د پاکستان د جیو نیوز شبکې د تازه خپاره شوي راپور له مخې، په کراچۍ ښار کې په ورځ کې په اوسط ډول ۵۴ ګرځنده ټېلیفونونه او تر ۹۲ موټرسایکلونه غلا کېږي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د وروستیو بې نظمیو په پایله کې، د دې ښار امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د غلاوو کچه لوړه شوې ده.
له بلې خوا، ځايي سیاستوالو د دې شمېرو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او امنیتي ځواکونه یې په دې برخه کې په بې غورۍ تورن کړي دي
🚨 اللهداد فدایي: ګلبدین حکمتیار د فراشغان ولسوالۍ د سقوط لپاره ۳۵۰ زره افغانۍ رالېږلې وې.
اللهداد فدایي، په خپل اعتراف کې ویلي، چې حکمتیار صاحب د مرستې په موخه ۳۵۰۰۰۰ زره افغانۍ ورلېږلې وې. فدایي زیاته کړې، چې حکمتیار صاحب ورسره ژمنه کړې وه چې په پاکستان کې به نورې چندې هم راټولې کړي او پیسې به ورته ولېږي، څو یې په وینا، وطن آزاد او خپلواک شي.
سمیع سادات:
دا نشر شوي ټول غږیز کلیپونه جعلي او په اې آی جوړ شوي دي.
د سمیع سادات په مشرۍ متحده جبهې په یوه تازه ټویټ کې وايي چې له تيرو دوه ورځو را پدیخوا نشر شوي ټول غږونه جعلي او په اې آی جوړ شوي دي.
د شرعي نظام د دښمنانو پلانونه که هر څومره پټ او دقیق وي، الله تعالی یې تحقق ته نه رسوي او حتما رسوا کیږي.
په دې کلیپ کې الله داد فدایي سمیع سادات ته د یوه پله د ورانولو په اړه د لس بوشکو د تیارۍ ډاډ ورکوي، خو لله الحمد د دوی دا شوم پلان شنډ او رسوا شوی دی.
د متحدې جبهې مشر، سميع سادات: ځينې پخواني سپېشل فورس کمانډويان مې پاکستان ته راغوښتي، په وايګل ولسوالۍ کې د يوه غټ کمين اچولو په اړه به ورسره غږېږم
د تېرې ادارې د لغمان امنیه قومندان قوماندان الله داد فدايي د نیولو لامل دادی چې د سمیع سادات سره یې اړیکې جوړې کړې وې.👇🏻😱
سميع سادات:
پاکستان زموږ سره نظامي همکاري کوي تر څو افغانستان کې جنګ وکړو.
جنرال سمیع سادات له پخوانيو نظاميانو سره خبرې کوي او هغوی ته د وسلو رسولو او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو لارښوونه کوي.
په دې غږيز کليپ کې، سميع سادات د جمهوريت پر مهال د لغمان، ميدان وردګ، بغلان او ځينو نورو ولايتونو امنيه قومندان، الله داد فدايي سره په اړيکه کې دی او نوموړي ته له خپل لوري د وسلو او نورو امکاناتو د برابرولو ټټر وهي.
سميع سادات، الله داد فدايي ته وايي«پلانونه ډېر لرو، په ارامه به یې تطبيقوو او يو امر عسکري هم درباندې کومه چې دا موضوع هیچاته مه وايه.
سميع سادات، پاکستان ته په اشارې فدايي ته ډاډ ورکوي چې ګاونډيو هېوادونو ورسره د هر ډول مرستې ژمنه کړې او ټينګار کوي چې دا خبره خپلو ملګرو ته هم ورسوي.
په کشمیر کې د مظاهرهچیانو له خوا پر پولیسو بر-ید شوی، چې له امله یې یو شمېر پولیس سخت ټپـ.یان شوي دي.
*نړیوال بانک:*
پر پاکستان پراته پورونه ۱۳۵ ملیارده ډالرو ته رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٥ کې پرې ۶۸ ملیارده او ۶۷۳ ملیونه ډالر پورونه وو.
واشنګټن پوسټ:
د امریکا ۷۶ سلنه وګړي ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې وړ نه بولي؛ خو د پاکستان واکمنان بیا هغه د دې نړیوالې جایزې مستحق ګڼي!
د امریکایانو اکثریت ټرمپ په فلسطین کې د ملکي وګړو په وژ/نه کې شریک بولي او له همدې امله یې د نوبل د سولې جایزې وړ نه ګڼي؛ خو د پاکستان لومړی وزیر او د پوځ مشر بیا تل د ټرمپ د ستاینې لپاره سیالي کوي او هغه د سولې د جایزې وړ نوماند معرفي کوي.
په کشمیر راولاکوټ کې د مظاهرهچیانو پر وړاندې د عملیاتو له پیل سره سم، لاریونونو لا ډېر زور اخیستی دی.
د کشمیر اوسېدونکي د پاکستاني پو-ځي رژ/یم پر ضـ.د شعارونه ورکوي او د خپلې آزادۍ غوښتنه کوي.
🚨 سرچینې
په امریکا کې د ټرمپ د ماتې سره سم عاصم منیر هم خفه دی
عاصم منیر چې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکایي حکومت یو تابعدار ملګری دی او د امریکا اوسنی حکومت ورسره په کړنو کې بشپړ همغږی دی، د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته سخت خفه دی او نه پوهیږي چې څه وکړي.
ویل کیږي چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته عاصم منیر ځان ګوښه کړی دی او تر ډېره یواځې وي.
د یادونې وړ ده چې عاصم منیر د سیمې د نا امنه کولو کې د ټرمپ په ملاتړ ډاډه و او د نا امنۍ پروژې یې د ټرمپ په ملاتړ عملي کولې.
کوم کار چې طال-بانو وکړ، په تاریخ کې چا نه و کړی.
د واخان دهلېز له لارې یې افغانستان له چین سره وصل کړ.
له پاکستان څخه راغلی یو سیلانی په کابل کې خپلې پاکستانۍ کلدارې په افغانیو بدلوي.
د نوموړي په وینا، له ۲۰ زره پاکستانیو کلدارو څخه څلور نیم زره افغانۍ ترلاسه کېږي.
نړیوالې رسنۍ:
پاکستان د اسلام ضد فعالیتونه کوي.
د نړیوالو رسنیو د ځینې راپورونو له مخې پر پاکستان تور لګیدلی، چې د امریکا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو په مالي ملاتړ د داسې فعالیتونو په ترسره کولو کې ښکېل دی، چې د اسلام د کمزوري کولو او د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو د پراخولو په موخه ترسره کېږي.
د دغو راپورونو له مخې، په پاکستان کې د شرابو د پلور او استعمال ځینې مرکزونه او د فحشا اړوند فعالیتونه هم د اسلامي ارزښتونو د نقض په توګه یاد شوي، چې د منتقدینو له نیوکو سره مخ دي.
په راپورونو کې دغه راز ادعا شوې، چې پاکستان د مسلمانانو ترمنځ د مذهبي او فکري اختلافاتو د زیاتولو او د اسلام ضد ډلو د ملاتړ په برخه کې هم رول لري






