د محیط ساتنې عمومي ادارې لوی رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د کاپ ۳۱ په تړاو د اقلیمي عدالت کنفرانس کې، چې د CANCA افغانستان له لوري جوړ شوی و؛ د افغانستان د اقلیمي وضعیت، د افغانانو د اقلیمي حقونو او نړیوالو مسؤلیتونو اړوند وینا وکړه.
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپله وینا کې د اقلیم بدلون پر وړاندې د افغانستان زیانمنتیا ته په اشارې وویل، چې افغانستان د اقلیم بدلون له سختو او ناوړو اغېزو سره مخ دی او افغانان یې درانه بشري، اقتصادي او ټولنیز عواقب زغمي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان اقلیمي موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه تړي، د افغانانو پر اقلیمي حقونو سترګې پټې نه کړي او په سیمهییزو او نړیوالو اقلیمي او چاپېریالي غونډو او پرېکړو کې د افغانستان استازي ته د رسمي ګډون زمینه برابره کړي، څو د تر ټولو زیانمنې ټولنې غږ تر نړیوالو پرېکړو ورسېږي.
نوموړي همدا ډول د نړیوالو اقلیمي صندوقونو له لارې تمویلېدونکو هغو پروژو د بېرته فعالولو او له تعلیق څخه د ایستلو غوښتنه وکړه، چې اوس مهال په تعلیق کې دي؛ څو د افغانستان د اقلیمي ننګونو د مدیریت او د اقلیم بدلون د منفي اغېزو د کمولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
د محیط ساتنې ادارې لوی رئیس د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ادارې د چمتووالي او هڅو یادونه هم وکړه او د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ یې د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې کنفرانس کې د اړوندو امارتي ادارو، ملي او نړیوالو مؤسسو، د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او علمي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
1
141
د محیط ساتنې عمومي ادارې لوی رئیس الحاج مولوي مطیعالحق خالص او د لغمان ولایت والي مولوي عبدالرحمن کندوزي په لغمان ولایت کې د اوبو او هوا پر ککړتیا، ښکار، په دې ولایت کې د تصفیه خانو پر زیاتوالي او د اړوندو ادارو ترمنځ پر لازمه همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي الحاج مولوي مطیع الحق خالص وویل چې له بده مرغه په هېواد کې چاپېریالي موضوعات کم ارزښته ګڼل کېږي؛ اما د ژوند ډېرې چارې په چاپېریال پورې تړلي. نوموړي وویل د هوا او اوبو د ککړتیا له امله ډېرې ناروغۍ رامنځ ته کېږي؛ لازمه ده د هوا او اوبو د ککړتیا مخنیوي او د طبیعي سرچینو ساتنې ته اړینه پاملرنه وشي.
ښاغلي مولوي مطیعالحق خالص د صحي زبالو مدیریت جدي اړتیا وبلله؛ ترڅو د صحي زبالو د تعفن له امله چاپېریال ککړ نشي او مضر اجزا خپاره نشي. نوموړي همدا ډول د فاضلابو د جذبي سیستم پر ځای پر اړینو تصفیه خانو ټینګار وکړ؛ ترڅو تر ځمکې لاندې اوبه ککړې نشي.
د محیط ساتنې عمومي ادارې لوی رئیس په دې ولایت کې د مرستیال والي په مشرۍ د چاپېریالي کمیټې د تقویې او په هرو دوه اونیو کې د ناستې هیله څرګنده کړه؛ ترڅو له استخراجي، صنعتي او ګڼو نورو برخو چاپېریال ته د زیان مخه ډب شي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص همدا ډول د چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې د ولایت جدي همکاري اړینه وبلله.
ناسته کې په دې ولایت کې د محیط ساتنې عمومي ادارې ته د ٢٠ جریبه ځانګړې شوې ځمکې د ورسپارلو، په لرې پرتو سیمو کې د چاپېریالي نظارت پر مهال د سیمه ییزو اداري واحدونو پر همکارۍ او ددې ولایت په دښتو کې د لږ موندل کیدونکو مرغانو د نسل پر زیاتوالي هم خبرې وشوې.
لغمان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي په دې ولایت کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دوی به د چاپېریال اړوندې ادارې مکلفې کړي، چې د چاپېریالي ستونزو د حل په برخه کې لازمي اقدامات وکړي.
نوموړي همدا ډول د ښکار د مرغانو د نسل زیاتوالي ته هیله مندي وښوده، چې له امله به یې دې ولایت ته د سیلانیانو راتګ زیات شي.
18
833
د هېواد د لویو ښارونو د هوا ککړتیا راکمولو، مخنیوي او مدیریت پنځه کلن پلان د غوره تطبیق د څرنګوالي په تړاو د محیط ساتنې عمومي ادارې د اقلیم بدلون رئیس روح الله امین په مشرۍ د هوا ککړتیا د مخنیوي کمېټې له لوري غونډه وشوه، چې په کې د اړوندو وزارتونو او امارتي ادارو تخنیکي استازو ګډون کړی و.
غونډه کې د محیط ساتنې عمومي ادارې د اقلیم بدلون رئیس د غونډې د جوړیدو موخه د امارتي ادارو په همغږۍ ددې پلان تطبیق یاد کړ. نوموړي وویل په دې کمیټه کې غړې ادارې باید په خپلو لنډ مهاله او اوږدمهالو پلانونو کې چاپېریالي مسایل په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیـرالمؤمنین (حفظه الله تعالی ورعاه) د ۱۹۰۸ ګڼې حکم پر بنسټ د محیط ساتنې عمومي ادارې له لوري د هېواد د لویو ښارونو د هوا ککړتیا د راکمولو، مخنیوي او مدیریت لپاره پنځه کلن پلان جوړ شوی، چې د یاد پلان د تطبیق د څرنګوالي په موخه په نننۍ مشورتي غونډه کې د اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو تخنیکي استازي راټول شوي وو او د یاد پلان د تطبیق په هکله یې هر اړخیز بحث وکړ.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې هر وزارت/ اداره به خپل مسؤلیتونه په مشترکه او ګډه همغږۍ ترسره کوي او د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي پنځه کلن پلان د تطبیق د څرنګوالي په برخه کې به د محیط ساتنې ادارې سره لازمه همکاري کوي.
1
176
د محیط ساتنې عمومي ادارې لوی رئیس الحاج مولوي مطیعالحق خالص ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال تېره ورځ په دې ولایت کې د محیط ساتنې ریاست د کارکوونکو د کړنو او فعالیتونو ارزونه ترسره کړه.
په دې ارزونه کې د پلانونو د عملي کولو، راپورونو او اسنادو د ارزونې، د همغږۍ د پیاوړتیا او په دې ولایت کې د شته چاپېریالي ستونزو د څېړلو په برخو کې د کارکوونکو فعالیتونه و ارزول شول.
نوموړي ددې ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاو پر لوړولو، د اداري نظم پر پیاوړتیا، له خلکو سره پر ښه چلند او د دندو په ترسره کولو کې پر مسؤلیت پالنې، صداقت او امانتدارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ښې لهجې او انساني، بشري او حقوقي اصولو په رعایتولو سره خلک د چاپېریال ساتنې ته وهڅوي او لازم پوهاوی ورکړي؛ ترڅو هغوی په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي.
نوموړي د جلالاباد ښار د نفوس زیادت ته په اشاره وویل چې د نفوس د زیاتوالي له امله په دې ښار کې چاپېریالي ککړتیا زیاته شوې، ځکه خو لازمه ده د ښار د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره له ولایتي مسؤلینو سره په همغږۍ د یوه منظم پلان له مخې کار وشي.
ښاغلي مولوي مطیعالحق خالص ټینګار وکړ، چې د چاپېریال ساتنې چارې باید په مینه، شوق او اخلاص ترسره شي، ترڅو مسؤلیت پالنه ایجاد او ښې پایلې ولري.
نوموړي سپارښتنه وکړه چې په ننګرهار ولایت کې دې د مرغانو د اوسېدو او نسل روزنې لپاره مناسب او خوندي ځایونه مشخص او برابر شي، ترڅو په دغو ځایونو کې مرغان خوشې او د هغوی د ساتنې او نسلزیاتوالي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
178
د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ښاریانو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو او د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د محیط ساتنې عمومي ادارې د څارنې او عامه پوهاوي ټیم د تخار ولایت په مرکز کې له ګرځنده پلورونکو او غرفه لرونکو، چې د توکو د اعلان او پلور لپاره یې له لوړ غږ لرونکو لاوډسپیکرونو څخه کار اخیست؛ ټولټال ۷۴ لاوډسپیکرونه راټول او ضبط کړل.
1
1
144
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیعالحق خالص د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د نوې ودانۍ د جوړولو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دې لیدنه کې نوموړي د ودانۍ د جوړولو روانې چارې له نږدې ولیدې او د ساختماني چارو د کیفیت، پرمختګ او د ټاکل شویو معیارونو د رعایت په اړه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي د ودانۍ د جوړولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې ساختماني چارې د ټاکل شوي پلان، تخنیکي معیارونو او اصولو سره سمې ترسره کړي او د کار کیفیت او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
5
418
د محیط ساتنې د عمومي ادارې لوی رییس الحاج مولوي مطیع الحق خالص او د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعیم اخند په دې ولایت کې پر چاپېریالي موضوعاتو لیدنه وکړه.
ناسته کې د محيط ساتنې د عمومي ادارې لوی رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ د ننګرهار ولایت تر ځمکې لاندې اوبه سخته ککړتیا لري. د نوموړي په خبره که لازمه توجو ورته ونشي، نو ککړتیا به یې له حد پورته شي، چې چاپېریالي ستونزې به ډېرې کړي.
نوموړي وویل لازمه ده تولیدي او صنعتي فابریکې دې برخې ته لازمه توجو وکړي؛ ترڅو د اوبو ککړتیا مخنیوی وشي.
ښاغلي الحاج مولوي مطیع الحق خالص غوښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنه لوړ اهمیت لري، ځکه خو لازمه ده د والي د مرستیال تر سرپرستۍ لاندې د اړوندو او دخیلو ریاستونو د رییسانو په ګډون یوه کمېټه جوړه شي؛ ترڅو چاپېریالي موضوعاتو ته پر وخت او ښه رسیدګي وشي.
نوموړي همدا ډول په دې ولایت کې د ۲۰ جریبه ځانګړې شوې ځمکې د انتقال هیله څرګنده کړه؛ ترڅو پرې د ننګرهار له جغرافیې او د ځمکې له شرایطو سره سم څېړنیز فارم جوړ شي، هر کال سلګونه زره نیالګي په کې وروزل شي او بېرته په دې ولایت کې وګړو ته توزیع شي.
ښاغلي خالص همدا ډول د ننګرهار ولایت اړوند دښتو کې د مرغانو د نسل زیاتولو او پالنې پر موضوع هم خبرې وکړې او ویې ویل دوی کوښښ کوي د ننګرهار اړوند لویو دښتو کې د مرغانو د پالنې او تکثیر لپاره کار وکړي؛ ترڅو زیانمن شوی طبیعي چاپېریال بېرته خپل عادي حالت ته ور وګرځي.
د ننګرهار والي ښاغلي حاجي ملا محمد نعیم اخند د محیط ساتنې عمومي ادارې لوی رییس ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې دوی به د مرستیال والي په مشرۍ چاپېریالي کمیټه جوړه کړي او هڅه به وکړي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارت ۲۰ جریبه ځمکه د محیط ساتنې ریاست ته انتقال کړي.
نوموړي د ننګرهار په دښتو کې د مرغانو د پرورش او تکثیر چاره دې ولایت ته د عاید په برخه کې هیله بښونکې وبلله.
1
246
داکتر مولوی زینالعابدین عابد معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست در جریان سفر به ولایت کاپیسا با رئیس و کارمندان مسلکی و اداری ریاست حفاظت محیط زیست این ولایت دیدار و فعالیتهای آن ریاست را ارزیابی کرد.
در این دیدار روند تطبیق پلانها و برنامههای محیط زیستی، چالشها و مشکلات موجود، کمبود امکانات و نیازمندی های بخشهای مختلف مورد بررسی قرار گرفت و جهت بهبود روند کاری، هماهنگی بیشتر و ارائه رهنمودهای فنی و مسلکی به مسئولان، توصیههای لازم ارائه شد.
این ارزیابی با هدف بهبود عملکرد اداری و مسلکی و تسریع روند تطبیق برنامههای حفاظت محیط زیست در ولایت کاپیسا انجام شد.
6
367
د محیط ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالغني احسان د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې د پروګرامونو او پلانونو پر تطبیق خبرې وکړې.
په دې ناسته کې مولوي عبدالغني احسان د اقلیمي شرایطو سره د سازګارو اصلاح شویو نیالګیو د تولید، روزنې او بازار ته د عرضې پر اهمیت ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ چې ددې پروګرام د پلي کېدو لپاره ۲۰ جریبه ځمکې ته اړتیا لري.
د پکتیا ولایت مرستیال والي د یاد وړاندیز ملاتړ څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ چې هڅه به وکړي د رسمي مراحلو له بشپړېدو وروسته ۲۰ جریبه ځمکه د محیط ساتنې ریاست ته چمتو کړي؛ څو د پکتیا له اقلیمي شرایطو سره سم مېوهلرونکي او غیر مېوهلرونکي اصلاح شوي نیالګي په کې وروزل شي.
141
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی پروژه تهیه و تدارک تجهیزات لابراتوار دستگاه تثبیت کیفیت هوا و تست کیفیت آب اشتراک نمایند؛ داوطلبان میتوانند شرطنامه و اسناد مربوط را از مدیریت عمومی تدارکات این اداره یا از طریق ویبسایت ملی تدارکات به نشانی tenders.ageops.af دریافت نمایند.
جلسه آفرگشایی روز دوشنبه، ۲ قوس ۱۴۰۵ هـ.ش، ساعت ۱۰:۰۰ قبل از ظهر، در مقر اداره عمومی حفاظت محیط زیست واقع سرک دارالامان، ناحیه ششم شهر کابل برگزار میگردد.
---------------------------------------------------------
د محیط ساتنې عمومي اداره له ټولو هغو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو څخه بلنه کوي، چې د هوا کیفیت د تثبیت دستګاه د لابراتوار تجهیزاتو او د اوبو کیفیت د ازموینې د وسایلو د تهیه او تدارک په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي شرطپاڼه او اړوند اسناد د دې ادارې د تدارکاتو له عمومي مدیریت یا د ملي تدارکاتو د وېبپاڼې له لارې، په دې پته ترلاسه کړي: tenders.ageops.af
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د قوس په ۲مه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د کابل ښار د شپږمې ناحیې، د دارالامان سړک په اوږدو کې د محیط ساتنې عمومي ادارې په مقر کې ترسره شي.
125
د محیط ساتنې عمومي ادارې په کندهار کې د هوايي ډګر د ترمینل جوړولو پروژې او دوو تولیدي فابریکو چاپېریالي وضعیت وڅاره
د محیط ساتنې عمومي ادارې د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د ترمینل جوړولو له پروژې څخه چاپېریالي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د فاضله اوبو د مدیریت، د تشنابونو د فاضله اوبو د راټولولو او تصفیې سیسټم، د شنو ساحو د رامنځته کولو او د چاپېریالي اصولو د رعایت وضعیت وارزول شو او همداراز د پروژې مسؤلینو ته د چاپېریالي معیارونو د پلي کولو او د احتمالي منفي اغېزو د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
په ورته وخت کې، د جنوب لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د منظور شوې کمېټې په چوکاټ کې د کندهار ولایت د صنعتي پارک په شمالي برخه کې د امین سالم د پنبهدانې او غوړیو تولیدي شرکت او د دارالحیات نظري د پنبې پروسس او غوړیو تولیدي فابریکې چاپېریالي وضعیت هم وارزول شو.
د ارزونې له مخې، دواړو فابریکو چاپېریالي جوازونه درلودل او وضعیت یې تر ډېره د چاپېریالي معیارونو سره برابر و او د فابریکو مسؤلینو ته د تولیدي کثافاتو د منظم مدیریت او د چاپېریالي اصولو د دوامدار رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
3
198
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از یک شرکت تولید پایپ و سه کارگاه پروسس بشکههای پلاستیکی در بغلان نظارت کرد
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از فعالیت یک شرکت تولیدی پایپ و سه کارگاه پروسس بشکههای پلاستیکی در ساحه شمرق، مربوط ناحیه دوم شهر پلخمری ولایت بغلان، نظارت و بررسی انجام داد.
بر اساس ارزیابی کارمندان ساحوی، وضعیت محیطزیستی این تأسیسات نسبتاً خوب بود؛ با آنهم به مسئولان آنها در زمینه رعایت حفظالصحه، سرسبزی ساحه فعالیت، اتخاذ تدابیر لازم برای جلوگیری از آلودگیهای ناشی از فعالیتهای تولیدی و رعایت اصول محیطزیستی توصیههای لازم ارائه شد.
همچنان در مورد دریافت جواز محیطزیستی با مالکان این فعالیتها گفتوگو صورت گرفت و به آنان ده روز مهلت داده شد تا جوازهای محیطزیستی خویش را دریافت کنند.
113
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې اداري او مالي مرستیال د خوست له والي سره وکتل
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې اداري او مالي مرستیال، مولوي عبدالغني احسان، د خوست ولایت له والي، الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونو، اداري چارو، شته ستونزو د حل او د مرکزي او سیمهییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
مولوي عبدالغني احسان د چاپېریال ساتنې پروګرامونو د اغېزمنتیا لپاره د ولایت مقام د همکارۍ او ملاتړ ارزښت مهم وباله. په ورته مهال، د خوست والي د سالم چاپېریال ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت یاد کړ او د اړوندو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دواړو لورو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ګډ کار، اداري نظم او دوامدارې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
121
نظارت معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست از فعالیتهای ریاست حفاظت محیط زیست پنجشیر
مولوی داکتر زینالعابدین عابد، معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست، با هیئت همراه خود از ریاست حفاظت محیط زیست ولایت پنجشیر دیدار و از روند کاری، فعالیتها و اجراآت این ریاست نظارت کرد.
در این دیدار، رئیس و کارمندان ریاست در پیوند به دستآوردها، برنامههای تطبیقشده و مشکلات موجود معلومات ارائه کردند.
معین مسلکی و پالیسی اداره ضمن بررسی اسناد و گزارشهای کاری، بر تطبیق قوانین محیط زیستی، نظارت دوامدار، تقویت هماهنگی با ادارات ذیربط، افزایش آگاهی عامه و بهبود روند کاری تأکید کرد و رهنمودهای لازم را ارائه نمود.
در پایان، محمد محفوظ کوهستانی، رئیس حفاظت محیط زیست پنجشیر، از رهنمودهای رهبری اداره قدردانی کرده و بر تعهد این ریاست در راستای حفاظت از محیط زیست و تطبیق برنامههای محیط زیستی اطمینان داد.
دیدار معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست با والی بامیان در رابطه به حفاظت از ساحات طبیعی و محیط زیستی
مولوی داکتر زینالعابدین عابد، معین مسلکی و پالیسی اداره عمومی حفاظت محیط زیست، با الحاج قاری گل حیدر شفق، والی ولایت بامیان، دیدار و گفتوگو کرد.
در این دیدار، در رابطه به حفاظت و مدیریت پارک ملی بند امیر، منظره طبیعی شاه فولادی، بامیان پلاتو و سایر ساحات حفاظتشده، همچنان تقویت هماهنگی و توجه بیشتر به ارزشهای طبیعی و محیط زیستی این ولایت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
معین مسلکی و پالیسی اداره، حفاظت از ساحات متذکره را مهم و ضروری دانسته و بر توجه بیشتر به حفظ و مدیریت آنها تأکید کرد.
در همین حال، والی بامیان ضمن استقبال از این دیدار از حمایت و همکاری همهجانبه مقام ولایت با ریاست حفاظت محیط زیست این ولایت اطمینان داده و حفاظت از محیط زیست را مسؤولیت مشترک همگان عنوان کرد.
1
223
د محیط ساتنې عمومي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر مولوي زینالعابدین عابد په بامیان ولایت کې د محیط ساتنې له ریاست لیدنه وکړه.
نوموړي له کارکوونکو سره په لیدنه کې د کارکوونکو ستونزې او ننګونې واورېدې او د کارکوونکو د فعالیتونو ستاینه یې وکړه. ښاغلي ډاکتر زین العابدین عابد کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې ورسپارل شوې چارې او مسؤلیتونه په دوامداره توګه په ښه او شفاف ډول ترسره کړي.
4
307
سه تن به ظن شکار مرغابیهای وحشی در ولایت لوگر بازداشت شدند
اداره عمومی حفاظت محیط زیست در ولایت لوگر به همکاری نیروهای امنیتی و باشندگان محل، سه تن را به ظن اقدام به شکار مرغابیهای وحشی بازداشت کرده است.
این افراد در حالی با پنج میل تفنگ و مرمیهای شکاری بازداشت شدند که قصد شکار مرغابی را داشتند و پس از معرفی آنان به ریاست حفاظت محیط زیست لوگر، در پیوند به اهمیت حیات وحش و هدایت شماره ۱۱۴ مقام عالی ریاستالوزراء به آنان توصیههای لازم صورت گرفت و از آنان تعهد کتبی گرفته شد تا دیگر به شکار حیات وحش اقدام نکنند.
--------------------------------
لوګر ولایت کې د وحشي هیلۍ د ښکار په تور درې کسان ونیول شول
د محیط ساتنې عمومي ادارې په لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو او سیمهییزو اوسېدونکو په همکارۍ درې کسان د وحشي هیلۍ د ښکار په تور نیولي دي.
یاد کسان له پنځو میلو ټوپکونو او د ښکار له مرمیو سره، هغه مهال ونیول شول چې د وحشي هیلۍ د ښکار هڅه یې کوله او د لوګر ولایت د محیط ساتنې ریاست ته له ورپېژندلو وروسته هغوی ته د وحشي ژوو د اهمیت او د ریاستالوزراء عالي مقام د ۱۱۴ ګڼې هدایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې او لیکلې ژمنې ترې واخیستل شوې چې بیا به د وحشي ژوو ښکار نه کوي.
د محیط ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالغني احسان خوست ولایت ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د محیط ساتنې له ریاست لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالغني احسان د یاد ریاست له کارکوونکو سره په ناسته کې وویل لازمه ده د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره له لازمو امکاناتو ګټه واخیستل شي؛ څو اړوندې دندې او پلانونه په منظم او اغېزمن ډول پلي شي، طبیعي سرچینې خوندي وساتل شي، د نافذه قوانینو په رڼا کې ترې سمه ګټه واخیستل شي او د ژوند پر چاپېریال او بېلابېلو عناصرو یې منفي اغېزې رامنځ ته نه شي.
نوموړي له ټولو کارکوونکو وغوښتل خپلې دندې په پوره رښتینولۍ، ژمنتیا او روڼتیا ترسره کړي او د اداري اصولو او کاري پلانونو له مخې خپلو مسؤلیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د محیط ساتنې عمومي ادارې مالي او اداري مرستیال د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پر ترویج او عامولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د چاپېریال ساتنې فرهنګ باید د ټولنې په بېلابېلو برخو کې پیاوړی او عام شي، څو خلک د طبیعي سرچینو د ساتنې او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې خپل مسؤولیتونه په ښه توګه درک او ترسره کړي.
--------------------------------------------------------------------
مولوی عبدالغنی احسان معين مالی و اداری اداره عمومی حفاظت محیط زیست، در جریان سفرش به ولایت خوست با رئیس و کارمندان ریاست حفاظت محیط زیست این ولایت دیدار و گفتوگو کرد.
مولوی عبدالغنی احسان در نشستی با کارمندان این ریاست، گفت که برای پیشبرد بهتر امور لازم است از امکانات و ظرفیتهای موجود بهگونه مؤثر استفاده شود تا وظایف و برنامههای مربوطه بهصورت منظم و مؤثر تطبیق گردیده و منابع طبیعی حفاظت و مطابق قوانین نافذه از آنها استفاده درست صورت گیرد وهمچنان از وارد شدن آسیب به محیط زیست و عناصر مختلف آن جلوگیری شود.
وی از تمام کارمندان خواست تا وظایف و مسئولیتهایشان را با صداقت، تعهد و شفافیت کامل انجام داده و مطابق اصول اداری و برنامههای کاری، به مسئولیتهای محوله توجه جدی داشته باشند.
معين مالی و اداری اداره عمومی حفاظت محیط زیست همچنان بر ترویج و نهادینهسازی فرهنگ حفاظت از محیط زیست تأکید کرده گفت که این فرهنگ باید در بخشهای مختلف جامعه تقویت و گسترش یابد تا مردم مسئولیتهای خود را در زمینه حفاظت از منابع طبیعی و ایجاد محیط زیست سالم بهخوبی درک کرده و به آن عمل کنند.
3
165
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د هېواد په پنځو ولایتونو کې سلګونو زدهکوونکو ته عامه پوهاوی ورکړ
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د نیمروز، کونړ، ننګرهار، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې د خپلو ولایتي ریاستونو له لارې سلګونو زدهکوونکو او استادانو ته د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړل.
په دغو پروګرامونو کې د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا د مخنیوي، د ځنګلونو او ونو د ارزښت، د سونتوکو د سمې کارونې، د ونو د پرې کولو د مخنیوي، د طبیعي سرچینو د ساتنې او د چاپېریال د پاک ساتلو په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، ګډونوال د ونو کېنولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې همکارۍ ته وهڅول شول او په ځینو پروګرامونو کې د زدهکوونکو د هڅونې په موخه چاپېریالي ډالۍ او جایزې هم ووېشل شوې.
------------------------------------------------------------------------------
اداره عمومی حفاظت محیط زیست از طریق ریاستهای ولایتی خود در ولایتهای نیمروز، کنر، ننگرهار، بغلان و کاپیسا، برای صدها دانشآموز و استاد برنامههای آگاهیدهی محیط زیستی برگزار نمود.
در این برنامهها، موضوعات جلوگیری از آلودگی هوا، آب و خاک، اهمیت جنگلات و درختان، استفاده درست از مواد سوخت، جلوگیری از قطع درختان، حفاظت از منابع طبیعی و پاک نگهداشتن محیط زیست تشریح گردید.
همچنان، اشتراککنندگان به غرس درختان و همکاری در راستای حفاظت محیط زیست تشویق شدند و در برخی برنامهها به منظور ترغیب دانشآموزان، تحایف و جوایز محیط زیستی نیز توزیع گردید.
1
120










































