Patriot retweeted
د منازعاتو د حل مراحل
څوک چې غواړي هیواد بد امنه کړي، هغوي د حاکمو چارواکو نه اجازه نه غواړي.
مخکې له دې چې افغانستان بیا د نیابتي جګړو میدان شي، ټول افغانان، حاکم او محکوم، بهرمیشي او داخل میشي باید فکر وکړي چې سیاسي منازعات په شعارونو نه حل کیږي. د منازعاتو د حل په اساس باید لاندې درې مرحلو لپاره په عملي پروسه فکر وکړي.
دا پنځه لسیزې مو د شعارونو ورکولو خبیثه دایریده ولیده چې نتیجه نه ورکوي بلکې شعارونه نور جنګونو رامنځته کوي. د افغانستان د خلکو او ارضي تمامیت دښمنان په کمین کې ناست دي او خپلې پروژې سوکه سوکه عملي کوي.
Patriot retweeted
حوثیانو له تېرو ٥ میاشتو راهیسې د سعودي په مهمو اهدافو، د تیلو په تصفیه خانو، هوایي ډګرونو ٢٧٤ بریدونه کړي دي.
Patriot retweeted
د کمونیستانو انجام او د دروغجن شهرت حقیقت!
وحید صابري مړ شو! هغه سندرغاړی چې زما په نظر نه یې ځانګړی غږ درلود، نه اصیل استعداد، نه هنري نوښت او نه داسې کوم لوی میراث چې نن دې د افغانستان د موسیقۍ نه جبرانېدونکی زیان وبلل شي. د نورو سندرغاړو سندرې نقلول او د کمونیستي رژیم تر سیوري لاندې شهرت ترلاسه کول څوک د هنر نابغه نه ګرځوي!
نن پوښتنه دا ده: چېرته وو هغه ټول کمونیست ملګري؟ چېرته وو هغه انقلابي رفیقان؟ هغه کسان چې نن یې په ستاینه کې اوږدې لیکنې کوي، د ژوند په وروستیو شېبو کې یې چېرته وو؟ که رښتیا یې یوازې ژوند پای ته رسولی وي، نو ولې نن دومره خلک د هغه د نږدې ملګرتیا دعوې کوي؟
کمونیست نجیب هم په داسې ذلت له واکه ولوېد چې د هغه د رژیم ټول شعارونه او تبلیغات یې ونه ژغورل. هغه رژیم چې ځان یې د خلکو استازی باله، په پای کې یې خپل مشر هم ونه شو ژغورلی.
د افغانستان د کمونیستي رژیمونو تاریخ د شرابو، محفلونو او انقلابي سندرو په رومانتيکو خاطرو نه شي سپینېدای. دا د زندانونو، شکنجو، ډلهییزو قبرونو، بمباریو، یتیمانو، کونډو او میلیونونو کډوالو تاریخ هم دی. زموږ وطن د همدې خونړیو سیاستونو او د شوروي یرغل له امله په کنډوالو بدل شو.
وحید صابري د هغه کمونیستي تبلیغاتي چاپېریال یوه څېره وه. د ببرک کارمل او کمونیست نجیب له رژیم سره نږدېوالی د هنري عظمت سند نه دی. د ګروه باران له هنرمندانو سره د هغه د اړیکو او سیاسي رول د جاسوسۍ و.
اوس چې مړ شوی، کمونیستي ملګري یې یو په بل پسې راپاڅېدلي دي: «ستر هنرمند و، بېساری استعداد و، نه جبرانېدونکی زیان و!»
کوم استعداد؟ کوم بېساری هنر؟ ولې باید د یوه سندرغاړي په اړه دومره مبالغه وشي، یوازې ځکه چې د کمونیستي دورې له مشهورو څېرو څخه و؟
تاسې د یوه کمونیستي دورې د سندرغاړي په مړینه ژاړئ، خو د هغو میلیونونو افغانانو د ژوند او برخلیک حساب څوک ورکوي چې د همدې رژیمونو د ظلمونو قربانیان شول؟
مرګ د چا تېر تاریخ نه پاکوي، او د مړینې وروسته ستاینې د چا لپاره هنري استعداد نه شي جوړولای.
وحید صابري خپل ژوند پای ته ورساوه. د هغه د شخصي اعمالو حساب له الله تعالی سره دی. خو د افغانستان د مظلومو مسلمانانو وینې، د یتیمانو اوښکې، د کونډو فریادونه او د بېګناه انسانانو حقونه باید هېڅکله هېر نه شي.
الله تعالی دې د هر ظالم، هر قاتل او هر هغه چا حساب وکړي چې زموږ د بېګناه ولس په تباهۍ کې یې لاس درلود.
افغانستان د کمونیستي تبلیغاتو د اتلانو نه، بلکې د خپلو رښتینو پوهانو، هنرمندانو، شهیدانو او مظلومانو د یاد ساتلو اړتیا لري!
Patriot retweeted
راشد خان د جهنم د سپیو پښې په لړزه کړې؛ دوی فکر کاوه چې لا هم سل کاله پخوا دی، چې د بچه سقاو او ګوډ ملا په څېر به د جهنم سپي راپورته کېږي او قیامونه به کوي.
ستاسې دا ګنده او پلیت ذات اوس افغانانو پېژندلی دی. هغه وختونه تېر سوي چې تاسې به د نوي نسل ځوانانو ته ویل چې د خوارجو سپکاوی ګناه ده.
موږ د الله (ج) د رضا لپاره د خوارجو سپکاوی کوو. څوک چې د طالب د مدرسې فارغ سوی وي، خوارج دی، نه لمونځ پسې کېږي او نه باید د ماشوم په غوږ کې د اذان ویلو لپاره راوغوښتل سي او مه نکاح په دوی تړی.
نه عالمان یاست او نه ملایان یاست.
کلونه مو خپل ځانونه پر افغانانو د مقدسو په نوم تیر کړي ول، نور نه چلیږی. تاسي ټول به موږ د خرو په فارمونو کې تړو انشاالله.
Patriot retweeted
زما د ماشومتوب یوه ترخه خاطره؛ له خپل وطن او خپل کور سره د خدای پامانۍ شېبې
غواړم له تاسو سره د خپل ژوند یوه ترخه خاطره شریکه کړم.
کله چې کمونستانو په افغانستان کې واک غصب کړ، ګڼ شمېر خلک زنداني شول، زموږ ډېر ګاونډیان او پېژندګلوي بې درکه شول. د ډزو، بمباریو او درنو توپونو غږونه اورېدل کېدل او د کابل پر اسمان جنګي الوتکې ګرځېدې. ورو ورو کابل، چې یو وخت د ژوند، ښکلا او خوښیو ښار و، د وېرې، ماتم او وحشت په ښار بدل شو.
زما خویندو د طب په پوهنځي کې زده کړې کولې. هغوی باید ډېر احتیاط کړی وای، ځکه نجونې له پوهنتونونو څخه نیول کېدې، په دې تور چې پلرونه یې د هېواد د ازادۍ مبارزین دي. هغوی شکنجه کېدې او ځینې یې حتی اعدامېدې. دا وحشتونه د هغه استخباراتي سازمان له خوا ترسره کېدل چې کمونست نجیب یې مشري کوله. د هېواد ډېرو روڼ اندو او تحصیلکړو خلکو، چې د تېښتې توان یې درلود، وطن پرېښود او ګڼ شمېر نور بې درکه شول.
یوه ماښام موږ د شپې ډوډۍ پخوله، چې ناڅاپه ټیلیفون راغی. زما پلار ته له استخباراتو څخه یوه کس زنګ وواهه او ورته ویې ویل: «اغا صاحب، ستاسې د نیولو لپاره در روان دي، ژر تر ژره له خپلې کورنۍ سره وتښتئ!»
موږ هر څه هماغسې پرېښودل. یوازې مو ګرم کالي، جمپرونه، جرابې او د منډې بوټان راواخیستل. مور مې کلکې خوږې روټۍ پخې کړې وې، هغه مو په یوه کڅوړه کې واچولې. مور مې هغه پاتې سره زر هم راواخیستل چې کمونستانو لا نه وو ترې غلا کړي.
په خپل موټر کې سپاره شوو او د کمپنۍ پر لور روان شوو، هغه سیمه چې د میدان وردګو او کندهار پر لویه لار پرته ده.
له کوره د وتلو پر مهال مې مور راته وویل: «له خپل کور سره خدای پاماني وکړئ، ښایي بیا هېڅکله ورته راستانه نه شو.»
ما په ژړا پیل وکړ. ماشومه وم، خو زړه مې سخت درد کاوه. د مڼو ونې، د ګلابونو بوټي، زموږ ښکلی دوه پوړیز کور، د مرمرو فرشونه او زما ښکلی کټ؛ هر څه مې تر سترګو تېرېدل.
مور مې په غېږ کې پورته کړم او راته ویې ویل: «مه ژاړه، بیا به یې جوړ کړو، تر دې به هم ښکلی کور جوړ کړو.»
پلار مې معمار و. مور مې ویل: «تر هر څه زموږ عزت او ناموس مهم دی. موږ باید خپل ځانونه د هغوی له وحشت، شکنجو او زموږ د کورنۍ د ښځو پر عزت له تېري څخه وژغورو. باید ستاسې پلار ژوندی پاتې شي. که ژوندي پاتې شو، هر څه به له سره جوړ کړو.»
وروسته یې یو لوی باروړونکی موټر راوست او موږ یې پکې سپاره کړو. د پاکستان تر پولې پورې زموږ سفر څو ورځې دوام وکړ. دومره اندېښمن، غمجن او وېرېدلي وو چې خوراک ته مو زړه نه کېده. یوازې مو ژړل.
پولې ته د رسېدو پر مهال د موټر یوه کلینر په لوړ غږ وویل:
«خدای پامان افغانستان! خدای پامان افغانستان!»
د دې کلمو په اورېدو په موټر کې ټولو ښځو په ژړا پیل وکړ. ډېری یې تحصیلکړې او عزتمندې افغانې ښځې وې. موږ ته لوی لوی پړوني راوړل شوي وو، ځکه د کور پرېښودلو پر مهال مو داسې پړوني نه درلودل. د هغه وخت د کابل په ډېرو تحصیلکړو کورنیو کې د دومره لویو پړونو اغوستل معمول نه وو. حتی وړو نجونو ته هم لوی پړوني ور اغوستل شوي وو. دا هر څه ماته، چې ماشومه وم، ډېر نااشنا ښکارېدل.
کله چې پاکستان ته ورسېدو، هلته مو داسې عزتمند او باوقاره افغانان ولیدل چې پر سړکونو ناست وو، نه یې سرپناه درلوده او نه د خوراک لپاره پیسې.
موږ د پلار د پېژندګلوۍ د یوه کس کور ته ورغلو. هلته زرګران راوغوښتل شول، څو زما د مور د سرو زرو بیه وټاکي. درې تنه زرګران چې زموږ د معلوماتو له مخې له حکومتي ادارو سره یې تړاو درلود، راغلل. هغوی پوښتنې کولې چې موږ د کومې کورنۍ یو، دغه ګاڼې د کومې کورنۍ دي، د کومې دورې دي او تاریخي مخینه یې څه ده.
ماته داسې ښکارېده چې پاکستان له مخکې د دې وضعیت لپاره چمتووالی نیولی و. هغوی پوهېدل چې د افغانستان ډېرې تاریخي او درنې کورنۍ به کډوالې شي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره به خپلې میراثي ګاڼې پلورلو ته اړې شي. تل مې دا اندېښنه درلوده چې ښایي زموږ د کورنیو دغه تاریخي اثار یوه ورځ د هغوی په موزیمونو کې زموږ د فرهنګي میراث پر ځای د هغوی د خپل میراث په نوم معرفي شي.
زما مور خپلې ټولې ګاڼې وپلورلې. هغه ګاڼې چې د نسلونو یادګارونه وو، ځینې یې د خپلې پلرنۍ کورنۍ او ځینې یې د خسرګنۍ میراث و.
مور مې یوازې د خپلې کورنۍ لپاره سره زر ونه پلورل، بلکې د هغو افغانانو لپاره یې هم وپلورل چې زما د پلار ملګري وو او د صدر بازار پر سړکونو وږي او بې سرپناه ناست وو. هغوی حتی خپل بټوه او پیسې هم نه وې راخیستې، ځکه کمونستانو او روسانو د شپې پر کورونو ورغلي وو او هغوی اړ شوي وو چې له خپلو ماشومانو سره د کورونو پر دېوالونو واوړي او وتښتي
هغه ډېرې وحشتناکې ورځې او شپې وې. د هغه وخت پاکستان له سخت اقتصادي فقر سره مخ و. پرانیستي کانالونه، د فاضله اوبوی!
🤖 Made with AI
Patriot retweeted
کله چې موږ پاکستان ته کډوال شوو، زموږ لپاره دا یوه ډېره ترخه او وحشتناکه تجربه وه. خپل وطن، خپل کور او خپل هوسا ژوند مو پرېښود او یوه داسې پردي هېواد ته لاړو چې له ژوند او چاپېریال سره یې هېڅ اشنا نه وو.
د پاکستان اقتصادي وضعیت هغه مهال ډېر خراب و. حتی ښې وریجې مو هم نه شوای پیدا کولای. کوم کورونه چې موږ د کرایې لپاره لیدل، دومره بدرنګه او تنګ وو چې د نوکرانو کوټو ته ورته وو. دروازې او کړکۍ یې ټولې اوسپنیزې وې. بالاخره مو یو نسبتاً مناسب کور پیدا کړ.
زموږ د پوستکي رنګ روښانه و او د هغو خلکو چې موږ په خپل چاپېریال کې لیدل، تر ډېره تورو ته مایل و. زموږ لباس، ظاهري بڼه او د ژوند عادتونه هم ورسره متفاوت وو. د ځینو خلکو وېښتان به له تېلو ډک وو، شخصي نظافت ته به یې پام نه کاوه او د کوڅو او بازارونو چټلتیا هم زموږ لپاره د زغملو وړ نه وه.
خلکو به موږ ته په ځیر ځیر کتل او (کابلي) به یې راته ویل. موږ عادت درلود چې خلکو ته موسکا وکړو، سلام واچوو او په ادب ورسره خبرې وکړو. خو د هغوی پرلهپسې کتو موږ ناراحته کولو. ما به د ځینو خلکو په سترګو کې حسادت او کینه احساسوله. موږ د داسې ژوند لپاره هېڅ ډول ذهني چمتووالی نه درلود.
هغه مهال به د دین، فرهنګ او ښځو د حقوقو په اړه د ځینو خلکو خبرو حیرانولو. ښځو ته د هغوی کتل او له ښځو سره نامناسب چلند زموږ لپاره د حیرانتیا وړ و.
خو نن، له پنځه څلوېښتو او پنځوسو کلونو وروسته، ګورم چې حالات بیخي سرچپه شوي دي. په پاکستان کې د ښځو د حقوقو په اړه پوهاوی زیات شوی، ډېرو کورنیو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لېږلې، ښځو ته یې په ټولنه کې ډېر درناوی او د پرمختګ فرصتونه ورکړي دي. هغه څه چې یو وخت زموږ د ټولنې ځانګړتیا وه، نن یې په هغوی کې وینم، خو خپله ټولنه مو ورځ تر بلې شاته تللې ده.
زموږ خلک د جګړو، بېوزلۍ، بېسوادۍ او کډوالۍ قربانیان شول. زموږ د ښځو عزت، تعلیمي فرصتونه او ټولنیز مقام زیانمن شول. زموږ د خلکو څېرې په پاکستان او ایران کې د سختو مزدوریو، د لمر د تودوخې، خوارځواکۍ او بېوزلۍ له امله بدلې شوې. د وطن د بېلتون درد او د پردیسۍ کلونو زموږ له خلکو څخه د ژوند ښکلا او هوساینه واخیسته.
کله ناکله له ځانه پوښتم: آیا دا هماغه افغانستان دی؟ آیا دا هماغه افغانان دي؟ موږ خو داسې خبرې نه کولې، زموږ ټولنیز چلند خو داسې نه و!
جګړه یوازې کورونه او ودانۍ نه ورانوي؛ جګړه د نسلونو علمي، فرهنګي او فکري پانګه هم له منځه وړي. انسان دومره بدلوي چې خپل پخوانی هویت، نزاکت او د ژوند معیارونه ترې هېر شي.
څومره دردناکه ده چې هغه ټولنه چې پنځه څلوېښت کاله وړاندې زموږ له ټولنیزو عادتونو او فرهنګ څخه اغېزمنه کېده، نن د پرمختګ پر لور روانه ده، خو موږ خپل ډېر ارزښتونه له لاسه ورکړي دي.
ما د دوو نړۍو دا سرچپه بدلون په خپلو سترګو لیدلی دی. د افغانستان د پنځوس کلن ناورین تر ټولو دردناکه پایله یوازې د وطن ورانېدل نه دي، بلکې د یوه ملت د علمي، فرهنګي او ټولنیز هویت له لاسه ورکول دي.
Patriot retweeted
Get proxies that deliver on speed, privacy, and price. With us, you get reliable performance and global reach.
Patriot retweeted
پوښتنه؟
ملا حماسي اخوند وایې د کرکټ لوبغاړی یې تر هندو هم ډېر بد ایسېږي.
پوښتنه دا ده چې ملا حماسي ته هندو ولي د کرکي وړ ښکارېږي؟
یوه وړه برخه هندوان افغانان دي، د افغانستان تابعیت لري.
تاسې د دې کرکې لامل وپوښتئ، هسې نه چې پاکستانی نه یې.
دا خلک یوازې له کرکې جوړ دي.
Patriot retweeted
د مجاهدینو د سپهسالار ستره فکري او سیاسي اشتباه
هر څوک چې ادعا کوي قرآن دستور دی، نو ایا (العیاذ بالله) رسول الله ﷺ او اصحابو کرامو د مدینې په نوم یو دستور تدوین کړی و؟
قرآن کریم د هدایت، شریعت او الهي احکامو کتاب دی؛ خو د نننۍ سیاسي اصطلاح په مفهوم د دولت مدون اساسي قانون (Constitution) نه دی. رسول الله ﷺ او اصحابو کرامو هم د مدینې میثاق د یوه تاریخي سیاسي او ټولنیز تړون په توګه تدوین کړی و، نه د قرآن په نوم د دولت د اساسي قانون په توګه.
د قرآن د الهي مرجعیت او د یوه مدون دولتي دستور ترمنځ توپیر باید وساتل شي؛ دا دواړه یو مفهوم نه دي.
Patriot retweeted
سهار پخير وطنه 🇦🇫
امريکا ته د لابيګرۍ لپاره د سپېڅلو افغان نجونو پر «عفت» د طالبانو لوبې غبرګونونه پارولي دي.
د ښځو او نجونو د زده کړو او حقونو محدودولو لپاره د طالبانو مشر په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۴۲ فرمانونه، حکمونه او قوانين جوړ او خپاره کړي، خو امريکا ته د ځان سپين ښودلو لپاره بیا دې ډلې يو بدنام امريکايي يوټيوبر افغانستان ته غوښتي، له بيت المال څخه يې د هغه لګښت ورکړی او په مدرسو او ښوونځيو يې دننه کړی دی.
دغه يوټيوبر د ټولو اسلامي اصولو او افغان دودونو خلاف د ماشومانو او پېغلو نجونو عکسونه او ويډيوګانې ثبت او خپرې کړې دي.
په يوې ویډیو کې د طالبانو غړي ورته وايي، که غواړي په افغانستان کې واده وکړي، نو ښځه ورته پيدا کولی شي: «افغانستان کې ډېری نجونې له تا سره د واده لېوالتيا لري.»
Patriot retweeted
د امریکا د کرنې وزارت پر کمپیوټري سیستمونو د سایبري برید له امله د بزګرانو د مالي مرستو او د فصلونو د بیمې پروګرامونه له یوې اوونۍ ډېر وخت کېږي چې ځنډېدلي دي.
امریکايي چارواکي وايي، په برید کې معلومات نه دي له منځه تللي او د سیستمونو د بېرته فعالولو هڅې روانې دي.
Patriot retweeted
اقتصادي وضعیت کوم خوا روان دی؟
د فرانسې په سنا مجلس کې د دولتي لګښتونو او بودیجوي کسر د کمولو لپاره د ۲۳ زره دولتي دندو د لغوه کولو وړاندیز شوی دی.
د وړاندیز له مخې، د پوهنې، دفاع، کورنیو چارو او عدلیې ادارې به له دې پرېکړې مستثنا وي.
Patriot retweeted
برای زنان شهروندی افتخاری میدهند 👏👇🏻
ولی هم زمان برای ديبلومات هاې گروه طالبان زنستیز ویزه ها و کرسی سفارت را در فرانسه افتخاری ؟؟؟
Patriot retweeted
د سپیس د بحث پایله:
شریعت د الله تعالی حکم دی؛ خو د شریعت په نوم جوړ شوی سیاسي نظام، د هغه د اصولو په رڼا کې د انسانانو فهم، اجتهاد، تفسیر او تطبیق دی.
له همدې امله، د سیاسي نظام نقد د شریعت نقد نه دی، او د نظام د سیاسي پرېکړو نقد د دین مخالفت نه دی.
هیڅ سیاسي نظام او هېڅ انساني اجتهاد د نقد او محاسبې له حق څخه مستثنا نه دی.
Patriot retweeted
«إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ»
با نهایت تأسف و اندوه،درگذشت استادگرانقدر، شخصیت فرهیخته و انسانی والا، ضایعهای بزرگ و جبرانناپذیراست.استاد تنها یک معلم نبود، بلکه چراغی از دانش،اخلاق، معرفت وانسانیت بود که آثار نیک آموزههای ارزشمندش هرگز از یادها نخواهد رفت.
Patriot retweeted
دهيبت الله ملاتړ دالله تعالی ملاتړ نه بلکه دالله تعالی بغاوت دی
زموږ په ننۍ نړۍ کې دوه مليارده مسلمانان ژوند کوي
۵۴ اسلامي هيوادونه دنړۍ پر نقشه شته
مشران ، واکداران او رهبران يې داسلامي علومو داکتران او ماستران دي يو يې نه وايې چې زما اطاعت دخدای اطاعت دی
ځکه دبنده ګانو له خوا دبنده ګانو اطاعت صرف دپیغمبرانو په شان پوري مطلق دی
ته خو به پېغمبر نه يې او نه دپیغمبر وارث
دپیغمبر په وراثت کې په کڅوړو استخباراتي ماموريت نشته
نوځکه ستا اطاعت درب له اطاعته طغيان او بغاوت دی
Patriot retweeted
بچو خانه
پيژنم دې چې دباقي ماما زوی يې
رګ رګ دې را معلوم دی زه چې دحق السکوت په زور خاموشه کيدلای نو دکرزي په حکومت کې به له امريکا غږه او داشرف غني په وخت کې به له حکومتي دندي نه شړل کيدلم
رباني به دملي ټلويزيون له رياسته او حضرت به انيسه نه شړلم
زه عيسي محمد يم
هغه عيسی محمد چې تاته به مې په نور جهان هوټل کې دبي بي سي لپاره رپوټونه ليکل
دخوشحال خټک په برخه خو يو ننک دی
تر نظر پوري يې هيڅ ده دنيا واړه
کش ورکړه
دملا او اخند خوټي وتله چې چارک دي که پاو کم چارک
حق السکوت! 😊
د انسان فطرت همداسې دی، چې یو ځل په یو څه روږدی شي، بیا په هېڅ یوه طریقه له هغه څخه نه شي اوړېدلی، یعنې عمل یې شي.
زه عصمت قانع د مهاجرت له وخته پیژنم، او د جمهوریت په وخت کې مې ورسره سلام کلام هم درلود، خو د قانع صاحب یو تر ټولو بد عادت دا دی، چې نوموړی له پیل څخه تر نن ورځې پورې کرایي لیکوال و او کرایي لیکوال پاتې شوی دی.
که د قانع صاحب ژوند یو څوک له پیل څخه مطالعه کړي او یا د ده د ژوند په اړه یوه وړه څېړنه وکړي، نو دا به د هندارې په څېر ورته روښانه شي، چې قانع صاحب خپل دریځ نه لري، بلکې چا چې ورته پیسې ورکړې، بس په هماغه پسې منډې وهي او دفاع یې کوي.
په تنظیمي جـ.ګړو کې هم تنظیمي مشرانو په کرایه نیولی و، په جمهوریت کې هم او اوس هم.
په جمهوریت کې کرزي قانع صاحب ته هره میاشت د حق السکوت په نوم زرګونه ډالر ورکول، خو کله چې ښاغلی اشرف غني واک ته ورسېد، نو د حق السکوت پیسې یې پرې بندې کړې، چې له هماغه ځایه له ډاکټر اشرف غني سره یې دښمني پیل شوه.
همداراز، د جمهوریت له پیل څخه تر نن ورځې پورې قانع صاحب ته سیاف صاحب او اتمر صاحب هره میاشت پیسې ورکوي، او څوک به تر نن ورځې پورې ماته دا ونه ښایي چې قانع صاحب دې د سیاف صاحب او اتمر صاحب په اړه یوه جمله هم لیکلې وي.
نو خبره مې دا کوله چې قانع صاحب کرایي لیکوال دی، خپل دریځ نه لري، که هر چا ورته پیسې ورکړې، بس د هماغه دی. دا نن چې قانع صاحب د حاکم نظام په اړه بد رد وایي، دا د کوم سیاسي مخالفت له مخې نه کوي، بلکې د همدې لیکنو په بدل کې له نورو پیسې اخلي. که سبا ورته حاکم نظام پیسې ورکړي، نن چې څه ډول یې مخالفت کوي، سبا به له دې دوه چنده د حاکم نظام طرفدار وي او ما او تا به همدا قانع کنځي.
شیفیلډ، انګلستان
Patriot retweeted
ټالب نه زه تعریفوم، نه یې شاه محمود میاخېل تعریفوي. ټالب د ټالب اعمال تعریفوي. ترهګر هر هغه چا ته وایي چې د سیاسي موخو لپاره عام ولسونه ترهوي. ټالب دا کار کړی دی. اخلاقي تعریف یې همدغه دی، دا چې د امریکا د بهرنیو وزارت ډېټابېس د ځینو لپاره اخلاقي دستورنامه ده، دا نو بیا لویه ستونزه ده.
Patriot retweeted
حکومتولي او قدرت سیاست دی. سیاست کې ولس باید رول ولري ځکه بې د ولس له ارادې د جومات ملا امام هم نشي ټاکل کېدلې. د حنفي فقهې په اساس، که اویا اتیا سلنه خلک د امام نه ناراضه وي، امامت یې مکروه تحریمي ګڼل کیږي او هغه امام باید بدل شي.
که د جومات امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم وي، د ملک مشر خو حتمي ده چې باید د خلکو په خوښه او رضایت وټاکل شي.
که یو کس د یو څو ملګرو په خوښه ټاکل کیږي په دې به هم بحث نه کوو چې هغه وخت د دې په ټاکلو کې پاکستانیانو څه رول درلود، څنګه په اسلامي او سیاسي لحاظ ځانته دا حق ورکوي چې د ټول ملک مشري دې وکړي، ځانته دې امیرالمومنین ووایي او خلک یې فرمانونه ومني. بیا هغه فرمانونه چې ښکاره د اسلامي نصوصو او اصولو سره په ټکر کې وي.
له بله خوا د یو هیواد ټولې منابع او دندې د خلکو پورې تعلق لري او ولس باید ورته د اساسي قاونو په چوکاټ کې هغه کسان وټاکي چې ولس پرې اعتماد ولري. په صدر اسلام کې هم د خلقای راشدینو په ټاکنو کې ولس او عام خبره کسانو رول درلود او هغوي ځانونه ولس ته مسووله ګڼل.
په یویشتمه پیړۍ کې حکومتولي بې له ولسي مشروعیته نشي تر سره کیدلې او چې ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت هم نشي تر لاسه کیدلې. د ولسي او نړیوال عدم مشروعیت په نتیجه کې به افغانستان د انزوا حالت سره مخ وي او افغانستان به بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ګرځي. د اینده جنګونو او ستونځو مسوولیت به د طالبانو د اوسني مشرانو په غاړه وي چې جنګونو لپاره زمینه برابروي.
ښه خبره دا ده که د طالبانو مشر وروستې وینا یې د زړه نه وي، او د مثبت تغثر په لټه کې وي، د یوې واقعي لوی جرګې له لارې، ولسي مشروعیت او هم د راتلونکي نظام لپاره د اساسي قانون د جوړیدو زمینه مساعده کړي. همدا به افغانستان او هم اسلام ته لوی خدمت وي که نه، په هسې هوایي خبرو چې زیاته برخه یې د دی په اطاعت ولاړه وه څه ګټه نه لري.

























