یو شمېر شنونکي وایي، د دومره علماو ګډون او تدابیرو سره ولس د ښوونځیو د پرانیستې او نورو مثبتو پرېکړو تمه درلوده، خو دوی یوازې خپل مشر ته د شیخالاسلام لقب ورکړ.
د شنونکو په وینا، د کابل پوهنتون له غونډې څخه توقع دا وه، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې او نورو مثبتو پرېکړو په اړه به اعلانونه وشي؛ خو د دوی په وینا، غونډه تر ډېره د طالبانو مشر ته د لقب ورکولو او ځینو نورو فرعي موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه او د نجونو د زدهکړو په اړه پکې هېڅ څرګندونه ونه شوه.
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، چې په کور دننه او بهر د خلکو پراخې غندنې سره مخامخ شوی دی.
3
117
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو شمېر افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره په کابل کې په پټه د زدهکړو، سوداګرۍ او ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د راپور له مخې، یوې ښځې د ښکلا پټ سالون پرانیستی او له نیول کېدو او د وسایلو له ضبطېدو وروسته یې بېرته خپل کار پیل کړی دی. دغه راز، یوه پخوانۍ فوټبالره په خپل کور کې ځوانانو ته روزنه ورکوي او بله شل کلنه نجلۍ د خپلې خور په مرسته په پټه شاوخوا ۳۰ نجونو او هلکانو ته د بېلابېلو مضمونونو زدهکړې ورکوي.
په راپور کې راغلي، دغه ښځې د خپلو فعالیتونو له امله د نیول کېدو او ځورونې له وېرې سره مخ دي، خو وایي، د کورنیو اقتصادي ستونزو، زدهکړو او خپلو هیلو ته د دوام ورکولو لپاره اړ دي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
بلخوا د طالبانو د امربالمعروف وزارت مسوولانو ویلي، چې د دوی وزارت د اسلامي شریعت له مخې د ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او ښځې کولای شي د شریعت او نافذه قوانینو په چوکاټ کې ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه ترسره کړي.
ranatv.com/?p=16666
73
طالبان وایي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه دیني عالمانو د دوی مشر هبتالله اخندزاده ته د «شیخالاسلام» لقب ورکړی دی.
تېره ورځ طالبانو په کابل پوهنتون غونډه کې له ګډونوالو غوښتي وو، څو د دغه لقب د ورکړې په اړه خپل موافق یا مخالف نظر څرګند کړي.
په ورته مهال د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د هبتالله د فرمانونو په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، لا هم ډېر خلک د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له پالیسیو سره ذهناً موافق نه دي.
97
د طالبانو اړوند رسنۍ وایي، چې مولوي هبتالله کابل ته رسېدلی او د فرمانونو د اغېزو په اړه یې په یوه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د طالبانو رسنیو د سرچینو له قوله ویلي، ټاکل شوې ده، چې نوموړی په دغه کنفرانس کې وینا هم وکړي.
1
96
په پاکستان کې د سویس سفارت ویلي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او د دې موخې لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامدار تعامل، د شریکانو همغږي او له سیمهییزو هېوادونو سره خبرې اړینې دي.
#Rana #TV #Afghanistan
2
107
د افغانستان او هند پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
دا خبرې د هند د ۴۵م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ د طالب پلاوي او د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فدراسیون د مسوولینو ترمنځ شوې دي.
په دې لیدنه کې د افغان صادراتو، په ځانګړي ډول د وچې مېوې، زعفرانو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، د هند له بندرونو د ګټې اخیستنې، د ټرانزیټي لارو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او سوداګریزو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې شوې دي.
دواړو لورو د ګډو پانګونو او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
شیر خان بندر د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ مهم سوداګریز او ترانزیټي بندر دی. دغه بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو مهمه دروازه ګڼل کېږي او د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمهییزې سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري.
1
179
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې په ۹ ولایتونو کې ۲۶ ښځې له کورني تاوتریخوالي او ناوړه چلند څخه ژغورلې دي.
د دغه وزارت په وینا، یادې پېښې په بلخ، سرپل، غزني، فاریاب، تخار، پکتیا، خوست، بدخشان او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې او د شکایتونو له څېړلو وروسته یې د حل لپاره اقدامات شوي دي.
وزارت وايي، د اړوندو کورنیو له غړو یې ژمنې اخیستې چې د ښځو شرعي حقونه به رعایتوي او له تاوتریخوالي او ناوړه چلند څخه به ډډه کوي.
127
د امریکا اووه چارواکي وايي، نوي استخباراتي معلومات ښيي چې ایران ښايي په واشنګټن ډيسي کې د ککړې وړانګې لرونکي بم یا کیمیاوي وسلو په وسیله د ډونالډ ټرمپ د ادارې لوړپوړي چارواکي په نښه کړي.
د سرچینو په وینا، د ایران دغه پلانونه لا د عملي کېدو په پړاو کې نه دي، خو د احتمالي برید ځایونه او هدفونه پکې مشخص شوي او امریکايي چارواکو یې په اړه امنیتي چمتووالی پیل کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، امریکا ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو اوس مهال د دغه هېواد پر خاوره د کوم باوري برید ګواښ نشته.
بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي او هغه یې بېبنسټه بللي دي.
ranatv.com/?p=16660
حقاني: لا هم ډېر کسان د هبتالله له پالیسیو سره موافق نه دي
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ویلي، لا هم ډېر خلک د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له پالیسیو سره ذهناً موافق نه دي.
حقاني دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د هبتالله د فرمانونو په یوه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند په تهران کې د ایران د انرژۍ له وزیر عباس عليآبادي سره لیدلي او دواړو لورو د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د انرژۍ وزیر افغانستان ته د دوه زره مېګاواټه برېښنا د لېږدولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی، خو دا کار یې د افغانستان د برېښنا د وېش شبکې پر چمتووالي مشروط بللی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د انرژۍ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.
د ۲۰۲۷ کال د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د نړۍ د ۵۰ تر ټولو بانفوذه مسلمانانو په ډله کې ۴۳م ځای خپل کړی دی.
د دغه نوملړ له مخې، اخندزاده تېر کال ۴۴م ځای درلود، چې سږ کال یې یو مقام پرمختګ کړی دی.
په دې نوملړ کې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او یو شمېر نورو مشرانو په ګډه لومړی مقام خپل کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو د هڅو ملاتړ اعلان کړی او د ایران او امریکا ترمنځ یې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د جدي ډیپلوماټیکو خبرو غوښتنه کړې ده.
ګوترش ویلي، د نړیوالو سیاسي سیالیو زیاتېدو د اټومي ګواښونو خطر لوړ کړی او د جګړې دوام د نړۍ پر اقتصاد ناوړه اغېزې لري.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د جوزجان ولایت د یتیمتاق ګازو له ساحې څخه د لیدنې پر مهال د ګازو د استخراج پراختیا او د نویو څاګانو پر کېندلو ټینګار کړی دی.
د افغان ګاز دولتي شرکت ویلي، چې په دغه ساحه کې یې د پنځو نورو ګازي څاګانو د کېندلو چارې پیل کړې دي.
ملا برادر د لیدنې پر مهال د ګازو د استخراج او نویو څاګانو د کېندلو په چارو کې د ټاکل شویو معیارونو پر رعایت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د طبیعي ګازو پراخې زېرمې لري او پانګوال کولی شي د دغو زېرمو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې راټیټې شوې، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر بېرته عادي کېدو ته نږدې شوی او د نړیوالو بازارونو د عرضې د زیاتوالي تمې پیاوړې شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برنټ تېلو بیه ۰.۷ سلنه راټیټه شوې او یو بېرل یې په ۹۵.۱۵ ډالرو پلورل شوی، په داسې حال کې چې د امریکا د تېلو بیه هم ۰.۴ سلنه کمه شوې او یو بېرل یې ۸۸.۱۹ ډالرو ته رسېدلی دی.
د انرژۍ نړیوالې ادارې اټکل کړی، چې د روان کال په څلورمه ربع کې به د تېلو نړیواله عرضه د تقاضا په پرتله هره ورځ ۱.۷ میلیونه بېرله زیاته وي.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې په هرمز تنګي کې شپږو تېلوړونکو بېړیو اور اخیستی، چې له امله یې د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
ranatv.com/?p=16657
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین ویلي، چې د ایران لومړی هدف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کورنۍ یې دي.
مولین خبریالانو ته ویلي، واشنګټن د ټرمپ او د هغه د کابینې د غړو د ترور په اړه د ایران د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا ټرمپ هم څو ځله ویلي، چې ایران د ده د وژلو هڅه کوي. ځینو اسراییلي رسنیو د موساد په حواله پر واشنګټن د ایران د احتمالي ډرون بریدونو راپورونه هم خپاره کړي دي.
د ایران مخکیني رهبر علي خامنهیي تر وژل کېدو وروسته ایراني چارواکو څو ځلې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی.
د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایدن د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې که بیا هم په ورته شرایطو کې وی، همدا پرېکړه به یې کړې وی.
بایدن په خپل نوي خاطراتي کتاب کې لیکلي، چې د هغه مهال د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټین او د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستانه د ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه لرله.
نوموړي ویلي، ډاډ ورکړل شوی و، چې د افغانستان حکومت به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لږ تر لږه شپږ میاشتې دوام وکړي، خو حکومت په څو ورځو کې سقوط وکړ.
یو شمېر روسي سوداګرو د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
دوی ویلي، پلان لري په کندهار کې د کرنیزو زدهکړو یو مرکز جوړ کړي او په لومړي پړاو کې ۱۰ افغانان د مالدارۍ، حیواني درملنې او کرنیزو ماشینونو د کارونې په برخه کې د یو کال مسلکي زدهکړو لپاره روسیې ته واستوي.
مجاهد ویلي، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه پر کرنه ولاړ دي، خو ډېری چارې لا هم په دودیزو طریقو ترسره کېږي. نوموړي له روسي سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته مسلکي کسان او عصري کرنیز ماشینونه راولي او د افغانانو د مسلکي روزنې زمینه برابره کړي.
ویډيو: د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالي ته غځېدلی سړک د تېرو درې میاشتو راهیسې تخریب شوی. د اوسېدونکو په وینا، تراوسه یې چا غم نه دی خوړلی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د اتیايمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان دایمي استازولۍ په نیویارک، جنیوا او ویانا کې ګډه غونډه جوړوي.
دغه غونډه چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۹مه جوړېږي، د «افغانستان او ملګري ملتونه؛ د تعامل، ونډې اخیستنې او د راتلونکي لپاره د زدهکړو اته لسیزې» تر سرلیک لاندې به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د حضور او ونډې تاریخ وڅېړي.
د غونډې جوړوونکي وايي، په دې پروګرام کې به د افغان دیپلوماتانو تجربې شریکې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر رول بحث وشي.

















