Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal) header
Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal) profile picture

Ex-Programs Director & Spokesperson @NSCAfghan | Lecturer @KabulUniversity | Former Publication Director @MoEAfghanistan | Former Journalist @BBCPashto

Kabul Afghanistan
Joined September 2009
Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)Photo by Kabir Haqmal🇦🇫 (@Haqmal)
په ما دې وکړل په تا وشه چې په تا کېږي تماشې ته به درځمه #پښتو #لنډۍ #افغانستان #افغان
19
3,015
سبا د امریکا پر وخت ددې هیواد منځمهالې ټاکنې دي. په دې ټاکنو کې امریکایان د کانګرس (پارلمان) د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو، د مشرانو جرګې (سنا) ۳۵ څوکیو او د ۳۶ ایالتونو د والیانو څوکیو ته خلک ټاکي. دوه ستر ګوندونه، چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان دي یو له بله د ډېرو څوکیو د ګټلو لپاره په سخته سیالۍ بوخت دي. دا ټاکنې له دې امله ډېرې مهمې دي، چې د ولسمشر ټرمپ په پاتې دوه کلنه موده کې د کانګرس سیاسي توازن اغېزمنوي او د هغه د حکومت پر کړنلاړو اثر پرېباسي. د اوسني ولسمشر د یو شمېر تصمیمونو او اقتصادي ستونزو له امله ډېری وړاندوېنې دا وایي، چې ډیموکراتان به اکثریت څوکۍ خپلې کړي. که داسې وشي، ولسمشر ټرمپ به خپلو راتلونکو تصمیمونو او پالیسیو کې له جدي خنډونو سره مخامخ شي.
1
499
Kabir Haqmal🇦🇫 retweeted
د جمهوریت څو ډوله چارواکي او پاتې شوني دي چې د جمهوریت سپکاوی کوي او طالبانو ته لابي کوي: ۱- پروژه‌یي لابیګران: هغه کسان چې د پخوانیو نظامونو سپکاوی، د حاکم نظام مسؤلینو ته چاپلوسي او غوړه مالي یې عادت ګرځېدلی او په همدې لاره پیسې پیدا کوي. ۲- د لوړو څوکیو پخواني چارواکي: هغه خلک چې په پخواني نظام کې په لوړو څوکیو هم وو، غلا او جاسوسي یې هم کوله، خو اوس یوازې ځان ښه او سم سړی ګڼي او پاتې ټول جمهوریت خراب بولي. ۳- د پردیو استخباراتو غړي: هغه کسان چې د پردیو استخباراتو غړي دي او د خلکو له خوا معرفي شوي، څو د حاکم نظام په مجلسونو کې کښېني او چاپلوسي وکړي. ۴- د دندو په لټه کې فرصت‌طلبان: هغه ډله چې غواړي ځان طالبانو ته نږدې وښيي. پرون یې هم په همدې شکل دندې لرلې او نن د جمهوریت په غیبت او سپکاوي غواړي دلته دندې ترلاسه کړي. ۵- د قراردادونو او پروژو غوښتونکي: یو شمېر کسان غواړي د چاپلوسۍ او غوړه‌مالۍ له لارې له طالبانو څخه قراردادونه او پروژې ترلاسه کړي. خو دا ټولې ډلې دې په غور واوري! طالبان په خپلو کې هم سره نه جوړېږي. که هر څومره ورته ځانونه سپک کړئ، هر څومره چاپلوسي او غوړه مالي وکړئ، کله چې تاسې له مجلسه پورته شئ، طالبان مو په خپلو کې سپکوي او په ښه نظر درته نه ګوري. تاسې په دې کارونو نور هم سپکېږئ. هڅه وکړئ چې کله ناکله غلي کښېنئ او خپل ځان دروند وساتئ. دا ډول حرکتونه د انسان شخصیت او حیثیت ته زیان رسوي. د نورو د خوشالولو لپاره د خپل تېر، خپل دریځ او خپل عزت سپکاوی کول ډېر سپک حرکتونه دي.
10
16
3
95
8,234
راشد خان په نړیواله کچه لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریز کرېکټ کې ۲۰۰ ویکټې اخلي. له هغه وروسته د انګلنډ عادل رشید دی، چې ۱۷۱ ویکټې لري. یاده دې وي، چې د راشد دا ریکارډ د نړیوالو لوبو په کچه دی او ددې فارمټ عمومي وېکټې یې تر ۷۰۰ اوړي.
1
932
دیکتاتوران ډېر ډارنان وي. دوی غواړي له هرې لارې پر خلکو ځانونه ومني او د نه منلو په صورت کې، د قانون یا دین له مخې داسې اصول رامخې ته کړي، چې خلک ووېرېږي او ير وړاندې یې څه ونه وایي. د طالبانو د پټ مشر هره وینا، هر حکم او هره هڅه پر دې راټوله ده، چې خلک څنګه قانع کړي خپله مشري ورباندې ومني- آن لا خپل خلک، په داسې حال کې، چې د مشروعیت هېڅ دیني او ملي ازمون یې نه دی تېر کړی.
طالبان روز سه‌شنبه، پنجم عقرب، در مقر وزارت خارجه این گروه مراسمی برای معرفی کتاب «اهل سنت و جماعت» منسوب به هبت‌الله آخندزاده، رهبر طالبان، برگزار کرد. در نسخه‌ای از این کتاب که خبرنگار افغانستان اینترنشنال بررسی کرده، آمده است که مسلمانان نباید علیه حاکمان خود شورش کنند، حتی اگر آنان مرتکب ظلم یا گناه شوند. در صفحه ۱۳۱ کتاب آمده است: «ما علیه امیران خویش بغاوت نمی‌کنیم. هرچند که آن‌ها ظلم کنند و مرتکب گناه شوند.» در ادامه همین صفحه، اطاعت از حاکمان تا زمانی که به نافرمانی از خداوند دستور ندهند، «فرض» دانسته شده است. در متن آمده است: «ما اطاعت امیران را فرض می‌دانیم. از اطاعت دست نمی‌کشیم، مادامی که به معصیت و نافرمانی خداوند متعال امر نکنند و برای صلاح، بهبود و حفاظت آن‌ها دعا می‌کنیم.» اعضای کابینه و والیان طالبان در سخنرانی‌های خود در پنج سال گذشته نیز بر اطاعت از امیر حتی در صورت ارتکاب ظلم، تأکید می‌کند و مخالفت و شورش علیه او را ناجایز می‌خوانند. afintl.com/202610282519
1
432
اسرائیلو کې ټاکنې پیل شوي او ویل کېږي، چې د خلکو ونډه په کې ډېره لوړه ده. شننې دادي، چې د نتانیاهو د کړنو پر وړاندې د خلکو او مخالفانو د غصې له امله دا ونډه لوړه ده، خو دا هم شونې ده، چې ددهٔ ملاتړي دې د هغهٔ د واک ساتنې په موخه راوتلي وي. په ټاکنو کې د نورو کاندیدانو په پرتله د اوسني لومړي وزیر او ددې هیواد د پوځ د پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوټ ترمنځ سیالۍ اساسي بلل کېږي. اسرائیلي پارلمان ۱۲۰ څوکۍ لري، چې هره ډله لږ تر لږه ۶۱ وګټي، حکومت جوړوي.
4
1,382
Kabir Haqmal🇦🇫 retweeted
ځوان رهبر تشې خبرې نه کوي، د شعار نه، بلکې د عمل سړی دی. دا یې د هاګ د نړیوالې محکمې په کنفرانس کې د پاکستان حیثیت په ډاګه کړی دی. منظور هلته وویل چي: « په پښتونخوا کي هره ترهګره ډله د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا جوړېږي، تمویلېږي او روزل کېږي. وایي په دې اړه د پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړ پوړو چارواکو جنرال مشرف، جنرال حمید ګل، کرنل امام، جنرال عبدالقادر بلوچ او نورو خپله او په ښکاره اعتراف کړی چي دا ډلي د دوی په خپلو لاسونو جوړي سوي دي. ویلي یې دي، چي په تېرو دوو لسیزو کي ۷۶ زره پښتانه وژل سوي، ۶۷۰۰ پښتانه ورک کړل سوي، ۲۵۰ زره کورونه او ۳۵ زره دوکانونه ویجاړ سوي دي. وایي یوازي په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کي د پاکستان د الوتکو په څه باندي ۳۰۰ بریدونو کي ۸۰۰ ملکي وګړي وژل سوي، چي حتی ۷۲ تنه یې تر یوه کال کم عمره ماشومان وه» په کنفرانس کې د پاکستان استازو (محمد اصف دراني، محمد جنید) چې خپل حیثیت پېژندلی، ډېر په بیړه یې له کنفرانسه پښې سپکې کړي دي. هغوی چې په منظور د جاسوسي تور لګوي، ایا معقوله ده چې پاکستان دي خپل جاسوس په دومره لوړه بیه وزغمي؟ زما په اند خو په خیبر پښتونخوا کې همدا اوس ګډوډې د دې لپاره روانه ده چې پاکستانی پوځ یو ځل بیا قهرمان وښیې او هغه حیثیت ورته اعاده کړي چې منظور او ملګرو یې ورڅخه اخیستی دی. د منظور مستنده وینا واورئ
12
63
2
378
15,559
د طالبانو د مخالفانو له لومړې ورځې دا حال دی، چې له هیواده په ډلو، له ډلو په قومونو او له قومونو په ولایتونو او سیمو وېشل کېږي. یوازنی سړی مسعود و، چې یو ډول تفاهم یې رامنځته کړی و- هغه هم د خوښې نه؛ بلکې د محبوریت، چې نورو د ځان ساتنې په موخه ددهٔ اړخ نیولی و. اوس حالت تر بل هر وخت خراب دی. مقاومت په اوړو کې د مالګې په کچه دی او هغه، چې خیال یې هم لري سترګې یې دې ته دي، چې څوک یې ملا وتړي او بیا پر ملک حاکم شي. دداسې ملاتړ په اړه حتی د #پاکستان ملګرتیا هم روا بولي، چې دا تباه کوونکی حالت دی، نه یوازې د هیواد د راتلونکي؛ بلکې ددې ډلو او هغو لپاره، چې مقاومت غواړي. #افغان #افغانستان
6
2
27
9,408
Kabir Haqmal🇦🇫 retweeted
واکمنې ډلې افغانستان کې د بي بي سي ایف نشرات ودرول. دغې رسنۍ تر اوسه کابل کې دفتر درلود او خاص مراعات یې ترلاسه کول.
24
2
59
7,432
Read more about the remarkable life and legacy of veteran star Nana Patekar. He was a true legend whose powerful acting, unforgettable dialogues, and commanding screen presence touched the hearts of millions. He was also one of my all-time favourite actors. His work inspired generations and will always hold a special place in the hearts of those who admired him. Rest in peace to a remarkable artist and a truly unforgettable legend. 🙏🕊️
Rs 35 A Month To Crores In Net Worth: How Nana Patekar Built An Empire ndtv.com/india-news/nana-pat…
1
62
2,043
د جرمونو نړیوالې محکمې د دریو #طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړ. دا مشران هبت الله اخندزاده، عبدالحکیم حقاني، حبیب الله آغا او ندا محمد ندیم دي، چې د طالب غورځنک له مشرۍ تر مهمو څوکیو کار کوي او په مختلفو بشر ضد کړنو په تېره بیا د تعلیم په محدودیت او د میلیونونو #افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړلو کې لاس لري. #افغانستان
6
1
11
2,129
Kabir Haqmal🇦🇫 retweeted
Replying to @Islamabad
@Islamabad has become Containerabad. Why? Pakistanis deserve better! #Pakistan ‘Containerabad’: Pakistan’s capital and truckers bleed money amid lockdown aje.news/2msz9v
460
670
18
1,892
29,095
د پاکستان پر لپسې بریدونه او په کې د ګڼو ملکي افغانانو په تېره بیا ښځو او ماشومانو مظلوم شهادتونه څه وړه خبره نه ده. طالب د خپلې عقدې او جعلي تپل شوي امارت خاوند او واکدار دی، خو د ملک او خلکو پر وړاندې د ملکیت هېڅ احساس نه لري او نه اهمیت ورکوي. د #پاکستان په شان غلیم ګاونډي دا ډول تاړاکونه زموږ وجودي فلسفه له پوښتنې سره مخامخ کوي او بې ځایه ده، چې لا هم افغانان د ملي یووالي او یوګوني غږ پر ځای په عقده یي او مطلبي بحثونو روان پاتې شي. موږ د زور له لحاظه د خپلو ګاونډیانو په نسبت بېخي شاته پاتې او کمزوري یو او که هر څوک وغواړي زموږ د ملي حاکمیت پر وړاندې اقدام وکړي ښه په اسانه یې کولای شي، لکه نن یې چې پاکستان کوي. موږ تر بل هر وخت ملي اجماع او را ټولېدنې ته اړتیا لرو، #طالب هېڅکله هم د سترو پېښو پر مهال د وطن ساتنه نه ده کړې او نه هم کیسه یوازی په دې خلاصه کیدلای شي، چې طالب حاکم دی او هر څه دې دی کوي. حالت اندېښمنوونکی او وېروونکی دی او که د راتلونکي او حال جدي پام ونه شي، د هر څه کېدو شونتیا شته.
3
906
Pakistani aggression continues in its ugliest form. Beyond local sources and eyewitnesses, @UNAMAnews has confirmed the death of at least 10 civilians in the latest attacks, most of them children. The continued targeting of civilians is deeply alarming and must not be ignored. #Afghanistan #Afghan
UNAMA has confirmed that at least 10 civilians were killed, most of them children, and 9 people injured in airstrikes carried out in #Afghanistan's Kunar and Helmand provinces earlier today.
1
4
526
پخوا همدې طالبانو د پاکستان په هدایت او فرمایش زموږ بېګناه هیوادوال وژل او نن یې مخامخ پاکستان وژني. ددې بدرنګې پروژې له پیله تر ننه کیسه زموږ د خلکو د تباهۍ ده، خو لوبغاړي یې کله طالبان او طالبانو ته ورته ډلې وي او کله هم مخامخ هغه ګاونډی. الله پاک دې زموږ شهیدان که ننني دي او که پروني وبښي او موږ ته دې دومره پوهاوی راکړي، چې په بیا بیا ونه غولېږو.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په کونړ او هلمند کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. دغه بریدونه تېره شپه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسیر په صفار سیمو کې شوي دي.
1
4
661
د هرات په بندري ښار اسلام کلا کې یوه لویه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د اورلګېدنې په تړاو لا پوره جزئیات نه دي په ډاګه شوي خو ډېر ورانی یې کړی دی. اسلام کلا د هیواد په لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله مهم بندر دی، چې دا مهال د #افغانستان ډېری صادرات او واردات له همدې لارې کښته پورته کېږي.
1
2
826
دا افتخار نه ده، چې هره ورځ ادعا وکړې، چې دلته مې دومره ووژل او هلته هومره. تر څلوېښتو کلونو ډېر کېږي، چې کابل د کلیو او غرونو پر مړو خوښي کوي او د کلیو او غرونو جنګیالي د #کابل پر بربادۍ او تباهۍ، خو نتیجه یې هېڅ نشوله. که څوک غواړي واقعي ویاړ خپل کړي، د مرګونو پیغامونو او اقداماتو پر ځای دې داسې فضا رامنځته کړي، چې هیڅوک هم په کې د وسلې پورته کولو او د مرګ غېږې ته د وردانګلو شوق ونکړي. فکرونه، اندونه او مقصدونه په وژنو نه بدلېږي؛ بلکې له خلکو د جګړو، پاڅونونو او مقاومت د دلایلو په اخیستو بدلېږي. #طالب که له سره تر پښو را وپوښتې له دې ناروا افتخاره پورته بل هېڅ هم نه لري، چې دومره مو ووژل او دومره نور وژلای شو.
33
24
3,676
Kabir Haqmal🇦🇫 retweeted
🔴 Day 1,831 since the Taliban stopped Afghan girls attending secondary school. Afghan girls and women are determined to shape the future of their country despite the Taliban's efforts to suppress them. Their peaceful struggle must not be forgotten. #Afghanistan #LetAfghanGirlsLearn #Afghanwomen
13
160
9
407
12,287
State terrorism at a different level. After nearly four decades of waging war against Afghanistan through proxies #Pakistan is now launching direct assaults on #Afghan territory, killing innocent civilians. Sadly #Afghanistan has no recognized government to effectively stand for the rights of its people. These attacks against our country are serious violations of international law and must be strongly condemned. Pakistan’s long record of supporting proxies in Afghanistan should not be ignored while it claims to fight terrorism. Killing innocent people in the name of counterterrorism is itself deeply condemnable.
15
6
1
15
2,553
Pakistan, through the #Taliban and other proxies, has long sought to bring #Afghanistan under its influence and control. Whether those ties have truly been severed remains uncertain, but disagreements between alliances can never justify the killing of innocent civilians. @UNAMAnews and @hrw have repeatedly documented civilian casualties from Pakistani attacks inside Afghanistan, including women and children. A temporary war driven by competing interests does not give any country the right to deliberately target civilian homes and villages.
122