د باشعوره او تعلیم یافته انسان پېژندل ډېر وخت نه غواړي؛ له خبرو، چلند او نزاکته یې سمدستي پته لګېږي.
وګورئ دا افغانه نجلۍ څومره باوقاره درنه باادبه او هوښیاره ده!
زما لویه هیله دا ده چې یوه ورځ د وطن ټولې نجونې د تعلیم شعور خپلواک فکر او زړورتیا په ګاڼه سمبالې ووینم!
❤️🩹🌱
د ډېر خوږ، ځانګړي او خپل رنګ لرونکی هنرمند ارواښاد ممتاز دادا ګل ښکلی غږ واورئ او خوند ترې واخلئ!
❤️🩹🌱
یوه ستن چې له چا ورکه شي پر زړه یې وي ټومبلي
خاونده! زه به ښکلی وطن څنګه هېروم؟
#استادپسرلی
🫂🌱
څه خبر وم، دا خلک مين دي په تيارو
هسې مې په لپه کې ډيوه راوړې وه
خرڅه په کباړ مو ضرورته کړه هغه
موږ د محبت یوه جذبه راوړې وه
راغی دې مجلس ته، بېرته لاړلو ډک زړه
خدای خبر، اجمل څه مساله راوړې وه
ښکلی 🍀
زه په جمال پسې مرم
زه په جلال پسې مرم
زه ستا په خيال پسې مرم
يه د جمال او د جلال له رنګه ساز وطنه
اواز مې اورې که نه؟ راکړه اواز وطنه
”شاه سايل”
خان زمان کاکړ باید لومړی د ملا پیونده، غازي موسی خان، جنګي شیرعلي خان، جنرال رمضان خان ... مسیدو تاریخ مطالعه کړي او بیا د منظور پشتین او مسید نوم واخلي، منظور پشتین د پښتنو لپاره خپل سر په تلي نیولی.
@khanzamankakar
128
دا په بهرنۍ سیلانۍ پسې په سلګونو کسان راټول شوي، هر یو چیغې وهي او هایهوی یې اچولی دی. دا څه ډول بېنزاکتي او اخلاقي زوال دی!؟
له افغانانو څخه آخر عقل، شعور او ټولنیز نزاکت چېرته کډه وکړه؟
یو پلار چې خپل اولاد سم نه روزي نتیجه یې همدا ویدیو کې لیدلی شئ!
خپلو ماشومانو ته د ټوپک او بم پر ځای قلم کتاب او کتابچه ورکړئ.
له سندرو، رقص او اتڼ سره یې مینه پیدا کړئ. د پښتنو مشران او اتلان ور وپېژنئ، په خپله ژبه یې پوه کړئ، د کرنې او کښت کولو چل ور زده کړئ او تل یې خوشحاله وساتئ.
نور بس دی پښتانه د ژوند کولو حق لري!
د پښتون ماشوم په وینه کې له ماشومتوبه د نڅا تال او د موسیقۍ مینه ګډه وي؛ خو د وخت جبر، بېوزلي او محرومیت یې د ژوند رنګونه، د ماشومتوب خوښۍ او ان د خپل طبیعي استعداد د غوړېدو فرصتونه ترې تروړي.
❤️🩹🌱
سر دي پورته کړه له خوبه اوبو یووړې
د تاريخ د تاړاکونو څپو یووړې
پولاد نه شوې د پېړیو په بټۍ کې
لکه ځوځ د ازموینو لمبو یووړې
“سلیمان لایق”
بلوچ ښځه او نر په پاکستان پسې راخوځیدلي دي!
بلوچانو دا درک کړې ده چې د ولسونو د ازادۍ تاریخ په اوښکو نه بلکې په وینو لیکل کیږي.
❤️🩹🫡
1
6
536
انسان د احساساتو معدن دی
څېره که هر څو زړیږي خو احساسات یوازې پوښوي، ورکولی یې نشي.
هنر هغه جادو ده چې د احساساتو معدنونه را سپړي.
❤️🩹🌱
