د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8) header
د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8) profile picture
Afghanistan
Joined December 2012
Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)
د پوهنې وزارت د ۱۳۹۹ کال تعليمي نصاب په مل لينک کې شتون لري! nexa.gov.af/ps/kankor-resour…
149
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو ستاسو غږ مؤسسې له لوري بټي کوټ ولسوالۍ کې سل بېوزله مسلکي ځوانانو سره د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت کاري وسايل وويشل شول.
1
187
هر تن ته د شل زره افغانيو په ارزښت د خياطۍ، نجارۍ، د بايسکل او موټر سايکل ترميم، بنجارګۍ، کليوالي دوکاندارۍ، د جوار پوليو، موچيتوب، رخت فروشۍ او معمارۍ وسايل ورکړل شول.
1
20
د کار او ټولنيزو چارو رئيس مولوي مجيب الله عمر وايي، چې هر کس ته د هغه مسلک او خوښې سره سم وسايل ورکړل شوي دي. هغه يادو ځوانانو ته سپارښتنه کړې چې د دې وسايلو پرمټ حلال رزق ترلاسه کړي. ننګرهار رسنيو دفتر
18
دننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند ولایت مقام کې د يو شمېر ادارو مسوولينو سره د بېلابېلو مسايلو تعقیب او حل په موخه ولیدل.
1
179
د ادارو مسوولينو په يو شمېر برخو کې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل چې ننګرهار والي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د اړونده موضوعاتو په حل کې ورته لازم هدايتونه وشول.
1
16
د ننګرهار والي په ورته مهال ولسي ستونزې او غوښتنې هم واورېدې او مربوطه ادارو ته يې د نافذه اصولو له مخې د اجرااتو حکمونه وکړل.
12
د #ننګرهار سيمه ييز تخصصي روغتون کې د پوليو فنډ په ۱.۵ ميليونه امريکايي ډالرو مالي لګښت د MRI نوی او مؤدرن ماشين فعاليږي چې ور سره به د ناروغيو په تشخيص او درملنه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.
1
1
419
په ختيځ کې د پوليو د محوې عملياتي مرکز مسوول ډاکتر نجيب الله کاموال وايي، چې دغه ماشين ننګرهار ته له دې آمله اخیستل کيږي چې د پوليو په لمنځه وړلو او روغتيا ساتنې کې يې ټول معيارونه بشپړ کړي دي.
1
22
د عامې روغتيا رئيس له ډاکتر نجيب الله کاموال او د پوليو پروګرام له ټولو مسوولينو مننه کړې او ټاکل شوې ياد ماشين ډېر ژر په ټاکل شوي ځای کې نصب شي.
20
ننګرهار کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د زندانونو چارو رياست څخه عدليې رياست ته سپارل کيږي او په همدې موخه د دواړو ادارو مسوولينو د لېږد په موخه ګډه ناسته کړې ده.
1
353
په دې ناسته کې د ودانۍ او نورو فزيکي اسانتياوو، تشکيلاتي جوړښت، ښوونې او روزنې، اجناسو او تجهيزاتو او نورو اړوندو چارو بحث شوی دی. د ماشومانو دارالتأديب به ډېر ژر مرکز سره په همغږۍ عدليې رياست ته وسپارل شي، چې چارې به يې د نافذه اصولو له مخې همدې رياست له مخې پرمخ وړل کيږي.
24
د ننګرهار عدليې رياست مسوولينو په جلال اباد ښار کې د ختيځ په نوم د ژباړې يو مرکز څخه هر اړخيزه څارنه او پلټنه کړې چې د ناسمو ژباړو له امله يې ياد مرکز تړلی دی. د دې مرکز ترڅنګ د ژباړو ټولو مرکزونو ته په تېر کې د اصلاحاتو سپارښتنې شوې وې؛خوپه ياد مرکزکې لا هم نيمګړتياوې موجودې وې.
1
273
عدليې رياست د ژباړو مرکزونو ته سپارښتنه کوي چې د خلکو اسنادو او ژباړو کې پوره دقت وکړي ترڅو په راتلونکې کې له ستونزو وژغورل شي.
27
د ننګرهارولایت مقام کارپوه انجينر صفي الله صادق په مشرۍ د ګډو ادارو تخنيکي ټيم د جلال اباد – تورخم دويم لين سړک له چارو څارنه کړې او وايي چې کارونه په ښه کيفيت او چټکۍ روان دي چې ډېر ژر به بشپړ شي.
1
3
332
نوموړی وايي: « د دويم لين سړک قيرريزي بشپړه شوې، د سراچې پل کارونه هم شل سلنه تر سره شوي او ډېر ژر به دويم ځل قيرريزي پيل شي.» هغه زياتوي اوسمهال د سړک په شولډرونو کار روان دی او قراردادي شرکت ته سپارښتنه شوې چې خپل وخت دغه پروژه بشپړه کړي.
1
39
د ټولګټو چارو رئيس مولوي احمد احمدي هم د تخنيکي ټيم په ملتيا د ياد سړک له چارو دوامداره څارنه کوي چې له امله يې کارونه د انجينرۍ اصولو او ښه معياري له مخې تر سره شوي دي. ننګرهار رسنيو دفتر
25
د ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو رئيس مولوي مطيع الله طلحه او د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي شهاب الدين ثاقب له لوري د صنعت او سوداګرۍ نوی رئيس مولوي حضرت موسی ابو منصور مسوولينو او د دې اداري کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.
1
1
25
1,325
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين نوی رئيس په دې ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ پراختيا ته وهڅوه او سپارښتنه يې وکړه ترڅو په دې برخه کې چارې لا اغيزمنې شي.
1
47
د ولایت مقام کارپوه مولوي سميع الله سمون وويل، چې ننګرهار کې شاوخوا ۴۵۰ فابريکې، ملي سوداګر او د صنعت اړوند بېلابېلې سرچينې شتون لري چې په ښه مديريت سره يې لا مثبت پرمختګ رامنځته کېدلی شي. په پای کې نوي رئيس ته د ښه خدمت او په چارو کې د بريا دعاء وشوه. ننګرهار رسنيو دفتر
38