احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د #بادغیس ولایت دبزګرانوفریاد باید واورېدل شي!
د «کشفکو» په نوم آفت د خلکو ونې او کرنیز حاصلات ګواښي. له اړوندو مسؤلینو غوښتنه کوو چې د دې ستونزې د حل لپاره عاجل اقدامات وکړي.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
له تبلیغاتو تر نیابتي جګړې؛ د افغانستان پر ضد د پاکستان پوځي رژیم سیاست
په دې ویډیو کې د پاکستان پوځي رژیم سیاست، د نیابتي ډلو د ملاتړ په تړاو د افشا شویو مهمو شواهدو، د دغه نیابتي سیاست د پایلو او د افغانستان دریځ او د ستونزو د حل لارو بېلابېل اړخونه تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوي دي. همدارنګه د دغو سیاستونو شالید او موخې څېړل شوي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د بادغیس ولایت ده معارف رئیس مولوی صدیق الله محسن حفظه الله تعالی ❣️
۲۰۱۱ کال پلچرخي زندان د امريکايانو څخه و داخلي ګوډاګيانو ته د تسليمی د وخت انځور
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالاسلام حفظهالله تعالی وینا.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
همدا اوس د کابل په کنفرانس کې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وینا لري.
همین اکنون در کنفرانس کابل، زعیم امارت اسلامی عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سخنرانی دارد.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
هندوکش غږ ته په رسېدلو څو غږیزو او ویډیویي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د شر او فساد اړوند متحدې جبهې مشر سمیع سادات له خپل افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدایي سره په خبرو کې د ازادۍ او مقاومت جبهو مشران او غړي بېظرفیته او کمزوري کسان بولي. د نوموړي په وینا، یادې جبهې مشخصه رهبري نه لري او مشران یې بېزړه او ډارن دي.
سمیع سادات د ازادۍ خیالي جبهې پر کړنو هم نیوکه کوي او غړي یې بېعقله کسان بولي. نوموړی وایي، یادې ډلې بېمورده پردي زامن استخدام کړي او په نورستان کې د افغان امنیتي ځواکونو له کمین څخه هم خبر نه وو.
بلخوا، د شر او فساد اړوند متحدې جبهې افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدایي هم له سمیع سادات سره په خبرو کې د د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر او یاسین ضیاء په مشرۍ ازادۍ جبهې پر فعالیتونو نیوکه کړې ده. د نوموړي په خبره، یادې ډلې یوازې د خپلو محدودو او نمایشي ډزو ویډیوګانې جوړوي او د پام وړ کوم فعالیت نه لري.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
ده ګران محبوب مشر مولوی صدیق الله محسن صاحب حفظه الله ده معرفت غوڼدی
لڼده ویډیو په ایډیټ شوی بڼه ..
🥰
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
کابل کې د (ستر پهلوان) په نوم د غيږ نيونې او کشتي نړيوالې لوبې دي، افغان پهلوان ادريس خپل پاکستاني حريف ته ماته ورکړه.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د الله داد فدایي اعترافات او څرګندونې
هندوکش غږ د الله داد فدایي چې د سمیع سادات له لوري په نورستان کې جګړې ته هڅول شوی و او اوسمهال په بند کې دی، د اعترافاتو تازه ويډيو ترلاسه کړې ده.
الله داد فدايي اعتراف کوي چې د افغان حکومت له واک ته رسېدو وروسته یې سولهييز او پرته له کومې ستونزې ژوند کاوه او ايران ته له تګ وروسته بېرته د تماس کميسيون له لارې هېواد ته راستون شو.
نوموړی زياتوي، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د متحدې جبهې مشر سميع سادات له لوري ورسره اړيکه ونيوله او په نورستان او لغمان ولايتونو کې یې د ځينو ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو پلان درلوده.
فدايي وايي چې سميع سادات پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه او ورته يې ویلي و چې دی هم پاکستان ته راځي.
فدایي همدا راز وايي، سميع سادات که اوس له ده سره د اړيکو نه درلودلو خبره کوي؛ خو په داسې حال کې چې په تېره اکتوبر مياشت کې یې د سادات په لارښوونه او امکاناتو د نورستان په منډول ولسوالۍ د يوه پراخ بريد او تصرف کولو پلان درلوده.
فدايي همدارنګه، د پاکستان سره د اړيکو نه درلودو په اړه هم د سادات څرګندونې په کلکه ردوي او ټينګار کوي چې سميع سادات د پاکستان په مستقيم ملاتړ فعاليتونه ترسره کوي.
الله داد فدايي، له پخوانيو نظاميانو او ځوانانو غواړي، چې د جبهو او ډلو ټپلو په درواغجنو وعدو تېر نه وځي او په وينا یې د دې جبهو مشران په بهر کې هوسا ژوند لري، خو دلته پردي زامن د افغان حکومت پر ضد بغاوت او جګړې ته هڅوي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د متحدې جبهې مشر، سميع سادات: زه خپله دا دی ۴۰ ورځې کېږي چې دلته «پاکستان» کې پروت يم، که ضرورت شو ساحې ته ځم او چې وخت یې راشي خپله هم راځم
د شر او فساد له ډلو څخه، د متحدې جبهې مشر، سميع سادات له خپل افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدايي سره په خبرو کې ويلي، چې دی هم له ۴۰ ورځو راهیسې پاکستان کې دی او په خبره یې که وخت يې راشي خپله به افغانستان ته واوړي.
د نوموړي له دې څرګندونو ښکاري، چې سادات تېره اکتوبر میاشت له ډېر وخت راهیسې پاکستان ته راغلی و او غوښتل یې چې د افغانستان دننه د ورانکارۍ يوه لويه پروژه پلې کړي؛ خو امنيتي ځواکونو یې پر وخت مخه نيولې او دی هم بېرته امريکا ته تښتېدلی دی.
سادات پر دې سربېره، له الله داد فدايي سره په مکالمه کې د نورستان د ځينو ولسواليو په تېره بيا د منډول پر نيولو بحث کوي او په خبره یې چې پلان لري کرار کرار ټول نورستان تر کنټرول لاندې راولي.
نوموړی، د خپلو خبرو په دوام وايي، چې جګړه به د نورستان څو بېلابېلو ولسواليو ته انتقال کړي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د متحدې جبهې افغانستان مېشتی قومندان، الله داد فدايي سميع سادات ته؛ دا روند سبز او ازادۍ جبهې والا خو چېرته يوه دوه ډزه وکړي، بيا فيلمبرداري ترې کوي او نمایشي کارونه کوي
د سميع سادات د جبهې، افغانستان مېشتی قومندان، الله داد فدايي چې اوسمهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی، په خپل غږيز پيغام کې سادات ته څرګندوي چې دوی به د ازادۍ جبهې او د امرالله صالح د زرغون بهير په څېر د ويډيوګانو لپاره دوه ډزه نه کوي؛ بلکې بنسټيز کار به وکړي.
نوموړی پر آزادۍ جبهې او زرغون بهير نيوکه کوي، چې تبليغاتي او نمايشي کارونه ترسره کوي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
ستره بریا مو مبارک شه!
له ۱۸ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د ډاکار په المپیکي سیالیو کې کوربه سېنیګال هیواد ته د ۶/ صفر ګولونو په ستر توپپر ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
دغه ستره بریا مو مبارک شه او په راتلونکې سیالي کې هم ورته د بریا دعا کووم.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د متحدې جبهې افغانستان مېشتی، پوځي مسول او قومندان الله داد فدايي، سميع سادات ته په خطاب کې وایي؛ د ازادۍ جبهې غړي خو د پيسو لپاره دوه ډزه کوي، نور تښتي
د سميع سادات او الله داد فدايي ترمنځ د تبادله شويو غږيزو کليپونو په دوام مو د الله داد فدايي هغه غږيز کليپ ته لاسرسی موندلی چې نوموړی پکې د ازادۍ جبهې وسه وال د پيسو خلک يادوي او په وينا یې دوه ډزه وکړي نور تښتي.
فدايي، سميع سادات ته ډاډ ورکوي چې دوی د ازادۍ جبهې د غړو په څېر نه دي؛ بلکې وفادار ملګري لري او ټول رازونه به یې ساتي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د نورستان په اړه د متحدې جبهې د شوم پلان افشا او خنثی کېدل؛ چې وايګل ولسوالۍ ونيسو د پارون لاره بندېږي او نورستان نيسو ازادوو یې
د شر او فساد ډلو له منځه د ازادۍ جبهې په څېر، متحدې جبهې هم په تېره اکتوبر مياشت کې د نورستان په ځينو ولسواليو کې د ورانکارو فعاليتونو پلان درلوده او ان هڅه یې کوله چې دا لړۍ تر لغمان پورې وغځوي.
هندوکش غږ ته د سميع سادات او الله داد فدايي، له رسېدلو غږيزو کليپونو ښکاري چې سادات له خپل افغانستان مېشتي قومندان سره د نورستان د وایګل ولسوالۍ د نيولو پلان شريکوي.
نوموړی همدا راز څرګندوي، چې پاکستان کې یې بې پيلوټه الوتکې او نور امکانات چمتو کړي او فقط د انتقال ستونزه یې پاتې ده.
سادات ټينګار کوي، چې لومړی به د امتحان په ډول د راکټ مرمۍ واستوي او که د هغو انتقال بريالی و بيا به نور امکانات هم له همدې لارې واستوي.
له غږيزو کليپونو څرګندېږي، چې امنيتي ځواکونو د دې جبهې د يوه لوی پلان پر وخت مخنيوی کړی او سخته ماته یې ورکړې ده.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
#تازه_خبر:🚨
سمیع سادات د پاکستان له لارې الله داد فدایي ته د وسلو او مهماتو د رسولو ډاډ ورکوي.
د پاکستان په همکارۍ سمیع سادات د الله داد فدایي په توسط د لغمان پر فراشغان او د نورستان پر برګمټال او منډول ولسوالیو د برید پلان درلود.

















