Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza) header
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza) profile picture

Empathic, sympathetic, democratic & HR activist. Born & grown up in war, but peace in my heart! I never give up hope for peace & freedom. #FreeAfghanistan!

🌎
Joined September 2021
افغانان له هغو ډيرې ستونزې لري، په کومو چې مونږ خبر يوو، خبرې پرې کوو او يا يې خپرو… د دې ټولو ستونزو ټولې سرچينې له بله ځايه نه دي؛ ځينې يا نيمايي يې خپلې جوړې او دوی يې مسؤل دي… له ځانه پيلول په کار دي او بس…
6
671
لکه څاڅکی دې باران غوندې راپريوت اوښکه نه وه، يو ارمان غوندې راپريوت پنجابي تالب ته يوه پياله کې چای و خو په مونږ باندې اسمان غوندې راپريوت زمونږ ژوند د ژوند په نوم هسې درواغ و ځکه مرګ ته پښيمان غوندې راپريوت عجيبه ده، په ژونديو مړي واک کړي له تنو يې روح ستومان غوندې راپريوت وږې خيټه، لوڅ بدن، په وينو لت پت نن افغان ماشوم حيران غوندې راپريوت لا پلو يې له غمجن مخ پورته نه و له رزيل مولا ايمان غوندې راپريوت يو زمری موږک ته لوی بايللی پروت دی داسې ښکاري، چې افغان غوندې راپريوت خدايه! ستا دې بندګانو دې بنده کړم خدايۍ کې دې ګومان غوندې راپريوت 💔🇦🇫💔😭🤲 #FreeAfghanistan
2
2
15
1,559
خلک ښيرو نې پښيمان شي زه پښيمانه په دعاو باندې يمه! له دې څخه دمخه چې، زه ولې او په کومو دعاو پښيمانه يم، غواړم تاسې سره لومړۍ په دعا وغږيږم: دعا تقریباً د نړۍ په ټولو لویو دینونو او ډېرو پخوانیو کلتورونو کې شته، خو بڼه او مفهوم یې توپیر سره لري. په ځینو کې دعا له خدای سره خبرې، په ځینو کې اړيکې، منتر، سندرې یا ګډ مراسم او په ځینو لرغونو دودونو کې له طبیعت يا خپلو نيا نيکونو او د هغوی ارواو سره روحاني اړیکه ده. دعا يوازې له خدايه د غوښتنې نوم نه دی؛ دعا د بنده او د هغه د خدای ترمنځ مستقیمه اړیکه ګڼل کيږي. په دعا کې انسان خپله وېره، هیله، غوښتنه، غم، شکر، اړتیا او حتی هغه خبرې او رازونه، چې بل چاته یې نه شي کولی، خپل خدای ته وايي… په اسلام کې دعا عبادت بلل شوی، حتی د دعا کولو عمل هم اجر لري. خدای ج فرمايي؛ “ما وبولئ، له ما وغواړئ! زه به ستاسو دعا قبوله کړم، بېشکه زه نږدې یم.” زه ډيری وخت له ځانه سره فکر کوم، چې خدای ج خو وايي، چې زه تاسې ته نيږدې يم، ستاسې غږ اورم، دعاوې، زارۍ، منتونه، هيلې او سوالونه مو قبلوم… نو دا زمونږ غږ ولې نه اوري؟ دا د افغان انسان فرياد، چغې، کوکې، ويرونه ولې نه اوري؟ د افغانانو دعاوې ولې نه قبلوي…؟؟؟ د دعاو په اړه د نړۍ د مشهورو فلسوفانو، پوهانو او عالمانو نظرونه هم ډير په زړه پورې دي. ما د دعا په اړه د ايمانويل کانت نظر خورا خوښ دی. دی وايي، چې که انسان یوازې الفاظ تکراروي، خو خپل اخلاق او عمل نه بدلوي، دا ارزښت نه لري. د دعا ارزښت هغه وخت زیاتېږي، چې انسان خپل اخلاقي مسؤلیت هم احساس او ادا کړي. همدارنګه اګسټین یوه ډېره ژوره پوښتنه مطرح کوي: که خدای مخکې له مخکې زموږ اړتیاوې پېژني، نو ولې بيا دعا کوو؟ د هغه ځواب خپلې پوښتنې ته تقریباً دا دی: دعا خدای ته زموږ د اړتیا د خبرولو لپاره نه ده؛ دعا زموږ زړه چمتو او پراخوي، چې هغه څه ترلاسه کړو چې خدای یې ورکول غواړي. تيره اونۍ مې د يو هندو روحاني مشر وينا اوريده، چې دې ته ورته خبره يې کوله، وې يې: کله چې تاسې دعاوې له خدايه غواړئ؛ لکه خدای ته چې مشورې او فرمايشات ورکوئ. ولې تاسې له خدايه ښه پوهيږئ، چې ده ته واياست څه وکړي او څه ونه کړي؟ خدای شته، ويې خندولم. 
د سقراط په اړه هم یو په زړه پورې روایت دا دی، چې انسان باید په دعا کې ډېر محتاط وي، ځکه مونږ تل نه پوهېږو، چې کوم شی واقعاً زموږ په خیر دی. د هغه له فکر سره تړلې مشهوره مفکوره داسې رالنډولی شو، چې: له خدای څخه د خیر غوښتنه وکړه؛ هغه ښه پوهېږي، چې زمونږ خیر په څه کې دی. د افلاطون په فلسفه کې دعا د نفس د نظم، خیر او حقیقت له لټون سره تړاو پیدا کوي. پښتانه خورا ښکلی متل لري، چې: خدای وايي، ته حرکت کوه، زه برکت. زه فکر کوم، چې که دعا د خدای ج سره خبرې اترې دي، نو په خبرو اترو کې دواړه خواوې ښکيل او يوه نه يوه اړيکه سره لري. د خدای ج او بنده ترمنځ هم يوه منلې، سپيڅلې، درنده، د خدايۍ او بندګۍ اړيکه ده. هره اړيکه د رښتيا، عزت، صداقت… مسؤليت پر بنياد دوام مومي، چې له دې امله يې خبرې اترې د منلو او باور وړ وي… که چيرې بنده منافقت پيل کړ، خپل مسؤليت يې نه وپيژاند او نه ادا کړ، خپل بندګي همت يې پريښود، بس له ځانه يې سوالګر جوړ او يواځې د خدای در او بل هر ور ته ودريد؛ دا نو بيا د عزت اړيکه پاته نشوه او نه دغو سوالونو ته د ښکلو خبرو اترو په نوم د يوې درندې، سپيڅلې دعا نوم ورکولی شو… که هر څه مونږ له خدايه وغواړو؛ نو دا خپل مسؤليت به کله او څنګه ادا کوو؟ که مونږ يوازې دعاو ته کينو، نو بيا خدای ج مونږ اشرف المخلوقات ولې پيدا کولو؟ حيوان د خدای ج څخه دعا نه غواړي، بلکې ثنا يې وايي. پښتو کې متل دی، چې: غريب خو خدای کړې، خو دا بيغيرته چا کړې؟ مونږ نن سبا د بندګانو بندګي او خدای ج ته دعاوې کوو. داسې دعا به خدای خاورې قبلوي؟ ولې به يې قبلوي؟ دوه مخي، بې غيرته، منافق انسانان د نورو انسانانو نه خوښيږي؛ خو د خدای ج به څرنګه خوښ شي؟ خدای ته مو څه فکر کړی؟ خدای غلطوو؟ او او او… يو افغان چې دومره ذليل کړلی شي، چې د ده د مخ د ږيرې څخه نيولې، د ده د سپيڅلې پاکې خور لور د ټيکري، پرتوګ، تګ، مکتب، غږ، کتاب، قلم…واک د يو بې نسله بې نسبه د پنجابي غلام په لاس واخيستل شي؛ نو د هغه دعاوې خدای ج سره اړيکې، خبرې نه بلکې د غيرتي خدای ج زات ته سپکاوی دی او نور هيڅ! زه په دې باور يم، چې انسان ته خدای د ده په ځان کې او پر ځمکه ټول هغه څه ورکړي؛ کوم چې د يو باعزته، درانده، ښکلي، ارزښتمند، شتمن، پتمن او خوښ ژوند لپاره له بسنې هم زيات دي. خو که چيرې انسان له خپلو ورکړو وړتياو ګټه نه اخلي، خو خدای ج ته يې خوله وازه نيولې وي او په بغارو سوال غواړي، دا خو په خدای که نه دعا ده او نه به قبوله شي… دعا عمل دی او بس.
1
4
32
1,836
د نورو کال کې هيله ومري زمونږ په ورځ کې په زرهاو هيلې مرينه #FreeAfghanistan عکس: مصنوعي ځيرکتيا ريښتونی حالت څرګندوي…
1
3
29
1,473
کاشکې؛ ای کاشکې! ته د يو ړوند، کوڼ، مړ، غلام، ورک، سپک…مخلوق په خاوره پيدا انجلۍ نه وای…. کاشکې! ته هيڅ زيږيدلې نه وای؛ په ژوند پښيمانتيا له هرې سزا زياته او سخته ده… که ستا قوم او ملت سوچه پاته وای؛ نو ستا د يوې اوښکې پوښتنه او پور به اخيستل کيدای؛ تا ته په تش کاږه کاته به د مرداړ ملا څخه سترګې ايستل کيدې؛ هغه ملا چې، ستا له دره ستا د ادې په سويو ګوتو پخه مړۍ ورتله، ستا له کوره ستا د غريب بابا له مزدورۍ يې خيټه ډکيده، په تا لاس پورته کړ؛ سترګې يې بوټې دوايستې او دی لا ژوندی هم ګرځي…! اف خدايه! ستا په خدايۍ کې شک پيدا شي… اې د سپيڅلې خاورې، سپيڅلې معصومې ماشومې! وبخښه! په دې خاورې نور غيرتي خلک نشته، چې په تا غيرت وکړي. بې ننګه د ننګ کولو نيت کله لري؟ دوی دوزخيان ستا په قربانۍ کولو جنت غواړي. ستا په سپيڅلي ماشومتوب سوداوې دوی د دين ساتنه بولي، خدای ج دې دغه دين دوی ووهي… دلته اوس مرداړ ملا د موړ انګريز په قراردادونو په خلکو مرداړې حلالې کړې… مرداړ ملا دا معتبر خلک د پمن سپي څخه هم ټيټې درجې ته راغورځولي دي… او پمن سپي بيا نه په کور او نه په بيديا قدر لري. کاشکې! دا د پمنو سپيو د درجې انسانان په خپلو ځانونو پوه شي؛ چې پمن سپي خپل مالک لا نه غواړي، پمن سپي هيڅوک نه غواړي، او نه باور او حساب پرې کوي. له پمنو سپيو هر څوک کرکه کوي… پمن سپي په پای کې وژل کيږي او مرداړيږي… که په دې خاورې کوم يو هم ژوندی انسان، غيرتي پښتون او د ننګ سړی وای؛ له دې مرداړ ملا به يې غبرګې سترګې راويستلې او غبرګ لاسونه په دا بيخ کې ترې لنډ وای او بس! بيا دې کوم بل ملا جرئت کړی وای، چې ستا په څير ماشومې خو څه؛ چې يوې ماشې ته به يې بد نه وای ورکتلي… پښتانه متل کوي؛ چې: “غريب خو خدای کړې، خو دا بې غيرته چا کړې؟” خدای ج غيرتي زات دی، بې غيرته انسانان نه خوښوي…
4
5
38
2,213
زمونږ مينې دي ناکامې، نفرتونه مو کمزوري؛ هو نيمګړی دی انسان، خو دومره نه لکه افغان 💔🇦🇫💔
3
8
40
1,995
Dear @HNeumannMEP Thank you so much for expressing the truth in your writing: „Tomorrow marks five years since the fall of Kabul. Five years ago, we asked: How do we protect Afghans from the Taliban? Today, too often, we ask: How do we work with the Taliban to return Afghans? The Taliban haven’t changed. But we have. And we are failing Afghans. Some images never leave you. People clinging to a departing military plane. Parents lifting their children over barbed wire, trusting strangers more than the future awaiting them under Taliban rule. 15 August 2021 was our failure. And we knew it. Back then, solidarity cut across political lines. German leaders spoke of a “moral responsibility”. They promised not to abandon Afghans. They promised protection. The Taliban have given us no reason to weaken that promise. Quite the opposite. Women and girls have been systematically erased from public life. Schools. Universities. Jobs. Parks. Public floggings and stonings have returned. Nobody can claim we do not know what this regime is. And yet, five years later, Germany & Europe are failing Afghans again. This second failure is quieter. It comes disguised as “technical talks”, “migration management” and “consular cooperation”. Germany engaged with Taliban to facilitate deportations handed them control of Afghan consulates in Bonn & Berlin. Normalisation, piece by piece. For Afghans in Germany, this is not “technical”. For a passport, birth certificate, documents to work, marry or secure residence - they once again depend on representatives of the very regime they fled. In Germany. Protection should mean freedom from your persecutors. #TransnationalRepression When authoritarian regimes gain access to people, families and personal information abroad, repression does not necessarily stop at the border. Afghans tell me they fear intimidation — and pressure on relatives back home. This second failure is ours alone And the signal reaches far beyond Afghanistan: control migration, and you gain leverage over Europe. The Taliban have abandoned none of their principles. On 15 August 2021, we lost Afghanistan. Five years later, we are loosing ourselves.“
1
1
19
1,632
د اګست مياشتې ته! د اګست مياشتې تا ته څه ووايم؟ دا به رښتيا درته له زړه ووايم خدايګو! له زړه مې له تا کرکه شوې درنه مې ويره بې درکه شوې لکه په ورځې چې رڼا بنده شي ستا له راتلو سره مې ساه بنده شي اګسته! دا به مو هيريږي څنګه؟ ستا پنځلسمه کې مو هر ډول نښان وبايله ستا نيمايي کې مو پوره افغانستان وبايله آه! په خاورو پروت بيرغ اسمان وبايله زمونږ مغرور سرتيري ځان او ټول جهان وبايله اګسته! دا به مو هيريږي څنګه؟ زما دښمن دې سر پر سر بریا دوه ځله لمانځي چوده اګست کې يې يوه پندره کې بله لمانځي  دوې آزادۍ لمانځي، زمونږ غلامي مله لمانځي څه توپيري چلند کوې له مونږ سره اګسته؟ نورې نړۍ ته د آرامو رخصتيو مياشت شې تور پنجابي ته د برياوو، خوشبختيو مياشت شې مونږ افغانانو ته د وينو د لښتیو مياشت شې د سيلابونو، زلزلو او بدبختيو مياشت شې اګسته! دا به مو هيريږي څنګه؟ د کابل زړه کې و ويرونه، مونږ ژړا کوله خو پنجابي پکې له زړه په کړس خندا کوله چايونه يې څښل، کابل خاموش، پيالو شړنګا کوله " هر څه به سم شي، تاسې مه ويريږٸ!" ده له پيغور ډکه، افغان ته دا وينا کوله لدې خبرې سره يې څه ترخه مسکا کوله اګسته! ياد يې ساته; دا زمونږ هيريږي کله؟ چا چې زمونږ جونګړې ورانې کړلې چا چې مو هيلې راشهيدې، يتيمانې کړلې چا چې مو پور له کور سره وړى دى چا چې مو ژوند نه ارواګانې پښيمانې کړلې اګسته! واوره چې زه څه کومه غواړمه ځان ته يوه نوې جنتري جوړه کړم په نوم افغان ته يوه نوې جنتري جوړه کړم افغانستان ته يوه نوې جنتري جوړه کړم بيا ټول جهان ته يوه نوې جنتري جوړه کړم د اګست مياشتې تا له دغې جنترۍ وباسم تا به له فکره او له خپلې زندګۍ وباسم اګسته! نن که مو کور اور اخيستى چې يې له هره اوره زور اخيستى له شوره شور وي او ترې شور جوړيږي ارام بيا کله چا له شور اخيستى؟ نو پنجابک خو سل کلن لا نه دى پښتون سل کاله پس هم پور اخيستى هو اګسته! دا درسره ياد وساته! دا ځل به سوزي دښمن دومره بد په خداى قسم دى چې د ایرو به یې ایرې جوړې شي او د نسلونو به یې پر دغې خاورې د ارمانونو هدیرې جوړې شي…. د پنجابي اشغال ۵ کال💔🇦🇫💔 #FreeAfghanistan #NoToTaliban
1
5
31
1,362
ملي بيرغ به څنګه ورک شي؟ ملــي بيــرغ تر اسمانو کړي مزلونــــه بيرغ به بيا په وطن رپي ملــي بيــرغ 🇦🇫 په اسمانو رپلي ديـنـــه په وطن ډيره بده ورځ ده په افغانانو پنجابيان واک چلووينـــــــــه بې ننګه نه شې، په مخ درومه تالب به ورک شي، ته به جوړ کړې تاريخونه #ملي بيرغ♥️🇦🇫♥️ #FreeAfghanistan
2
1
61
2,042
وايي؛ د اسلامي همکاریو سازمان “!” (OIC) په پاکستان کې خپله نهمه نوبتي غونډه وکړه. دا ناسته د ښځو وضعیت ته ځانګړې شوې وه… زه وايم کوم اسلامي هيوادونه؟ د کومو اسلامي همکاريو سازمان؟ چيرې يې غونډه کړې، ايا دا يو اسلامي هيواد دی؟ او او او…. هغه تروريست پاکستان د اسلامي همکاريو د سازمان “!”کوربه توب کوي، چې د همدغو تروريستانو کمپني او کور دی؛ چا چې زمونږ هيواد، هيوادوال او د هيوادوالو حقونه اشغال کړي… راځئ! رښتيا سره ووايوو؛ له اسلامي هيوادونو څخه خو د غير اسلامي هيوادونو دلالان جوړ شوي دي. دوی د اسلام په نوم په اسلام، مسلمانو او د مسلمانانو په حقونو سوداوې کوي او نور هيڅ… دوی ځانونو ته دا نړۍ جنت ګرځولې، ځان ته هر عيش و عشرت روا بولي، خو د غريبو مسلمانو هيوادونو ته بيا په نړۍ دا دوزخي ژوند د خدای ج ازموينه، ورته پرې صبر او په اخرت کې جنت غواړي… تاسې و خدای! دوی تر ننه د کوم لويدلي او محتاج اسلامي هيواد لاسنيوی کړی؟ په کوم در بدره اسلامي هيواد يې تش د خبرې ننګ کړی؟ د دوی دا د اسلامي همکاريو سازمان يو د خير کار خو راوښاياست؟ خو دغو دولتدارو تش په نوم اسلامي هيوادونو د هر لويدلي اسلامي هيواد په غورځولو کې ستره ونډه درلوده، نور نو څه..؟ خدايه د تا جار شم؛ چې د افغانستان لويه سپيڅلې خاوره دې د دغسې بې تاريخه، بې کلتوره، بې تمدنه منافقانو د خندي وګرځوله، دومره دې بې وسه او بې کسه کړوو، چې دوی اوس پر مونږ ملنډې وهي، مونږ ته انساني حقونه او مشارکت راښي …؟ وايي؛ د دغې غونډې موخه په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقونو پیاوړتیا، زدکړه، روغتیا او اقتصادي مشارکت ته وده ورکول بلل شوي. بيا يې تالب رابللی او تالب ويلي، چې: " موږ ته بلنه راکړل شوې وه، خو غوره وګڼل شوه چې دې ناستې ته کوم استازی ونه لېږو." د ما دې توبه وي خدايه! توبه! توبه د کبره! هغه اسلامي دلالان هيوادونه، چې د غير اسلامي هيوادونو په اشارو ناڅي، چا چې په خپل کور د افغانستان او افغانانو په سر ډالري سوداوې وکړې؛ د تالب د راوستو دلالي يې وکړه، نن په ټول منافقت د انګريز په غلام پاکستان کې زمونږ لپاره د تمسا اوښکې تويوي او تالب ته بلنې هم ورکوي…؟ په اسلام کې منافقت د هغو تر ټولو خطرناکو اخلاقي او ایماني ستونزو څخه ګڼل شوی. منافق هغه څوک دی، چې په ښکاره ځان مسلمان ښيي، خو په زړه کې ایمان نه لري، یا د خپلو ګټو لپاره دین خرڅوي. ايا دغه دوی نه دي؟ قران مجيد د منافقانو په اړه ډېر سخت خبرداری ورکړی دی. خدای ج فرمایي: "إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ".
“بېشکه! منافقان به د دوزخ په تر ټولو ښکته برخه کې وي.” نو تاسې و خدای ج! که به د دوی په اسلامي نوم غوليږئ او يا به د خير تمې ترې کوئ! د افغانستان او افغانانو ژغورل يواځې افغانان کولی شي او نور هيڅوک…! دا ټول منافقان، تش په نوم مسلمانان د خپلې ګټې سپي او د غير اسلامي هيوادونو غلامان، دلالان او قرارداديان دي. خدای ج دې مونږ و تاسې ته توفيق او قوت راکړي، چې بيرته د يو لوی ملت په توګه خپله خاوره، خپل هويت، خپل عزت، خپل افغانيت، خپله ازادي، خپله خپلواکي او خپل واک تر لاسه کړو… د يو ازاد، اباد او هغه ښاد افغانستان په هيله، چې نور هيڅ ډول مذهبي سختدريزي پکې شتون ونه لري، بلکې د ټولو باعزته او هر مذهب لرونکو افغانانو ګډ کور وي او بس… خدای ج دې مونږ پر منافقانو برلاسي کړي! خدای ج دې د دين سوداګر په خپل غم اخته کړي، چې زمونږ په غمونو د ډالرو ګټې څخه ولويږي… امين! امين! امين! #FreeAfghanistan
3
4
34
2,651
د پکتيا دنګ هلک نن مړ دی دا غنمرنګ هلک نن مړ دی د وطن ننګ هلک نن مړ دی بخت يې بدرنګ دی، بې بيرغ يې ښخوينه! هغه اتل چې د افغانستان ملي بيرغ به يې په زړ❤️ کې ساتلی، په سينه ټومبلی او په لاس کې رپاند نيولی په ټوله نړۍ تر اسمانه رپاوه؛ نن د هغه په خړ مزار هغه ملي غرور، ملي عزت، ملي هويت، ملي بيرغ 🇦🇫 نشته…. اخ! زمونږه ماتې ميراتې ورځې… 💔🇦🇫💔 😭🇦🇫😭 🤲🇦🇫🤲
4
1
1
88
4,654
د پکتيا دنګ هلک شهيد دی اوس به اتڼ کې ووړکو څوک مخې ته ځينه؟ دې پکتيا دنګ چنار راپريوت خدايه! پکتيا به اوس په څه ښکلې کوونه؟ د کريکټ ها لوبغاړی مړ دی دې چا مړوند چې ماتول قوي بيټونه خدايه! د زړونو صبر راکړې که نه غمونو مو ذرې ذرې کړل زړونه 💔🇦🇫💔😭🤲🤲🤲
3
16
4
174
11,911