په قزاقستان کې د افغانستان اسلامي امارت شارژدافیر ښاغلي مفتي محمد الرحمن د نشهيي توکو او د ناقانونه قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره د مرکزي اسیا مرکز (CARICC) له رییس ښاغلي محمود حمیدوف سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په یو لړ گډو موضوعاتو سربېره په یاد مرکز کې د افغانستان
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
24th Asad, marking the fifth anniversary of the Victory, is an important and historic day in the history of the Afghan nation, the one that will remain an enduring part of the nation’s collective memory and history.
Video Documentary
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د اسد ۲۴، د فتحې پنځمه کالیزه د افغان ملت په تاریخ کې هغه ویاړمنه ورځ ده چې تل به د همدې مسلمان او مجاهد ملت له نوم او تاریخ سره ملګرې وي.
ويډیويي مستند.
په قزاقستان کې د ا.ا.ا. سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن د خوړو مصونیت اسلامي سازمان له عمومي رییس بیریک ارین سره وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د یاد سازمان پر بشري مرستو او پراختیايي پروژو، په ځانگړي ډول د کرنې، مالدارۍ او اوبو لگونې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې
په استانه کې د ا.ا.ا. د سفارت شارژدافیر مفتي محمد الرحمن په کوربه هېواد کې د قطر دولت سفارت له لوري د دغه هېواد د پخواني امیر مرحوم شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د فاتحې په مراسمو کې گډون وکړ.
ښاغلي مفتي محمد الرحمن په استانه کې د قطر سفیر ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل،
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي نن په دوحه کې د قطر دولت پخواني امیر، والاحضرت شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قطر دولت امیر، والاحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
د دې سفر په ترڅ کې، محترم مولوي امیر خان متقي د قطر دولت د وزیرانو شورا له رئیس او د بهرنیو چارو له وزیر، جلالتمآب شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزيرانو شورا مرستيال او د دفاع وزير محترم شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آلثاني او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر، محترم ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم وکتل او د والاحضرت شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د وفات له امله يې هغوی ته د خواخوږۍ، تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د ملگرو ملتونو د پراختیايي پروگرام (UNDP) له اداره کوونکي ښاغلي الکساندر ډي کرو او د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له عالي کمېشنر ښاغلي برهم احمد صالح سره وکتل.
په استانه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت شارژدافیر ښاغلی مفتي محمد الرحمن د سیکا کنفرانس له جنرال سکرټر ښاغلي کایرت ساریبای سره د یاد کنفرانس په مقر کې ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیکا کې د افغانستان دایمي عضویت، د سیکا په غونډو کې د افغانستان فعاله ونډه،
د افغانستان اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز د مرستیال په مشرۍ راغلي پلاوي د قزاقستان جمهوريت د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټیټیوټ له مرستیال ښاغلي داورین ابین سره وکتل.
دواړو خواوو، د افغانستان او قزاقستان په اړوندو زیربنایي پروژو د گډوه علمي
په استانه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت شارژدافیر، ښاغلی مفتي محمد الرحمن د (Open World Policy Lab) ادارې مشر ښاغلي ایدر بورانگازیوف سره د سفارت په مقر کې ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز راغلي پلاوي،
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
مشهد يغير الصورة النمطية عن #أفغانستان!
في جولة هادئة بعيداً عن البروتوكولات الأمنية الصارمة، يتجول نائب #رئيس_وزراء #كازاخستان "سيريك جومانغارين" بأريحية تامة في أسواق العاصمة الأفغانية #كابل.
اللافت في هذا المقطع هو غياب الحراسة المدججة بالسلاح أو المدرعات، حيث يظهر المسؤول وهو يتسوق ويتفاعل مع الباعة بشكل طبيعي جداً.
@EmbassyAfAst @embassy_kaz
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
انطلاق حقبة اقتصادية واعدة بين أفغانستان وكازاخستان
في خطوة استراتيجية، دخلت #أفغانستان و #كازاخستان مرحلة جديدة من التعاون الإقليمي. وصل نائب #رئيس_الوزراء الكازاخستاني، السيد سيريك جومانغارين، إلى #كابل في زيارة لثلاثة أيام، والتقى بكبار المسؤولين الحكوميين، وتهدف زيارته لتعزيز التبادل التجاري المشترك بين البلدين ليصل إلى 3 مليارات دولار، مع التركيز على الاستثمار.
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د هوکړې په اړه څرګندوني
AFG Embassy Kazakhstan retweeted
د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بشپړې وینا متن.
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد:
د منځني اسیا هېوادونو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو محترمو مشرانو په شمول د اذربايجان جمهوریت او مل پلاویو،
گرانو میلمنو او گډونوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
سهار مو نېکمرغه
ډېر د ویاړ او خوښۍ ځای دی، چې نن د «افغانستان او اذربايجان جمهوریت په شمول د منځنۍ اسیا ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو» لومړۍ ناسته «په سیمهییزو همکاریو کې د فکري خونو ستراتیژیک رول» تر عنوان لاندې په ښکلي کابل ښار کې ترسره کیږي.
تاسې ټولو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایم. هیله لرم دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په ابتکار او د ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان او اذربايجان جمهوریتونو د مطالعاتو مرکزونو او فکري خونو مشرانو او پلاوو په گډون ترسره شوې، وکړلای شي د سیمې تر منځ په علمي، څېړنیز او فکري گډو برخو کې د همکارۍ ډگرونه را په گوته او پیاوړي کړي او دولتي پرېکړه کوونکو ته عملي او رغنده طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي.
درنو حاضرینو،
د نړیوالې جوړښت بدلونونو او ننگونو ته په پام، اوسنی نړیوال نظم د تاریخ په یو حساس پړاو کې دی؛ هغه پړاو چې له یوې خوا بېلابېل توهمات او متضاد روایتونه رامنځته شوي او له بلې خوا د ډلهییزې او څو اړخیزې همکارۍ هڅې لیدل کېږي. په دې منځ کې، الحمدلله د افغانستان او د اذربايجان په شمول د منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ اړیکې په عملگرایانه، فرصتمحوره او همکارۍمحوره روایت ولاړ له بل هر وخت ډېرې پیاوړې او پراخې شوې دي. مونږ نن نه یوازې د هېوادونو استازي، بلکې د یوې گډې جغرافیې د فکر خاوندانو او فکري مشرانو په توگه راټول شوي یوو؛ څو د سیمهییزو هېوادونو تر منځ اړیکې، په ځانگړي ډول د افغانستان اسلامي امارت او منځني اسیا هېوادونو تر منځ مناستونه له اوسني تعامل او همکارۍ څخه ژورې او دوامداره همغږۍ ته ورسوي.
بې له شکه، د لا اغېزمنو رغندو پرېکړو او د سیمې او زمونږ گډ راتلونکي لپاره د بومي روایتونو رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې د مطالعاتو او فکري بنسټونو متخصصان او څېړونکي زمونږ د گډو همکاریو لپاره په بېلابېلو برخو کې عملي او د هر اړخیز لار نقشه جوړه کړي او دا کار د سیمې د فکري خونو او مطالعاتو مرکزونو تر منځ همکاري نه یوازې یو انتخاب، بلکې یو ناگزاره اړتیا جوړوي.
درنو متخصصینو،
مخکې پرتې ننگونې او فرصتونه د دې اړتیا لا روښانه کوي چې په سیمه کې د علمي او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ همکاري او گډه څېړنه نوره هم پیاوړې شي. زه غواړم په لنډ ډول د دغو ننگونو څو بېلگې یادې کړم:
لومړی؛ د چاپېریال ساتنې ننگونې او اقلیمي بدلون: زمونږ سیمه له داسې بحرانونو سره مخ ده لکه اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او نورې گډې چاپېریالي ستونزې. دا گواښونه سیاسي پولې نه پېژني، او څېړنیز مرکزونه باید د دقیقو معلوماتو او علمي تحلیلونو په تولید سره حکومتونو ته د دغو بحرانونو د مدیریت لپاره گډ حللارې وړاندې کړي؛
دوهم؛ امنیتي اندېښنې او سیمهییزې شخړې: په گډه سیمهییزه فضا کې روانې جگړې او شخړې د اقتصاد په ځنځیر، تگ راتگ او د خوړو او انرژۍ د امنیت په تأمینولو کې ژور بدلونونه راوستي دي. په داسې شرایطو کې، چې د مطالعاتي او څېړنیزو مرکزونو رول یوازې اکاډیمیک نه دی، بلکې کولای شي د فکري همکارانو او د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د هڅوونکي په توگه د دغو شخړو د مدیریت او د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره علمي او عملي لارې چارې وړاندې کړي؛
درېیم؛ اقتصادي او ترانزیټي فرصتونه: افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي نښلوونکي پله په توگه د سیمهییز نښلون لپاره ستر ظرفیت لري. اړتیا ده چې د کاسا-۱۰۰۰، تاپي، تاپ، د لاجوردو لار، د افغان–ترانس د اوسپنې پټلۍ پروژه او نورې گډې سیمهییز ترانزیټي لارې او پروژې د دقیقو اقتصادي مطالعاتو، راتلونکي لید او څېړنیزو ارزونو له لارې ملاتړ شي. څېړنیز مرکزونه باید د دې پروژو گډې گټې روښانه کړي څو د هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی شي؛
څلورم؛ د بومي روایت جوړونې اړتیا: زموږ فرصتونه، ننگونې او گډ راتلونکی دې ته اړتیا لري چې بومي او داخلي روایت جوړونه وشي. نن له هر بل وخت څخه ډېره اړتیا ده چې د افغانستان او منځنۍ اسیا څېړونکي پخپله د سیمې د واقعیتونو، فرصتونو او ننگونو روایتگر وي. دا هدف یوازې د منسجمې څېړنیزې همکارۍ او د علمي پایلو د دوامدار تبادلې له لارې ترلاسه کېدای شي.
محترمو مېلمنو،
که څه هم د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو د لومړۍ ناستې بریالۍ ترسره کېدل چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۵مه نېټه په کابل ښار کې ترسره شوه، د سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم سیاسي چوکاټ برابر کړی دی؛ خو د یوه تخصصي او څېړنیز میکانیزم د رامنځته کېدو اړتیا هم احساسېږي، څو سیاسي ژمنې او توافقات په عملي او تطبیقي وړاندیزونو بدل کړي او د سیمهییزو همکاریو بهیر د مشورتي خبرو تر کچې محدود پاتې نه شي، بلکې دوام ومومي.
د نننۍ ناستې اساسي هدف دا دی چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د راتلونکو سیمهییزو همکاریو د مهمو موضوعاتو په اړه د تحلیلي بحثونو، د تخصصي نظریاتو د تبادلې او د پالیسيمحوره حللارو د وړاندې کولو لپاره یو مناسب بستر رامنځته شي.
دا غونډه د لاندې اهدافو د تحقق په موخه ترسره کېږي:
-د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په شمول د اذربایجان، ترمنځ د متقابل درک زیاتول او پیاوړتیا؛
-د افغانستان او منځنۍ اسیا د لومړۍ مشورتي ناستې له لارې د ترلاسه شوو ژمنو او توافقاتو د عملي کولو لپاره د څېړنیزو وړاندیزونو ارزونه او تدوین؛
-د سیمې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونو او بهیرونو ژوره پېژندنه او آگاهي، او پر افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو یې د اغېزو ارزونه؛
-د سیمهییز اتصال، اقتصادي پراختیا، ترانزیت، سوداگرۍ، پانگونې، فرهنگي تبادلو او کلتوري ډیپلوماسۍ په برخو کې د نوو همکارۍ میکانیزمونو پېژندنه او څېړنه؛
-د دې علمي او فکري فورم له لارې د سیمې د هېوادونو د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکزونو، فکري ټانکونو او څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنیزې همکارۍ پیاوړتیا؛
-او د بومي پوهې د تولید او د سیمهییزو فرصتونو، ننگونو او گډ راتلونکي په اړه د سیمهییز روایت د وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول، د سیمې د هېوادونو پر علمي او فکري ظرفیتونو د اتکا له لارې.
محترمو متخصصینو او د نظر خاوندانو،
په پای کې غواړم ټینگار وکړم چې علمي او څېړنیزه همکاري د ولسونو او هېوادونو ترمنځ تر ټولو پایدار، کم لگښته او اغېزمن ډول د ډیپلوماسۍ ده. نړیوالې تجربې ښيي چې ډېری لوی سیاسي، اقتصادي او سیمهییز ابتکارات لومړی په علمي مجلسونو او فکري مرکزونو کې رامنځته شوي او وروسته د دولتونو په رسمي پالیسیو بدل شوي دي.
نن زموږ تاریخي مسوولیت دا دی چې د دوامدارو همکارۍ چوکاټونو په جوړولو، د منظم او نوبتي ناستو په ترسره کولو، د گډو څېړنیزو پروگرامونو په تعریف، د معلوماتو په تبادله، د گډو علمي آثارو په خپرولو او د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو په پراخولو سره، د سیمې د لویو سیاسي او اقتصادي پرېکړو لپاره لازم فکري بنسټونه برابر کړو.
افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ژورو دیني، تمدني، جغرافیایي او گډ راتلونکي اړیکو، او همدارنگه د اقتصادي فرصتونو په گډون، باور لري چې د سیمې لپاره یو باثباته، هوسا او امن راتلونکی یوازې د همکارۍ، متقابل باور، سیمهییز اتصال او د گډو گټو د درک له لارې ترلاسه کېدای شي.
د افغانستان د څېړونکو او اندېښمنانو لاسونه د علمي همکارۍ لپاره د نورو هېوادونو، په ځانگړي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو په شمول د اذربایجان جمهوریت، څېړونکو ته غځېدلي دي. هیله لرم چې دا غونډه په سیمه کې د څېړنیزو همکاریو د نوي پړاو پیل وگرځي او د علمي بحثونو د پیاوړتیا، د نظریاتو د تبادلې، د گډې پوهې د تولید او د نوو همکارۍ فرصتونو د پېژندلو لپاره روښانه افق رامنځته کړي.
ستاسو د ټولو د ارزښتناک حضور څخه مننه کوم او له الله تعالی څخه د دې غونډې د تنظیموونکو او گډونوالو لپاره د بریا او گټورو لاسته راوړنو دعا کوم.
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته

























