Pinned Tweet
که فکر مو وي مونږ او ستاسې مړۀ کېږو، پرته لۀ جګړې هم، همدا شېبه د ټوېټ لیکلو او لوستلو پر مهال هم.
قبر ته لاړ شو، خاورې پې واړوو او مرګ را یاد کړو، خو فکر کوو چې چېرته بل څوک به مړ کېږي؛ خپل ځان ډېر کم خیال کې راولو.
دا سوچ په کار دی چې زۀ څۀ پرېږدم، خلکو او ما ته یې څۀ ګټه رسي؟
کله چې افغانستان په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې سمې فاینل ته لاره پیدا کړه، نو د خارجه وزیر متقي صیب سمدستي راشد خان ته زنګ وکړ او د مبارکۍ ترڅنګ یې د ملاتړ ډاډ هم ورکړ..
کرکټ یوازینی ورزش دی په افغانستان کې چې ټول ولس سره په یو ټغر راټولوي.
د عبدالمصور په نوم غزني کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکي د عصبي او رواني ناروغیو د تشخیص لپاره سافټویر جوړ کړی دی.
دا ډول استعدادونو ته سخته اړتیا ده چې وهڅول شي.
خدای دې لا ډېر، بریالي او د دین او وطن د خدمت جوګه کړي.
اول
تاسې کې څوک د خپل لمونځ په مانا پوهېږئ؟
دوهم
څوک غواړئ له دې روسته د لمونځ په مانا پوی شئ؟
کتابونو کې شته/ انټرنېټ کې خو یې دا اوس موندلی شئ.
جالبه یې مه بولئ، ډېرو لفظي لمونځ لا نه دی زده، نور به غږېږي په غټو دیني مسئلو کې.
عبادت نمایشي او عادتي مه کوئ، پوه شه چې څه وایې؟
یوه لوبه کې دوه ریکارډونه👋
د هند پنځلس کلن لوبغاړي سوریا وانشي د اماراتو لوبډلې پر وړاندې په ٢٨ توپونو سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ، ورپسې یې په ٥٢ توپونو ډبل سلیزه ووهله
دا د ونډې کرکټ د تاریخ رسمي لوبه کې په کمو توپونو سلیزه او ډبل سلیزه وهل دي.
ډېر بې رحمه پهلوان دی
د لسم ټولګي زده کوونکی عبدالرحمن چې د هلمند اوسېدونکي دی، له پلاستیکه تېل او ګاز تولیدولی شي.
وایي، پلاستیک تجزیه نه لري، چاپېریال زیانمنوي، تر دې بله د ګټې او حل لاره نه لري.
د عبدالرحمن پروژه د افغانستان په کچه د لېسو د زده کوونکو له لوري د 134 پروژو له منځه لومړی مقام اخیستی.
تېر کال د ننګرهار د مالټو حاصلات 5نیم زره ټنه ول او سږ 8 زره او 623 ټنه اټکل شوی.
یعنې څه باندې 3 زره ټنه زیاتوالی په کې راغلی.
تاسې ته تر اوسه رسېدلې او خوړلې مو دي؟
له میډیا بهر خیروخیرت دی
د ځینو ګرمو موضوعاتو مهال که ډېره هڅه هم وکړې چې بل څه ووایې، خلک هم ښه په اخلاص هڅه کوي چې ستا خبره کې یوه نقطه پیدا او ووایي چې فلاني شخص یا فلانۍ موضوع ته دې اشاره ده
ځکه پېغور په ځان منمه ځکه وار مې بند دی
په داسې ځای د رقیب کور چې هلته کار مې بند دی
ما هم توکل په خدای نګین اسیا نړیوال روغتون کې ويښتان وکرل.
په ډېره عالي کچه مجهز او عصري روغتون دی.
د ډاکټرانو جانانه کاره راضي یم او په نتیجه یې هم باوري یم. ان شاءالله
پته: کابل شهرنو کې د اټومي دفتر ته مخامخ.
youtu.be/TtzJOPZHwbQ?si=3Qav…
د ویډیو او میډیا له برکته سړی معلوم، راګیر او جریمه شو.
بالاخره نورو ته عبرت شو.
څه موده مخکې یې له مازدا موټر ګول سیخونه وتلي ول او په سرک څکېدل، چې لامله یې سرک خراب کړی و.
پل یې بختور او دوامدار شه👋
مشرتابه له کابل ورسته نن میدان وردګو کې د یو ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کیښوده.
وردګ یې حق لري.
ولایتونو والا لاس پورته کړئ تاسې چیش غواړئ؟
دا سمه ده چې "خانان به بیا سره خانان شي"
مګر زیلنسکي یا اوکراینیانو پخپله خاوره غیرت وکړ او تسلیم نه شول.
یعنې له افغانانو ورهاخوا هم ډېر مثالونه شته چې پخپله خاوره یې غیرت کړی وي او یا یې جګړه ګټلې وي، لکه ویتنامیان، اندونیزیا، فنلنډ، ایتوپیا، الجزایر، بنګله دېش، پولنډ او...
د ترکیې سرحد کې مړه شوي څلور تنه افغان ځوانان په سمنګان ولایت کې خاورو ته وسپارل شول.
دوی په قاچاقي لارو ترکیې ته اوښتل.
تر دې مخکې هم ځینې افغانان د پولیسو لخوا ویشتل شوي، ځینې له لوږې، تندې او یخ لامله ژوند بایللی. ځینې نور اختطافګرو وژلي.
خدای دې سبب په خپل وطن ورته جوړ کړي.
یو سړی چې بې سرپوښه افغانستان کې تر ټولو سخت ټارګېت دی، سلامته ورځ یې ځای معلوم و او په ژوندۍ بڼه یې وینا کوله، هر ډول کاڼی راتلی شو او پر سر یې لګېدلی شو، مګر بیا هم د کابل خلاصو لارو کې په سپینه ورځ د عوامو موټرو سره ګډ تېرېږي او حضوري چمن کې د جومات ډبره ږدي.
کیا بات ہے یارو!؟
لوګر کې له څه باندې څلور زره زده کوونکو د سیرت النبي ﷺ سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.
دا ډېر زبردست تاریخ دی، ما د "نورالیقین" په نوم لوستی.
مراسم ترتیب کوونکي یې هم باید ولولي.
زموږ اصلي اسلام او افغاني غیرت دا دی چې لومړی حیادارو ته په کور نفقه برابره کړو، تر څو یې پاکوالی داغدار نه شي او دا په کرېنګ نه جګېدونکې دعوې مو تر سوال لاندې رانه شي.
زموږ وس او مسولیت دا دی چې تا خبر کړم او ته چې په چا زیات نازېږې تر هغه یې ورسوه، ترڅو دې حشر اسانه شي یارو.
ښاري ملي بسونو کې د (GPS) سیستم د نصب بهیر پیل شو
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د ملي بس دولتي شرکت د خپلو ټرانسپورټي فعالیتونو د مدیریت، څارنې او کنټرول په موخه د یاد شرکت د لومړۍ حوزې په۵۰ عرادې ملي بسونو کې د نړیوال موقعیت موندنې سیستم (GPS) نصب کړ.
اولنی عکس چې د خوست ولایت اړوند لکڼو تبۍ کنډو دی ډېر مې خوښ شو، ویل راتلونکې کې به دغسې جوړېږي.
مګر ساتي به یې څوک؟
دوهم عکس کې د خوست ښار څنډه کې د عمومي سرک پر غاړه د کلیو او پراختیا ریاست مخې ته د ګلانو په خوراک غواګانې لګیا دي، عکس مې مخکې راسره ساتلی و.
او...
موږ تشناب ته خوشاله یو، خو چې ترې راوځو یو من غو*ل مو کموډ کې پرېښي وي، تیارې اوبه وي نه یې پسې اچوو، اخېر بند شي.
موږ ازادي ګټلو ته خوشاله یو خو ساتل یې راته مشکل وي.
د جومات جوړولو ته خوشاله یو او تربور سره سیالۍ پې کوو، مګر عبادت ته څوک نه ورځي، که ورځي غیبت خانه ترې جوړه کړو.
1
9
829











