BBC Pashto (@bbcpashto) header
BBC Pashto (@bbcpashto) profile picture

پر اېکس د بي‌بي‌سي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټس‌اپ: 00448000121010

London
Joined December 2008
Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)
کلیستنیکس د کوڅو یا میداني ورشونو یو ډول دی چې وروستیو کلونو کې د ډېرو افغان ځوانانو پام ور اوښتی. دا لوبه پېچلو وسایلو او ګران بیه امکاناتو ته اړتیا نه لري. سلمان سلطاني په افغانستان کې د دې لوبې د مخکښانو او لومړني لوبغاړي په توګه پېژندل شوی.
1,064
د هند په لوېدیځ سورت ښار کې یو ځل بیا اسمان له دې کبله تور لوګیو پوښلی، چې د خځلو په یوه ستر ډېران کې اور لګېدلی. د رپوټونو له مخې دا روان کال پنځم ځل شو چې دغه ځای کې اور لګېږي.
7
1,754
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (اې ایف سي) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سیالیو نوې نېټې به د تصویب لپاره فیفا ته وړاندې شي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4sLVRBW
4
1,597
د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود خبرداری ورکړ چې که يو کس د کډوالۍ له قوانينو سرغړونه وکړي، د دايمي استوګنې لپاره به یې د انتظار موده له ۱۰ کلونو څخه ۲۰ کلونو ته لوړه شي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4BH2fhF
9
2,815
امريکايي چارواکي وايي، دغه بريدونه محدود وو او د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو(سپاه پاسداران) لخوا پر يوې امريکايي الوتکې د ډزو په غبرګون کې شوي دي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4eaHjWn
20
2,641
ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
2
32
5,638
د ملګرو ملتونو ماشومانو صندوق يونيسېف وايي هر ماشوم د دې حق لري، چې روغ او د پوليو له ګواښ او خطر پرته رالوی شي. خو د پوليو واکسينه د ماشومانو پاتې کېدو يو لوی لامل د ناسمو معلوماتو خپرېدل او د پوهاوي نشتوالی دی. پوهاوی څومره مهم دی؟ پښتونخوا کې د يو څو کسانو خبرې اورو.
4
1,688
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې مشرانو جرګې یا سنا له سلو، پر ۳۵ څوکيو سيالۍ کېږي. سناتوران شپږ دورې کار کوي. د امريکا مشرانو جرګې ولکه به يوازې هغه مهال بدله شي، چې ډيموکراټان ۵۱ څوکۍ وګټي. دا چې دغه سيالۍ اوس څنګه ښکاري؟ د بي بي سي شمالي امريکا خبرياله سارا سمېت يې روښانوي.
12
2,426
امريکا کې سبا منځمهالې ټاکنې کېدونکې دي. ميليونونه رايه ورکوونکي د دغو ټاکنو له لارې کانګرېس کې د واک انډول ټاکي.
59
5,428
د امریکا ټاکنو کې د خره او فیل نښې څه مانا او د کوم ګوند استازیتوب کوي؟
4
32
6,294
په اوکرایین یوه کمساري بشر دوستانه اوربند له سلګونو کسانو سره مرسته کړه، چې د روسیې لخوا له اشغال شوي اولشکي ښاره ووځي. دغه لنډمهالی اوربند د امریکا د لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ او د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو د مشر پاپ لیو په منځګړیتوب شوی و.
21
8,248
په دې ویډیو کې په فلورېډا کې د یوه شخصي تجارتي‌ جټ الوتکې د غورځېدو شېبه ښکاري. د امریکا د ترانسپورت وزارت ویلي، نهه کسان پکې سپاره وو او ټول وژل شوي دي. دا الوتکه په پام بېچ کاونټۍ کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ 'مارا لاګو' ماڼۍ ته نږدې په کرېنسټ هېون سیمه کې غورځېدلې ده.
1
21
4,915
د افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسیناسیون څلور ورځنی ملي کمپاین پیل شوی دی.د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي چې په دغه کمپاین کې ۱۲ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي، واکسین شي.
5
2,416
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ویل شوي یې ښايي د امریکا متحده ایالات یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي. bbc.in/47Z4X4D
3
54
4,610
د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند، انیس الاصبحي، وايي، پر نفتي تاسیساتو او مهمو بندرونو تکراري بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده او په یمن کې د جګړه‌ ییزو جرمونو لړۍ نوره هم پراخوي. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/48tjjdB
1
27
4,322
عباس عراقچي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې: ''د ایران اسلامي جمهوریت هم د دفاع او هم د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی، او دا چې امریکایان کومه لاره غوره کوي، د هغوی په عقلانیت پورې اړه لري.'' تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ. bbc.in/4jN8oCC
1
33
4,559
د سربیا د پلازمېنې بلګراد اوسېدونکو هغه سیاسي شعارونه او توهینوونکې لیکنې له دېوالونو څخه پاکې کړې، چې د څو میاشتو لاریونونو پر مهال پرې لیکل شوې وې. دا په داسې حال کې ده، چې د محصلینو په مشرۍ غورځنګ د ټاکنو تر بریا وروسته د حکومت جوړولو او واکمنۍ ته د چمتووالي په حال کې دی.
1
23
4,798
له اسرائیلو د امریکا ملاتړ په اړه اندېښنې اوس د دواړو اړخونو پلویان هڅوي، چې رایې ورکړي او دا مسئله د امریکا منځمهاله ټاکنو مهم رول لري.
4
22
3,851
د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟
2
33
4,829
د انځورنو په دې البوم کې د افغانستان له ځینو برخو په زړه پورې عسکونه راټول شوي دي. ستاسو د خوښې انځور کوم یو دی؟ په کمنټ کې راته ولیکئ.
3
2
47
8,178