I don’t know 🤷

Europe
Joined April 2022
طالبانو دا ادعا چې ګواکې دوی امنیت راوستی او د واک جزیرې یې له منځه وړې، ناسم او بې‌اساسه ده.د دوی په واکمنۍ خلک لا هم له ناامنۍ سره مخ دي .د دوی په شتون کې د نورستان خلک د خپل امنیت لپاره له پاکستاني ځواکونو سره تړونونه کوي.
2
5
1
18
2,991
Azim 🏴‍☠️ retweeted
If you want to keep up with the Afghanistan United Front (AUF), including their latest military operations, activities, and developments in the resistance against the Taliban, I encourage you to visit their official website. It's a valuable resource for following what's happening on the ground in Afghanistan, directly from the AUF. Website: auf.news/ Follow them on X: @afgunitedfront
14
67
2
245
11,158
Azim 🏴‍☠️ retweeted
دو موجود ز هستی گرامی‌تر است یکی میهن و دیگرش مادر است به شام غریبان قسم، به صبح یتیمان قسم دو موجود ز هستی گرامی‌تر است یکی میهن و دیگرش مادر است سورج بلخ
23
8
2
73
6,563
د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور د موخو او د ولسي فکري او سیاسي انسجام د پیاوړتیا په موخه د “د دولتونو او ملي سیاسي بنسټونو په کمزوري کولو کې د غیر دولتي سازمانونو (NGOs)رول” تر سرلیک لاندی یوه تفصیلي رساله خپروي. دا رساله په دې لینک موندلی او لوستلی شئ:
د پردیو لخوا تمویل شوي «غیر دولتي سازمانونه یا انجوګانې» څنګه په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ او بې‌ثباتیو له دوام سره مرسته کوي؟ څنګه د تاریخ په بېلابېلو دورو کې، د استعماري اجنډا پر محور، انجويي فرهنګ خپلې بڼې ته تغییر ورکوي؟ څنګه په تدریجي او نامرئي بڼه زموږ دولتي، اقتصادي، ټولنیزه، فکري او فرهنګي اډانه تضعیف او مهندسي کوي؟ او په نهایت کې، د روان ۵۰ کلن ناورین په رامنځته کولو او پراخولو، او د خپلواک او مترقي دولت او ګوندونو په مخنیوي کې څنګه رول لري؟ دې او داسې نورو ورته پوښتنو ته نه یوازې چا ډېر پام نه دی کړی، بلکې دغې پدیدې (NGOs) په دوامداره توګه د بشري مرستو او خواخوږۍ تر نامه لاندې مصؤنیت ترلاسه کړی دی. دا دی، د ژمنې سره سم، د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور د موخو او د ولسي فکري او سیاسي انسجام د پیاوړتیا په موخه د “د دولتونو او ملي سیاسي بنسټونو په کمزوري کولو کې د غیر دولتي سازمانونو (NGOs)رول” تر سرلیک لاندی یوه تفصیلي رساله خپروي. دا رساله په دې لینک موندلی او لوستلی شئ: aksaryat.com/wp-content/uplo…
1
2
4
350
Azim 🏴‍☠️ retweeted
حکمتیار په ۱۹۸۹ کال کې د مجاهدینو د عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، چې دا حکومت په پېښور کې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر اسد دوراني له‌خوا طرحه او جوړ شوی و. د دوراني له وینا سره سم، پلان دا و چې د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډراسیون جوړ شي، یعنې افغانستان به عملاً له پاکستان سره یوځای شي. د دوراني دغه پلان نه يوازې دا چې د حکمتیار لخوا بدرګه او تاييد شو، بلکې حکمتيار تر دوراني يو ګام وړاندې لاړ وې ويل: “کنفډراسیون” اصلا” دده (حکمتیار) نظر دی. د حکمتیار دغه وړاندیز د هماغه وخت د اسلامي حزب په خپرندویه جریدو او د پېښور په رسنیو کې په پراخه توګه منعکس شو.
د اسلامي حزب د مشر د “تشویش” په اړه! په ۱۹۵۶ کال کې د پاکستان پخواني لوی درستیز جنرال ایوب خان د دې هېواد د امنیت شورا په یوه ناسته کې افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د انګریزانو پر پخوانۍ تګلارې ټینګار وکړ. هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان د مهارولو لپاره باید له خپلو “ستراتیژیکو بمونو” یعنې مذهبي افراطیونو څخه کار واخیستل شي. د دې کلونو په ترڅ کې، پاکستاني چارواکو د انګریزانو له همدې پاتې تګلارې څخه استفاده کړې؛ د دغو ستراتیژیکو بمونو یوه بیلګه د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دی. حکمتیار په ۱۹۸۹ کال کې د مجاهدینو د عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، چې دا حکومت په پېښور کې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر اسد دوراني له‌خوا طرحه او جوړ شوی و. د دوراني له وینا سره سم، پلان دا و چې د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډراسیون جوړ شي، یعنې افغانستان به عملاً له پاکستان سره یوځای شي. د دوراني دغه پلان نه يوازې دا چې د حکمتیار لخوا بدرګه او تاييد شو، بلکې حکمتيار تر دوراني يو ګام وړاندې لاړ وې ويل: “کنفډراسیون” اصلا” دده (حکمتیار) نظر دی. د حکمتیار دغه وړاندیز د هماغه وخت د اسلامي حزب په خپرندویه جریدو او د پېښور په رسنیو کې په پراخه توګه منعکس شو. نن د حکمتیار ددې خبرې څخه ۳۵ کاله تېر شوي، خو نه حکمتیار او نه هم دوراني وکولای شول دا خیال عملي کړي. دوی تر اوسه هم دغه ناکامه پلان هر کال په بېلابېلو الفاظو تکراروي. اوس حکمتیار پر افغانستان د پاکستان د احتمالي تجزیې په منفي اغېزو خپل “تشویش” وړاندی کوي. که څه هم د پاکستان د تجزیې په اړه یې اندېښنه تر یوه حده واقعیت لري، ځکه چې پاکستان یو طبیعي ملت نه دی او تجزیه‌یې هر وخت ممکنه ده، خو د افغانستان په اړه یې خبرې هماغه شان خیالي دي لکه د کنفډراسیون نظریه.
20
17
2
149
15,427
روسیه، پاکستان او طالبان: له کابل سره د مسکو د تعامل تر شا څه ستراتیژي ده ؟ printbule.substack.com/p/300…
3
159
Azim 🏴‍☠️ retweeted
Russia, Pakistan, and the Taliban: The Strategic Signals Behind Moscow’s Engagement with Kabul printbule.substack.com/p/rus…
1
70
Russia, Pakistan, and the Taliban: The Strategic Signals Behind Moscow’s Engagement with Kabul printbule.substack.com/p/rus…
83
Azim 🏴‍☠️ retweeted
دا چې اروپایي هېوادونه او امریکا له طالبانو سره تعامل وکړي یا یې ونه کړي، او یا کله ورته ترهګر ووایي او کله د سولې کوترې، دا زما او ستا په لابي، زاریو او فرمایش نه بدلېږي، او نه هم څوک زما او ستا مشورو ته ارزښت ورکوي؛ هماغسې چې پخوا یې هم ارزښت نه ورکاوه. د لابي دا ډول هڅې که په هر نېت وي، د وخت ضایع کول دي او ولس ته ګټه نه رسوي. وخت، انرژي او تفکر باید په داسې ولسي انسجام مصرف کړو چې هم د دوام وړتیا ولري او هم د بدلون وړتیا.
14
15
109
8,903
Mubarak sha Dr sab
Proud to win the 2026 Victorian Multicultural Award for Excellence in Sport and Recreation. As founder of Afghan Culture Day in Australia and designer of Keeping Afghan Girls Active Program.
5
257
هر شپه چې خوب کې وطن وینم، داسې څه منترې راته راوړه 🇦🇫
1
25
606
Azim 🏴‍☠️ retweeted
هغوی چې د پښتونولۍ یو ارزښت او اصل لکه جرګه، مرکه، لوظ، تیږه، ننواتې، په جګړه او سوله کې د ښځو، کوچنیانو او زړو درنښت،… نه مني هېڅ کله د پښتون او افغان په تعریف کې پښتون او افغان نه ګڼل کېږي او د پښتون او افغان په استازیتوب د وینا کولو حق نه لري.
1
16
351
لوپټې مو له شملو نه کمې نه دي
1
9
489
دغه رقم خونکار طالب اوس راځي او خلکو ته افغانیّت درس ورکوي. دا هغه کړنې دي چې دې طالب د افغان ملت په حق کې ترسره کړې دي. په داسې حال کې یې چاودنه وکړه چې مکتب رخصت شوی و، خو د مکتب ټول زده‌کوونکي پکې ټپیان او شهیدان شول.
5
237
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ژورې او له اوږدې مودې راهیسې ریښې لري. یوازې د سیاسي شرایطو په بدلېدو سره به دا اړیکې په اسانۍ له منځه ولاړې نه شي. که پاکستان په ستراتیژیکه کچه یو ناڅاپي او لوی بدلون راولي، نو د خپل داخلي وضعیت او خپلو ګټو لپاره کوی
2
185
Azim 🏴‍☠️ retweeted
د ډاکټر فضلي یوه ځانګړنه دا وه چې د بهرنیو سفارتونو پر وړاندې یې سر نه ټیټاوه. هغه د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش د لومړي او دویم پړاو پر چټک پیل ټینګار کاوه، او ولسمشر یې هم دې ته وهڅولو ترڅو دغه لړۍ زر تر زره بیا پیل کړي، په داسې حال کې چې په حکومت کې دننه ځینو کړیو او بهر نورو سیاسي مخالفینو یې د بهیر د ورو کولو او درولو هڅه کوله. بیا د امریکا سفیر جان باس د ولسمشر غني لیدو ته ورغی او خبرداری یې ورکړ: که حکومت دا پلان عملي کړي، نو سیاسي مخالفین به د وضعیت څخه ناسمه ګټه واخلي او د کابل په واټونو کې به وینې تویې شي. غني شاته نه شو. او د شته خنډونو او مخالفتونو سربېره یې هم په ۲۰۱۸ م کال کې دغه ملي او اړینه پروسه پیل کړه چې یوازې په شپږو میاشتو کې د وېشل شویو تذکرو شمېر له ٦٠ زرو څخه ٣.٨ میلیونو ته ورسېد. نوټ : انځورونه د 17/02/2018 نېټې دي چې په ارګ کې د لومړي ځل لپاره د بریښنایې پیژندپاڼو لپاره د نوم لیکني بایومتریک پروسه ترسره شوه .
د احصایې اداره: له پیله تر اوسه ١٨ ملیونه او ٣٠٠ زره افغانانو بریښنایي تذکیرې اخیستې دي. وایي، دا مهال په هېواد کې د تذکیرو د ویش ۸۷ مرکزونه فعال دي.
6
9
2
49
14,576
دري/پاړسی ژبې وطنوالو مو هغه وخت له ګرېوانونو کلک نیولي وو چې دانشگاه او دادستان به یې ویل،او ویل به مو چې دا د ملي ترمینالوژۍ خلاف دي اوس چې د طالبانو تر واک لاندې عربي او اردو اصطلاحات په رسمي او عامه ادبیاتو کې کارېږي،هماغه کسان چې پخوا یې د ژبې پر سر دومره حساسیت ښوده،چوپ دي
150
Azim 🏴‍☠️ retweeted
نړیوال او سیمه‌ییز استخبارات په افغانستان کې د یو مشروع دولت د نشتوالي څخه په استفادې، د خپل عادت له مخې د افغانانو په منځ کې د ابهام فضا ایجادوي او په دې ډول خپل شوم اعمال عملي کوي. موخه دا ده چې په دې ډول د افغانانو په منځ کې د دښمن تعریف لاپسې مکدر شي. پخوا ایران د افغان ځوانانو څخه په استفادې د نیابتي جګړو لپاره د فاطمیونو ډله جوړه کړه، اوس پاکستان په بلوچستان کې د پخوانیو افغان محلي پولیسو څخه «لشکر» په نامه ملېشې جوړوي. له بله پلوه، سره له دې چې په ظاهره کې حاکمه ډله له پاکستان سره ځان مخالف بولي، خو بیا په سیمه‌ییزو موقف‌ګیریو کې د پاکستاني رژیم او د پاکستان د متحدینو دریځ خپلوي. دا هرڅه زموږ په ټاټوبي کې د یوې ډېرې خطرناکې فاجعې لپاره مقدمات دي. موږ ته په کار ده چې د دغه په لوی لاس جوړ شوي ابهام په فضا کې دا درک کړو چې دا ټول د هېواد په بې‌ثباتۍ کې سره متحدین دي او له ټولو باید فاصله واخلو او خپل انسجام ته کار ووایو.
10
14
2
91
6,510
تصویر خبرې کوي
2
169
Azim 🏴‍☠️ retweeted
د قرارداد د لاسلیک کولو پر مهال د خلیلزاد موجودیت هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده. خلیلزاد د خپل حکومت په اجازه او لارښوونه له ۱۹۹۶ کال راهیسې دا دیرش کاله کیږي له طالبانو سره غیرمشروع اړیکې لري. د یونیکال (UNOCAL) د تېلو او ګازو شرکت به مو په یاد وي؛ په ۱۹۹۷ کال کې دغه شرکت د خلیلزاد په هڅو د طالبانو د لومړۍ دورې یو شمېر چارواکي د امریکا ټکساس ایالت ته وبلل. هلته هم یوازینۍ موخه د قراردادونو ترلاسه کول وو. تر هغې چې د دوی د تېلو او ګازو بدبویه قراردادونه دوام ولري، دوی ته د افغانانو د وینې تویېدل او د افغانستان حیثیت هیڅ ارزښت نه لري.
78
21
8
186
40,837