د بلوچستان په کېچ ولسوالي کې نامعلومه وسلهوالو د یو ساختماني شرکت پر ماشینري برید کړی دی.
بلوڅي رسنیو ویلي، وسله والو درنې ماشنیري او موټرونه سوځولي چې له امله یې شرکت ته کړوړونه روپۍ زیان اوښتی دی.
د دغه برید له امله د ځاني تلفاتو جزیات نه دي ورکول شوي.
#میثاق
1
236
روسي رسنیو ویلي، چې دغه هېواد پرېکړه کړې، څو له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغاستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.
دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې غونډې په ترڅ کې شوې ده.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي وو.
#میثاق
1
221
د خوست امنیه قومنداني ویلي، چې د دغه ولایت په قلندر مومند ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.
سرچینې ویلي، پېښه د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
قومنداني ویلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
#میثاق
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې پر روسي بېړیو د اوکراین برید به بې ځوابه پرېنږدي.
نوموړی دغه خبرداری داسې مها ل ورکوي، چې اوکراین تېره ورځ د لیبیا په یوه بندر کې د روسیې پر بېړیو برید وکړ.
هممهاله بیا اوکراین ویلي، چې روسیه پرې د یو لوی برید پلان لري او له خپلو متحدانو یې غوښتي، چې له اوکراین سره مرستې وکړي.
#میثاق
د ملګرو متلونو د کډوالو عالي کمشنري ویلي، د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاده کمشنري دغه خبر داسې مهال ورکوي، چې لا هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ روانه ده.
همدې حال کې بیا افغان حکومت ویلي، چې د کډوالو لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ورته د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده.
#میثاق
ترکي چارواکو ويلي، د دغه هېواد د هوايي ځواک يوه چورلکه د روزنيزې الوتنې پر مهال لوېدلې چې له امله يې پنځه سرتيري وژل شوي دي.
چارواکو ويلي، د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.
#میثاق
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي فاطمې رباب سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍ دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او له افغانستان سره دې اقتصادي او سیاسي تعامل وکړي.
هغه همداراز له افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
همدې حال کې بیا فاطمې رباب ویلي، چې له افغانستان سره به بشري مرستې ډېرې کړي.
#میثاق
د جنوبي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي، چې د روسیې جنګي الوتکې د ختيځ سمندر پر سر د ګزمې پر مهال د یوې لنډې شېبې لپاره د غه هېواد دفاعي سیمو ته هم ننوتې وې.
سرچینې زیاته کړې، پوځ پر یادو الوتکو شک کړی وو، چې د شمالي کوریا دي او پوځ ته یې د بېړني خبرداري امر ورکړی وو.
د جنوبي، کوریا پوځ هم د روسیې د یاد اقدام په غبرګون کې خپلې الوتکې پورته کړې وې.
#میثاق
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د راوان کال په جریان کې ۲۳ اسرائیلي پوځیانو ځان وژنه کړې ده.
دغې ورځپاڼې ویلي، له یادو کسانو یې ۱۷ تنو د غزې جګړه کې برخه اخیستې وه.
سرچینې ویلي، د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلي پوځیانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې او یوازې اپریل میاشت کې اته پوځیانو ځان وژنه کړې وه.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې د یاد هېواد د پوځیانو ترمنځ په کال کې د ځان وژنې ۱۲ پېښې ثبتېدلې.
#میثاق
د ویتنام پولیسو ویلي، د دغه هېواد په پلازمېنه هانوي کې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
#میثاق
پاکستاني ځواکونو لاهور کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن خپل کور کې محاصره کړی دی.
هغه لاهور ته تللی وو، څو د وکیلانو یوې غونډې ته وینا وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت له نوموړي ټول ساتونکي هم اخسیتي وو.
#میثاق
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، چې تېرو اته میاشتو کې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۱۲۴ زره او ۷۰۰ قیراطه زمرد د ۲۳۵ میلیونه، ۱۷۴ زره او ۹۹۰ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
یاد ریاست ویلي، د زمردو د پلور له درکه ۲۴ میلیونه او ۴۱۴ زره افغانۍ هم د دولت خزانې ته جمع شوې دي.
سرچینې ویلی، لا هم د کانونو د استخراج چارې روانې دي.
#میثاق
7
346
امریکایي رسنیو ویلي، چې د کالیفورنیا ایالت په فرنچویلي هوایي ډګر کې د یوې چورلکې د غوځېدو په پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي.
چارواکو ویلي، غورځېدلې چورلکه روبېسون ار ۲۲ وه او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
#میثاق
د بنګلهدېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد ویلي، چې د روان کال ډسمبر میاشتې په ۱۶مه به بېرته خپل هېواد بنګلهدېش ته لاړه شي.
د هغې ویاند له یوې بریتانوي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې د بنګلهدېش اوسنی حکومت دې د حسینې لپاره د تګ اسانتیا برابره کړي.
د بنګلهدېش حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حسینه واجد ۲۰۲۴ کال کې د حکومت ضد تر سختو لاریونو ورسته استعفا وکړه او هند ته یې پناه یوړه.
#میثاق
نړیوالو رسنیو ویلي، چې تاجکستان د جرمونو له نړیوالې محکمې د وتلو پرېکړه کړې ده.
یاد هېواد ملګرو ملتونو ته خپله غوښتنه استولې او د وتلو بهیر به یې د ۲۰۲۷ کال د نومبر په ۲۰مه عملي شي.
تاجکستان دغه پرېکړه د یادې محکمې د سیاسي کېدو له امله کړې ده.
#میثاق
7
378
د ايران سپاه ځواکونو ويلي، تېرو څو ساعتونو کې درې بېړۍ چې غوښتل یې د هرمز له تنګي تېرې شي، له ماينونو سره ټکر شوي او اور يې اخيستی دی.
سرچينې ويلي، دغو بېړيو له هغه لارو سفر کاوه چې ايران پرې بنديز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستيو کې په پرلپسې ډول دغه تنګي کې د کښتيو الوځولو پېښې ډیرې شوې دي.
#میثاق
دفاع وزارت ویلي، د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د هلمند په دېشو ولسوالي کې د ۳۸۰۰ کیلو ګرامه قاچاقي توکو د لېږد مخه نیولې ده.
سرچینې ویلي، په دغه توکو کې انساني درمل، پټاقۍ او شېدې شاملې دي.
وزارت زیاته کړې، هڅه کوي چې هېواد ته د قاچاقي توکو د لېږد مخه ونیسي.
#میثاق

















