
Multimedia Journalist| Writer| Poet| @BBCPashto Digital | Former Producer at @PazadiRadio وطن تر مور او پلاره خوږ دی
London, England
Joined December 2021
- Tweets1.4K
- Following598
- Followers3.3K
- Likes1.5K
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده له هېواده وتلو افغانانو نه غوښتي چې خپل هېواد ته دې ستانه شي او "استعداد او اهلیت" ته په کتو به په حکومت کې ځای ورکړل شي.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
کرینه کپور د "آیت الکرسۍ نقش لرونکي هار" په غاړه کولو له امله له څه جنجال سره مخ شوې او هغې دا غاړکۍ له کومه کړې؟
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د واليواکمنۍ یا ګورنر راج له نافذېدو راهیسې د دغه ایالت د بېواکه شوي مخکېني اعلی وزیر سهیل اپریدي درک ډېرو ته نه دی معلوم. دی چیرې دی؟
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د سعودي عربستان چارواکي وايي چې هغه بنګلهدېشی سړی او ښځه یې اعدام کړي چې د سپېڅلي ښار مکې مکرمې په یوه جومات کې د "فحشا" په تور نیول شوي وو او محکمې د مرګ سزا ورته اورولې وه. نورګل شفق یې تفصیل درکوي.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
پاکستان بیا څه تور پورې کړی چې مجاهد وايي، د حل پر ځای پر "پروپاګند تمرکز" د پاکستان ناکام سیاست دی؟ نورګل شفق یې په اړه جزیات درکوي
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د امریکا دفاع وزارت ویلي، د امریکايي پوځ پخوانی سرتېری نضال حسن به د را روانې دسمبر میاشتې پر درېیمه نېټه په هماغه پوځي اډه کې په ډزو سره اعدام شي چې ده پکې ۱۳ سرتېري وژلي وو. ښاغلي حسن په خپل اعتراف کې د افغانستان او طالبانو په اړه څه ویلي وو؟ په دغه رپوټ کې ترې خبرېدای شئ.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د نانا پاټېکر کوم ډيالوګ یا فلم مو په زړه ښه لګېدلی؟ وتلی هندی فلمي لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر د زړه حملې له امله مړ شوی. په دغه رپوټ کې نورګل شفق د ده هنري ژوند ته لنډه کتنه کړې ده.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د چرګې هګۍ خوړل بدن او روغتیا ته ګټور خواړه بلل کېږي. خو خلک دا اندېښنې هم لري چې د وینې غوړ یا کولېسټرول خو به نه ډېروي؟ د ورځې څو هګۍ خوړلی شي؟ د کورنیو چرګو هګۍ ښې دي او که د فارمي؟ دا او ګڼې ورته پوښتنې نورګل شفق په دغه رپوټ کې درته ځوابوي.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې په یوه ځانګړي او اختصاصي راپور کې، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په ژورو څاهګانو کې د خلکو د لوېدو پېښو ته د معلوماتو او شواهدو پر بنسټ ژوره کتنه کړې ده.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
نن د اکتوبر لومړۍ نېټه او د کافي نړیواله ورځ ده. ستاسې خوښېږي؟ د ورځې څو پیالې څنګه کافي څښئ؟ په دې ويډيو کې نورګل شفق هم د کافي په اړه معلومات درته راټول کړي او هم یې ځينې همکاران غږولي دي.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې دي، له پاکستانه سريلنکا ته قاچاقېدونکي "د افغانستان منشاء/سرچینه لرونکي" نشهيي توکي یې نیولي دي.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د پاکستان تازه بریدونو په اړه د سیمې خلک څه وايي؟ دلته د خوست بریدونو په اړه د ځينو عیني شاهدانو او ځايي اوسېدونکو خبرې اورئ:
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
تاسې هم فکر کوئ چې اوسني ځوانان "ډېر نازولی" او بېغمه نسل دی؟
کارپوهان یې په اړه څه وايي؟ نورګل شفق یې درته وايي:
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مکې مکرمې د "ډرون برید هڅه" غندلې او حرمینو شریفینو ته "هر ډول ګواښ" یې "نه بښونکی جنایت" بللی دی. نور جزیات د نورګل شفق په رپوټ کې
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د پاکستان پوځ ویاند په افغانستان کې د طالبانو حکومت او هند ترمنځ اړیکو باندې نیوکه کړې او د قرآن شریف د یوه ایت پر استناد یې ویلي چې ګواکې ولې له "کافرو" سره اړیکې ساتي؟ د طالبانو حکومت او هند غبرګون ورته څه دی؟
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د اعتراضونو په ترڅ کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. ټاکنې یې روانې دي او سیاسي مقابله په تودېدوه ده، ستونزه او جنجال څه دی او هلته ولې وضعیت دې کچې ته ورسېد؟
په دغه رپوټ کې کتنه ورته شوې:
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د شاپور ځدراڼ د لوبیز ژوند کومه خوندوره شېبه مو په زړه ده؟ د سکاټلنډ په خلاف بریالۍ څلوریزه او که په چټک توپ د وېکټې او د بېټ ماتېدو شېبې؟ نورګل شفق یې درې داسې شېبې درته بیانوي چې د کرېکټ په نړۍ کې به د شاپور ځدراڼ په نوم تر ډېره یادېږي.
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
Aslam had just graduated from the Faculty of Law at Pakita Uni. He was killed n Pakistani strikes n Samkani-after rushing to a house to rescue people trapped under rubbles. Aslam was remembered by friends as someone who was "in love with life", kind and vibrant person. @NGShafaq
Noor Gul Shafaq نورګل شفق retweeted
د کرېکټ شپږیزې لیګ لوبو ته د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو مینهوال خوست ته ورغلي دي. لومړی ځل دی چې دا سیالۍ د کابل پر ځای په خوست کې کېږي. نور حال د نورګل شفق په رپوټ کې:

