ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ۵۳ سلنه هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تګ عمر لري، له رسمي زده کړو څخه بې برخې پاتې دي. youtube.com/watch?v=rk_RKsxx…
د اميندوارۍ (حاملګۍ) پر مهال د مور او ماشوم د روغتیا ساتلو او له خطرونو څخه د دوی ژغورلو لپاره باید کوم لازمي ټکي په پام کې ونیول شي؟ تاسو کولاې شئ د موضوع اړوندې پوښتنې دلته ولیکئ مونږ به يې د پادکاست د میلمنې سره مطرح کړو.
بریتانیا او پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ضد د خپلو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په افغانستان کې د وسله والو ډلو د دوامدار حضور او فعالیتونو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده. pashtovoa.com/a/voa-pashto-p…
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د فیومیچینو هوايي ډګر کې د پنجشنبې په ورځ د نوامبر ۵مه له لیزبون او ډبلین څخه ورغلې دوې الوتکې د بم د احتمالي ګواښونو له امله وپلټل شوې. چارواکي وايي له پلټنې وروسته مسافرانو خپل سفر ته دوام ورکړ.
wxyz.page/yEJjE
د فرانسې په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول نانت او لیون، کې د پنجشنبې په ورځ د نوامبر ۵مه د ولسمشر ایمانویل مکرون د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وشوې.
wxyz.page/y3z06
د فوټبال یو نامتو ستوري کرېسټیانو رونالډو د پنجشنبې په ورځ [نومبر پنځمه] اعلان وکړ چې د پرتګال له لوبډلې څخه تقاعد اخلي. pashtovoa.com/a/cristiano-ro…
د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلې د اسیا جام په سیالیو کې په خپلې لومړۍ لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
wxyz.page/QPZ78
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر(اوچا) ویانده، اولګا چیریفکو وایي د افغانستان په سویل کې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده. pashtovoa.com/a/voa-pashto-o…
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو ښوونیزه، علمي او کلتورې اداره (یونیسکو) وايي چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.
wxyz.page/Q8n49
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سهشنبې ورځې د ټاکنو په پایلو کې ځینې تاریخي بریاوو ته رسېدلي دي. په دې کې د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان سناتور بریالي کېدل او د ۵۰ ایالتونو په منځ کې د یوه ایالت د والي په توګه د لومړنۍ تور پوستې ښځې ټاکل کېدل، شامل دي. pashtovoa.com/a/us-election-…
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټانو د بریاوو مبارکي ورکړه، خو ټینګار یې وکړ چې د منځمهاله ټاکنو پایلې د هغه د کار او کړنو په اړه د خلکو د نظرپوښتنې په معنا نه دي. youtube.com/watch?v=br90egp1…
ټاکل شوېده د روسیې او اوکراین استازي د پنجشبنې په ورځ (نومبر پنځمه) په سپینې ماڼۍ کې په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د لومړۍ میرمنې ملانیا ټرمپ په کوربه توب په پام کې نیول شوېده. pashtovoa.com/a/melania-trum…
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر(اوچا) ویانده، اولګا چیریفکو وایي د افغانستان په سویل کې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده. دا پداسې حال کې ده چې د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ کړی دی.
د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ د چهارشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د تېرې اوونۍ د ټاکنو تایید شوې پایلې ومنلې او ویې ویل چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره به د سیاسي ګوندونو له استازو سره مشورې پیل کړي. pashtovoa.com/a/voa-world-ne…
د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې یوازې د کانګرس د کنټرول پر سر نه وې، بلکې دا ټاکنې د یو شمیر کاندیدانو په بریاوو سره تاریخ جوړونکې شوې. pashtovoa.com/a/us-election-…
د امریکا یوه فدرال قاضي افغانستان او پاکستان ته د هغو افغان کډوالو د شړلو بهیر موقتاً ځنډولی چې په متحدو ایالتونو کې توقیف شوي.
pashtovoa.com/a/afghanistan-…

