RTA Sport (@SportRta) header
RTA Sport (@SportRta) profile picture

RTA Sport; a channel of RTA, the Afghanistan national broadcaster since 1925, it delivers an all inclusive national and international sports news, live coverage

Joined May 2019
Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)
یوازې ۱۱ ورځې پاتې دي؛ د وزلوبې او نیزه‌وهنې سترې سیالۍ پیلېدونکې دي. له ملي‌سپورټ سره یې په ژوندۍ بڼه ننداره کړئ! #RTASport
1
210
سویلي افریقا له بنګله‌دېش ټېسټ لوبلړۍ وګټله؛ سویلي افریقا په دویمه ټېسټ لوبه کې د ویان مولډر غوره توپ‌اچونې پر مټ کوربه بنګله‌دېش ته په یوې پاڼۍ او ۲۱۹ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې د دوه ټېسټ لوبو لوبلړۍ ۲ ـ ۰ په خپل نوم کړه. په دې لوبه کې ویان مولډر د ۸ وېکټو اخیستو ترڅنګ ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. #RTASport
254
ویان مولډر د بنګله‌‌دېش ۷ لوبغاړي وسوځول؛ د سویلي افریقا منځني توپ‌اچونکي ویان مولډر د بنګله‌دېش خلاف روانه ټېسټ لوبه کې په زړه پورې توپ‌اچونه نندارې ته وړاندې کړې. نوموړي تر دې دمه د ۳۱ منډو په بدل کې ۷ بنګله‌دېشي لوبغاړي له ډګره بهر کړي. #RTASport
5
370
پنجاب کېنګز لوبډلې پارس مهامبري د راتلونکې ای‌پي‌ایل سیالیو لپاره د چټکې توپ‌اچونې نوی روزونکی ټاکلی دی. مهامبري له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د هند ملي لوبډلې د توپ‌اچونې روزونکی و او د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام په ګټلو کې یې هم ونډه لرله. #RTASport
9
546
د سنوکر افغان لوبغاړي رییس خان سن‌زي د نړۍ‌وال جام په سیالیو کې خپل هندي سیال ته د ۳ -۲ فریمونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله. نوموړی به په راتلونکي پړاو کې له قطري سیال سره مخ شي. دغه سیالۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ۱۶ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون روانې دي، چې افغانستان پکې درې استازي لري. #RTASport
200
پیاوړي چاپندازان او غښتلي اسونه یو ځل بیا په یکه‌توت کې یوازې ۱۱ نورې ورځې تر بلخ سټیل د افغانستان وزلوبې او نیزه‌وهنې لیګه پورې دا سترې سیالۍ یوازې او یوازې پر ملي‌سپورټ او زموږ له ټولنیزو پاڼو څخه لېدلای شئ! #RTASport #buzkashi #Afghanistan #naizabazi
167
د افغانستان سوکوهنې ملي لوبډله د ترکیې په «جمهوري ریاست جام» سیالیو کې د ګډون په موخه نن چهارشنبه د ترکیې پر لور وخوځېده. په دغه لوبډله کې درې لوبغاړي، یو روزونکی او د فدراسیون مشر شامل دي. د ترکیې سوکوهنې نړیوالې سیالۍ د ۱۲۰ هېوادونو په ګډون سبا پنجشنبه پیلیږي. #RTASport
1
327
تیم منتخب دروازها قهرمان مسابقات جام کوکچه بدخشان شد معلومات بیشتر در گزارش👇
264
د هند کرېکټ غوره لیګ راتلونکي پړاو لپاره ټولټال ۱۲۲۰ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې ۹۳۹ یې هندي او ۱۷۰ یې بهرني لوبغاړي دي. د ای‌پي‌اېل بولۍ به راتلونکي ډیسمبر میاشت پر ۴مه نېټه ترسره شي. #RTASport #IPLAuction
2
335
رقابت‌های فوتبال میان ولسوالی‌ها که چندی پیش از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت بدخشان در مرکز این ولایت آغاز شده بود، سرانجام با قهرمانی تیم ولسوالی درواز به پایان رسید. در دیدار نهایی این بازی‌ها تیم‌های ولسوالی درواز و شهربزرگ با هم روبرو شدند که پس از یک بازی جذاب و دیدنی هر دو تیم تن به مساوی دادند و بازی به ضربات پنالتی رفت. در ضربات پنالتی تیم ولسوالی درواز حریفش را شکست داد و قهرمان دومین دور مسابقات جام کوکچه شد. رحمان داد بهترین بازیکن، احمد زبیر احدی آقای گول و تمیم محمدی بهترین دروازه‌بان این مسابقات شناخته شدند. #RTASport
210
د ابراهیم ځدراڼ غوره توپوهنې پرمټ ګلف‌جاینټس لوبډلې دویمه بریا خپله کړه د اماراتو کرېکټ غوره لیګ په ۵مه لوبه کې ګلف‌جاینټس لوبډلې د سیالې اېم‌ای‌امارت لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره پوره کړ او په روانو سیالیو کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه. په دغه سیالۍ کې ګلف‌جاینټس لوبډلې ته ډېوېډ وییزه ۳ ویکټې واخیستې او ابراهیم ځدراڼ ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. #RTASport #IPLT20
18
1,232
ریال مادرید با پنجمین بُرد به صدر جدول رسید در ادامه‌ی مسابقات هفته پنجم لیگ قهرمانان اروپا تیم ریال‌مادرید در یک بازی تماشایی تیم اندهوون را ۵ – ۱ شکست داد. در این بازی جذاب برای ریال‌مادرید فده والوردی، جود بلینگام و وینیسیوس جونیر یک ـ‌ یک و امباپه ۲ گول را به ثمر رساندند. پس از این پیروزی ریال با کسب ۱۵ امتیاز به صدر جدول صعود کرد، در حالی که اندهوون در جیاگاه بیست‌وهشتم قرار گرفت. قابل یاداوری است که تیم پاریسن‌جرمن با ۱۲ امتیاز به مقام دوم نزول کرد. #RTASport #championsleague #football
2
261
محمد نبي عیساخېل او د هغه زوی حسن عیساخېل راتلونکي پړاو هند کرېکټ غوره لیګ ته نوملیکنه کړې ده. محمد نبي د ۱۰ میلیونه او حسن عیساخېل بیا د ۷ میلیونه او ۵ سوه زره هندي کلدارو په قیمت بولۍ ته نومونه ثبت کړي دي. #RTASport #IPL2027
1
3
516
النصر پینځمه اونۍ په بریا پای ته ورسوله د اسیا اتلانو لیګ د پینځمې اونۍ په وروستۍ لوبه کې النصر وکولای شول، چې سیالې السد لوبډلې ته ۲ - ۱ ماته ورکړي. په دغه جذابه سیالۍ کې النصر ته کرېسټیانو رونالډو او جاوو‌فلېکس ګولونه ووهل. #RTASport له دې بریا وروسته النصر لوبډله پینځم مقام کې راغله او السد بیا ۱۴م نمبر ته وغورځېده.
187
د میدان وردګ ولایت په مرکزي زندان کې د بندیانو د فکري او جسمي وړتیاوو لوړولو په موخه د والیبال سیالۍ ترسره شوې.👇 #RTASport
1
2
260
د لغمان ولایت په مرکزي محبس کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوي. نور حال په ویډیو کې👇
2
345
هیجان بزکشی، هنرنمایی چاپندازان و رقابت‌های نفس‌گیر؛ نزدیک‌تر از همیشه! تماشای زنده از ملی‌سپورت و صفحات اجتماعی ما.👇 #RTASport
255
انګلستان په دویمه لوبه کې اسټرالیا ماته کړه؛ د اسټرالیا او انګلستان د شل‌اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې انګلستان لوبډلې د انیورین ډونالډ غوره توپ‌وهنې پر مټ کوربه اسټرالیا ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه. په دې لوبه کې انیورین ډونالډ په ۳۲ توپونو ۸۵ منډې ترسره کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی شو. #RTASport
6
524
سوریاوانشي د کرېکټ په تاریخ کې د چټکې غبرګې سلیزې نړیوال ریکارډ جوړ کړ د هند ۱۵ کلن لوبغاړي وېبهو سوریاوانشي د الف لوبډلو اسیا جام په ۱۲مه لوبه کې د سیالې متحده عربي اماراتو پر وړاندې په ۵۳ توپونو ۲۰۴ منډې جوړې کړې او د List A کرېکټ په تاریخ کې یې د چټکې غبرګې سلیزې نوی نړیوال ریکارډ ثبت کړ. نوموړي په همدې لوبه کې په ۲۸ توپونو سلیزه هم ووهله او د اسټرالیا د جېک فریزر مک‌ګرک د ۲۹ توپونو پخوانی ریکارډ یې مات کړ. #RTASport
1
1
22
1,360
هند په کمو اورونو کې د اماراتو د لوړ هدف د پوره کولو ریکارډ جوړ کړ هند الف لوبډلې د وېبهو سوریاوانشي د ۲۰۴ تاریخي منډو پر مټ د سیالې متحده عربي اماراتو لوبډلې له لوري ټاکل شوی ۲۵۰ منډو هدف په ۱۴.۲ اورونو کې د خپلو درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ، چې په دې سره یې په یو ورځنیو سیالیو کې په کمو اورونو د لوړ هدف د تر ټولو چټک تعقیب ریکارډ جوړ کړ. سوریاوانشي د ۲۸ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۲۰۴ تاریخي منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه. #RTASport
3
729