Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan
Joined May 2019
د کابل ښار په باغ بالا کې د یوه عصري پارک د روانو چارو بشپړ جزییات! بشپړه خپرونه👇 youtu.be/sSezojoU8VA
874
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري، د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شوي دي.۱/۳
1
1
1,850
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په شریک شویو لومړیتوبونو کې، راستنېدونکو ته د همېشنۍ سرپناه برابرول، زده کړو او روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د لومړنیو بشري مرستو رسول شامل دي.۲/۳
1
96
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو ژمنه کړې، چې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د شریک شویو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.۳/۳
1
87
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له رییس توساکا سوتا سره لیدلي دي.۱/۳
1
2
3
1,705
د اقتصاد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، له افغانستان سره د جاپان د بشري او پراختیايي مرستو پر دوام او د پراختیايي پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي.۲/۳
1
152
د یاد وزارت په وینا، جاپاني لوري له افغانستان سره د بشري او پراختیايي همکاریو په ځانګړې ډول د بدیل معیشت، روغتیا، زده‌کړو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د دوام ډاډ ورکړی دی.۳/۳
1
138
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري، د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې « د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ» ولسي غونډه ترسره شوه.۱/۳
1
2
1,705
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفيع الله ثاقب د خلکو او مسوولینو ترمنځ د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او یاده یې کړه چې دغه وزارت په ټول هېواد کې تر دا مهاله له څلور زره زیاتې شخړې حل کړې دي.۲/۳
1
1
163
همداراز د دیني علماوو او قومي مشرانو له لوري له اسلامي نظام څخه پر ملاتړ ټینګار وشو.۳/۳
1
145
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد افغانیو په ارزښت له شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې تړون لاسلیک کړ.۱/۲
1
4
1,891
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي غلام‌الرحمن کظیم ویلي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. نور ولولئ ⬇️ rta.af/news/krardad-antkal-a…۲/۲
1
178
لنډ خبرونه| ۱۴۰۵/۰۸/۰۴ کابل ښار ته له شاه‌ او عروس بند څخه د اوبو لېږد تړون لاسلیک شو.
1
1,431
د لوړو زده‌کړو وزارت د وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ د خصوصي پوهنتونونو کمېسیون ناسته ترسره شوه.۱/۲
1
2
2,127
د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې شیخ نداء محمد ندیم په کاري چارو کې د معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغو ښتل چې په ورځنیو او اوږدمهالو چارو کې د لوړو زده‌کړو اصول او معیارونه په پام کې ونیسي. نور ولولئ👇 rta.af/news/d-khsosy-pohnton…۲/۲
189
په کویټ کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب، د کویټ د مالیې وزیر ډاکټر سید یعقوب السید یوسف هاشم الرفاعي او د قضایي چارو د غوښتنو او ادارې هیئت له رییس سید محمد السید یوسف الرفاعي سره وکتل.۱/۲
1
4
1,958
په کویټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګونو، سوداګریزو اړیکو، د پانګونې پر فرصتونو او قضايي بهير خبرې وشوې. همداراز دواړو لوریو پر دوه اړخيزو همکاريو او ګډې همغږۍ ټینګار کړی دی.۲/۲
185
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم د ولایتي سفرونو په لړ کې کندوز ولایت سفر کړی دی. نور ولولئ⬇️ rta.af/news/d-ranspor-ao-hoa…
1
4
1,606
بحث الرئيس التنفيذي لشركة النفط والغاز الحكومية الأفغانية، مولوي اختر محمد منصور، مع مسؤولين من شركة "تركمان غاز" ومشروع "تابي" خط أنابيب الغاز سبل تعزيز التعاون في قطاع الغاز.👇
بحث الرئيس التنفيذي لشركة النفط والغاز الحكومية الأفغانية، مولوي اختر محمد منصور، مع مسؤولين من شركة "تركمان غاز" ومشروع "تابي" خط أنابيب الغاز سبل تعزيز التعاون في قطاع الغاز.
3
8
1,729
تمت الموافقة على 17 مشروعا بقيمة 5 مليارات أفغاني، خلال الاجتماع الدوري للجنة المشتريات.👇
تمت الموافقة على 17 مشروعا بقيمة 5 مليارات أفغاني، خلال الاجتماع الدوري للجنة المشتريات.
1
4
1,359