنظیم کړي. دا حالت به بیا اسرائيلو لپاره لا ډېره خطرناک او د پام وړ وي.
د پاکستان فکتور په دې برخه کې ډېر مهم دی. سعودي او ترکیه سره له ټولو اقتصادي او امنیتي وړتیاوو هستوي اسلحې نه لري او د اسرائیلو پر ضد د ائتلاف په رامنځ ته کولو کې له هستوي چتر پرته ائتلاف نیمکړی دی. پاکستان د سعودي او ترکیې په ائتلاف کې هستوي ډېټرانس (دفاع) ده چې د اسرائيلو پرمختیايي سیاستونه چېلېنج کولای شي.
د سني ائتلاف له دغې مثلث سره د منځني ختیځ نور واړه هیوادونه لکه سوریه، قطر، کویت او بحرین په طبعي توګه ملګري دي.
صهیونستي رژیم هم د یاد ائتلاف پر ضد خپله پوره هڅه کوي. سره له دې چې ترکانو په سیمه کې په منځنیو قدرتونو کې د اسرائیلو وړتیا محدوده کړې ده، کوشش کوي چې د متحده عربي امارتو او نورو وړو هیوادونو په تحالف دا نوی سني بلاک بلانس کړي چې ښايي ډېره ممکنه نه وي خو له سیمې آخوا دوی هم د پاکستان پر مقابل کې د هند په اتحاد باندې په جنوبي آسیا کې خپل ملګري سره له نږدې کار کوي. همدا وجه وه چې پرون په سعودي کې د درې اړخیز له لاسلیک وروسته نتن یاهو او د هند صدر اعظم تیلیفوني تماس ونیو او د سیمې په وضعیت یې نظرونه تبادله کړل.
د لویو قدرتونو له خلاء څخه رامنځ ته شوی دغه تحرک چې د سیمې (منځني) قدرتونه یې رهبري کوي، په ټوله کې د نوي نړیوال او سیمه ېیز نظم له واقعیتونو سره تعامل دی.
په نړیوال سیاست کې لوی هیوادونه د نړۍ په اساسي مسائلو تصمیونه نیسي. دوی دي چې د نړیوال سیاست د سولې او جګړې مسائل تنظیموي او په هغې اساس د سیاست وضعیت مالومېږي. په اوسني وضعیت کې دا قدرتونه امریکا، چین او روسیه دي.
له دوی وروسته په دویمه سطحه کې هغه هیوادونه دي چې په نړیوال سیاست کې یې منځني قدرتونه بولي. منځني قدرتونه د لویو قدرتونو د تصمومونو په اساس خپلې تګلارې تنظیموي خو دوی دوی هم د خپل واک او وړتیا یوه دایره لري. دوی کې په کومو سیمو کې قرار لري په سیمه ېیز ډول د سیاست معادلې دوی جوړوي او تر ډېره په د سیمې په کچه قدرتونه وي. دا قدرتونه په نړۍ کې د نړیوالو قدرتونو په پرتله زیات دي ځکه هره سیمه له یو څخه تر څلورو سیمه ېیز قدرتونه لري. ترکیه، فرانسه، بریتانیه، جرمني، انډونیزیا، هند، برازیل، ایران او ځینې نور د دې مثالونه دي.
په دریمه سطحه هیوادونه واړه هیوادونه دي چې دوی د نړۍ اکثریت دی. واړه هیوادونه عموما خپل بهرني سیاستونه د لویو قدرتونو او منځنیو قدرتونو پالیسیو ته په کتلو تنظیموي. دا هیوادونه په نړیوال سستم کې په مستقل ډول ژوند نه شي کولای ځکه د دوی سیاست، اقتصاد، امنیت او نور هر څه د پورته یادو شوو هیوادونو په لاس کې وي.
واړه هیوادونه د خپل بهرني سیاست تنظمولو لپاره مالومې ستراتیژيانې لري چې مشهورې یې درې دي. موازنه Balancing له یو ځواکمن هیواد سره یو ځای کېدل Bandwagoning او یا هېجنګ Hedging یعنې له څو سترو یا سیمه ېیزو قدرتونو سره په یو وخت اړیکې ساتل، پرته له دې چې بشپړ د یوه لوري ملاتړ وشي. دا هره یوه تګلاره بیا خپل تکتیکونه لري چې هیوادونه پرې ډېر مصرف کوي تر څو وکولای شي خپلې ملي ګټې تضمین کړي.
د امریکا او ایران په اوسنۍ جګړه کې د خلیج په هیوادونو کې د وړو هیوادونو سیاستونو لپاره ښه امتحاني دوره وه. دوی هر یو پورته یادو شوو ستراتیژيانو کې یوه ځان لپاره تګلاره جوړه کړې وه او له لسیزو یې په هغې باندې خپل مسائل مصرفول خو تر دې دمه پوی دوی کې له ټولو کامیابه ستراتېژي د عمان ده. عمان ښايي له ټولو خلیجي هیوادونو په اوسني کړکېچ کې کمه ضربه کتلي وي. دوی په یو وخت کې له امریکا، غرب او ایران سره د هېجنګ داسې ستراتیژي وکاروله چې هم یې خپل امنیت تضمین کړ او وتوانېدل په کړکېچ کې خپل رول ولوبوي. د دې مطلب دا نه دی چې دا نوروې ستراتېژیانې ناکامې دي بلکې په دې کړکېچ کې د دوی مدیریت ښايي له ټولو زیات عاقلانه او کامیاب وو.
واړه هیوادونه په نړیوال سیاست کې ډېر انتخابونه نه لري او هغه چې لري یې هم ډېر وسائل، ظرفیت او تحمل غواړي.
هوښیار هیوادونه له داسې وضعیت زده کړه کوي.
پام پکار دی.
ټرمپ هغه ورځ وویل چې په ایران باندې درندې بمبارۍ ته تیاری نیسي. پرون عراقچي د سیمې له ښکېلو اړخونو سره تیلیفوني خبرې وکړې. ټرمپ بېګا بېرته له خپلو ګوتځنډنو په شا شو او پر هرمز تنګي یې د جوړجاړي سګنالونه وړاندې کړل. اصلی مسئله بل ځای ده.
دوه فکتورونه چې د ایران او امریکا تر منځ د روانې جګړې په راتلونکي یې تأثیر دی په نومبر کې د امریکا منځمهالي انتخابات او په اکتوبر کې د اسرائیلي رژیم انتخابات دي.
وروسته له هغې چې ایرانیانو د امریکا پخواني اهداف ناکام کړل، امریکایانو کوشش وکړ چې د نړیوال مارکېټ د ثبات او د سیمه ییزو ملګرو امنیت لپاره له ایران سره د جون میاشتې تفاهمنامه لاسلیک کړي. دا ښه فرصت وو چې ټرمپ خپله ماتې منلای وای او انتخاباتو لپاره یې وضعیت ارام کړی وای خو داسې ونشول.
اوس، ایرانیان په دې ډېر ښه پوهېږي چې راتلونکې درې میاشتې امریکایانو لپاره په سیاسي لحاظ څومره مهمې دي. په نومبر کې د منځمالي انتخاباتو پر مهال امریکا کې د کانګرس په ۴۳۵ او د سنا په ۳۵چوکیو باندې انتخابات دي. که جمهوري خواهان دا انتخابات وبایلي او ډیموکراتانو اکثریت خپل کړ، ټرمپ په خپله پاتې دوره کې له لوی خنډ سره مخ کېږي. دا ځکه چې د امریکا په سستم کې ډېر څه داسې دي چې ټرمپ یې په ځانته ځان پرېکړه نه شي کولای، بلکې له کانګرس او سنا یې باید تأیید کړي. همداراز، د منځمهاله ټاکنو د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو یې هم ځانګړی تأثیر دی.
ټرمپ که غواړي له دې مشکل ځان خلاص کړي، باید ایران سره موضوع حل کړي. که وضعیت په همدا شکل وي، مشکله ده چې ټرمپ دې له خلکو څخه رایه واخستلای شي. ټرمپ سره یواځینۍ لار دا ده چې که بایله وي که تاوان، له ایران سره یو تفاهم ته ورسېږي.
ایرانیانو درک کړې ده چې ټرمپ یې په سیاسي لحاظ له خطرناک ځایه نیولی دی. دوی ته په سیاسي لحاظ هېڅ ګټه نه کوي چې په دې وخت کې خبرو ته کېني او یا تفاهم وکړي. په یو شرط ښايي ایرانیان له ټرمپ سره خبرو ته زړه ښه کړي چې ټرمپ ورسره له تېرې تفاهمنامې هم ډېر موضوعات ومني. ممکن ایرانیان د بانکي اسانتیاوو، مالي زیرمو د ازادولو تر څنګ د سرمایه ګزارۍ او نورو برخو کې هم ژمنې ترلاسه کړای شي.
بل لوري ته نتنیاهو دی چې په اکتوبر کې له داخلي انتخاباتو سره مخ دی. له درې کاله جګړې وروسته چې پکې زرګونه یهوادان مردار شول،د رژیم اقتصاد بې ثبات شو، سیاسي ثبات له منځه ولاړ، یهوادان تر دې دمه په ډار کې ژوند کوي، ایران له مخکې لا ډېر قوي دی، سیمه له مخکې لا ډېره بې ثباته ده او د رژیم راتلونکی هم له پخوا ډېر نامالوم... به داسې حالت کې نتن یاهو هم د خپل سیاسي راتلونکي آخرې شیبې شماري. که چېرته د ایران لاس همداسې بر وي، مشکله ده چې نتن یاهو دې نور د رژیم په داخلي سیاست کې ځای ولري. دې کې هېڅ شک نشته چې د نتن یاهو په مقابل کې ولاړ سیاسی رهبران هم د همدې په شان د اسلامي نړۍ لوی دښمنان او د لوی اسرائیل دعوه داران دي خو لږ تر لږه ښايي د نتن یاهو سیاسي راتلونکي ته د پای ټکی کېښودل شي.
ایرانیانو خپله راتلونکې نظامي ستراتیژۍ ته همدا محاسبه کړې ده. دوی اوس د وخت انتظار باسي. په سیاسي او نظامي دواړو لحاظونو وخت د ایرانیانو په ګټه دی، د دوی لاس هم په جګړې او هم د خپلو دښمنانو په سیاسي راتلونکي بر دی. دوی لپاره اوس سیاسي تفاهم هېڅ ګټه نه کوي. همدا لامل دی چې ایرانیان د جګړې سړولو پر ځای جګړه لا ډېره پراخوي. تېره ورځ په لومړي ځل لبنان باندې د ایرانیانو ګوزار د همدې ستراتیژۍ عملي مظهر وو.
ګورئ چې څه کېږي..
د ۷ اکتوبر ۲۰۲۳م څخه د نتنیاهو هڅه دا وه چې په منځني ختیځ کې یوه داسې جګړه پیل کړي چې په نتیجه کې یې حماس له منځه ولاړ شي، خو تر څنګ یې ایران هم یا له منځه ولاړ شي او یا دومره ضعیف شي چې هستوي اسلحو ته د لاسرسي وړتیا یې ختمه شي. دا کار نتنیاهو ولې کاوه، ما په یوه بله لیکنه کې پرې تفصیلي بحث کړی. زه فکر کوم، د نړیوال سیاست د تغیر له مخې، دا وخت د صهیونستي رژیم لپاره یو حساس وخت دی چې باید د خپل راتلونکي په اړه پکې اساسي تصمیمونه ونیسي. نتنیاهو په دې ډېر ښه پوهېده چې دوی دا کار په یوازې ځان نشي کولای، بلکې د دې لپاره به د امریکایانو نه یوازې ملاتړ ترلاسه کوي، بلکې هغوی هم له ځان سره د دې جګړې برخه ګرځوي.
د بایډن په وخت کې امریکایانو له دې وضعیت څخه ډېر ځان ساته، ځکه د هغوی ارزونه دا وه چې نه یوازې دوی په ګډه په ایران باندې د اوسني رژیم حاکمیت نشي ننګولای، بلکې د ایران په لاس کې داسې وسائل هم شته چې په سیمه کې د دوی عربو متحدینو او د دوی اډو ته نقصان رسولای شي. طبیعي خبره ده چې دوی په نړیوال اقتصاد کې د هرمز تنګي له رول څخه هم بې خبره نه وو. په دمشق کې د ایران پر سفارت حمله، په تهران مستقیم ګوزار، او په عین حال کې په امریکا کې د ایران پر ضد د جګړې روایت راپورته کول هغه هڅې وې چې صهیونستي رژیم یې د ایران او امریکا د مستقیم ټکر لپاره کولې، خو امریکایانو او ایرانیانو وضعیت ښه مدیریت کړ.
د دې هر څه په منځ کې د امریکا انتخابات راغلل. صهیونستي لابي او رژیم کوشش پیل کړ چې له ټرمپ او جمهوريخواهانو څخه د دې اطمینان ترلاسه کړي چې که چېرته په انتخاباتو کې ملاتړ غواړي، نو له ګټلو سره به پر ایران مستقیم ګوزار کوي. همداسې وشول. جمهوريخواهان، چې هسې هم له صهیونستي لابي سره تاریخي نږدې اړیکې لري، د ټرمپ په مشرۍ پر ایران برید وکړ. ایرانیانو بیا هم صبر وکړ او د مستقیمې جګړې د خطر د مخنیوي په خاطر یې په مقابل کې له احتیاط څخه کار واخیست.
ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه څلور اساسي اهداف کېښودل:
۱- دوی به کوشش کوي چې له شته وسائلو په استفادې د ایران اوسنی رژیم له منځه یوسي. د تېر کال مظاهرې او په هغې کې د صهیونستانو مستقیمه لاسوهنه او د امریکایانو تشویق د دې ثبوتونه وو.
۲- که چېرته رژیم تغییر نه شو، کوشش به دا وي چې ایرانیان تر آخري حده فشار کړي، تر څو د هستوي اسلحو له جوړولو تېر شي.
۳- ایران باید د فشار په نتیجه کې د دوی لرې ویشتونکو توغندیو ټکنالوژي هم له لاسه ورکړي.
۴- په سیمه کې هغه ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، باید د فشار په نتیجه کې دې ته تیارې کړل شي چې د ایران ملاتړ پرېږدي.
نن، د جګړې له دومره مودې وروسته، ټرمپ او نتنیاهو له دغو اهدافو څخه یو هم نه دی ترلاسه کړی، بلکې نور تاوانونه یې هم کړي دي.
۱- دوی په خلیج کې خپل هغه دوستان، چې د ایران پر ضد یې د دوی ډیټرنس (Deterrence) جوړاوه، له سخت فشار سره مخ کړي دي او تر ډېره له امریکا څخه د دې نامسؤلانه کارونو له امله خپه دي. خلیج دا مهال د تېلو د صادراتو له بندیز، د توکو د وارداتو له کمښت، د داخلي ثبات له مشکلاتو، د ودانیو له خرابېدو او د څښاک د اوبو له لویو ستونزو سره مخ دی.
۲- نړیوال اقتصاد د هرمز له امله له لوی مشکل سره مخ دی. د ۲۰ میلیونه بېرله تېلو ورځني صادرات ۷ میلیونه بېرلو ته راښکته شوي دي. قیمتونه پورته شوي دي او ستراتیژیک خوندي ځایونه له چلېنج سره مخ دي.
۳- د امریکا په اړه د یو مسؤل جهت هغه روایت، چې د یوه نړیوال قدرت لپاره اساسي حیثیت لري، ډېر تت شوی دی او د دوی ټول هغه ملګري، چې په دوی یې د جګړې او سولې حساب کاوه، اوس له یوه بېثباته حالت سره مخ دي. ځینې خو عملاً د خپل امنیت د ضمانت لپاره په سیمهییزه توګه د نوو ملګرو په لټه کې دي.
۴- چین او روسیې، چې نه غواړي امریکا له دې جګړې څخه په اسانه پښې وباسي، ښه موقع پیدا کړه چې د ایران په واسطه په منځني ختیځ کې د امریکایانو بنسټیز تأسیسات په نښه کړي. دوی اوس هم غواړي چې د امریکا د دې تېروتې محاسبې ته داسې سزا ورکړي چې تل لپاره یې یاده پاتې شي.
۵- هغه ستراتیژي چې ایران په سیمه کې په یو کمزوري هېواد بدل کړي، په عکسالعملي ډول یې لا ډېر قوي هېواد راڅرګند کړ. دوی اوس په نوو سیمهییزو معادلو کې ځانګړی رول لري.
دا چې د هغې تفاهمنامې له مخې، چې امریکایانو او ایرانیانو باید جګړه درولې وای، ثابته شوه چې په دې جګړه کې امریکايي ښکېلاکګرو او صهیونستي رژیم بد شکست خوړلی دی.
اوس هم امریکایان په داسې جال کې بند دي چې له یوې خوا نه غواړي د ماتې واقعیت ومني او له بلې خوا ورځ تر بلې ورته د جګړې قیمت زیاتېږي.
ګورئ چې پل یې چېرته درېږي.
په معاصرې نړۍ کې د بنیادي توکو د اړتیا له زیاتوالي او د صنعت له پرمختګ سره تجارتي لارو په نړیوال سیاست کې مهم ځای خپل کړی دی. هیوادونه کوشش کوي چې د خپل صنعت خرڅلاو لپاره بازارونه پیدا کړي او یا د خپل غذايي او انرژۍ امنیت لپاره له نورو هیوادونو بنیادي توکي وارد کړي
(۱/۱۳)
دا فرصتونه ښايي ملتونو ته له ځانګړو هڅو وروسته په لاس ورشي خو افغانستان ته د روان نړیوال نظم بدلون په ډېرې اسانۍ په لاس ورکړي دي.
(۱۲/۱۳)








