د پښتنو د خاوري طبیعي زېرمې باید د دې سیمي د خلکو د سوکالۍ وسیله وي، نه د هغوی د محرومیت بله سرچینه. د خلکو حقونه باید په هر اقتصادي تړون کي خوندي وي.
#StopLootingPashtunMinerals
پښتانه د خپلو شتمنیو په اړه د نندارچیانو رول نه مني. هغوی باید د پرېکړو، تړونونو او ګټو په وېش کي فعاله ونډه ولري.
#StopLootingPashtunMinerals
د معدني زېرمو د استخراج تر څنګ د چاپېریال ساتنه، د ځايي خلکو د کورونو او ځمکو خوندیتوب او د هغوی د کار حقونه هم باید تضمین سي.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د طبیعي شتمنیو په اړه هر تړون باید د خلکو پر مخ خلاص وي. څوک یې کوي، له چا سره یې کوي او ګټه یې چا ته رسېږي؟ دا ټول معلومات د خلکو حق دی.
#StopLootingPashtunMinerals
موږ د پانګوني په نوم د خلکو د حقونو د هېرولو اجازه نه ورکوو. د پښتنو معدني زېرمې باید د ځايي خلکو په مشوره او د هغوی د ګټو په پام کي نیولو سره وکارول سي.
#StopLootingPashtunMinerals
د کانونو په نوم د میلیاردونو پانګوني خبري کېږي، خو د پښتنو د سیمو د تعلیم، روغتیا، اوبو او روزګار ستونزي لا هم پر خپل ځای دي. د پرمختګ ګټه باید د همدې خلکو ژوند ته ورسېږي.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د غرونو تر سیوري لاندي اوسېدونکي خلک باید د خپلو غرونو د شتمنیو په اړه وروستۍ خبره ولري. د هغوی له ګډون پرته هېڅ تړون بشپړ مشروعیت نه سي لرلای.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو له خاوري څخه ګټه اخیستل کېږي، خو د دې خاوري د خلکو د محرومیت پوښتنه څوک کوي؟ موږ داسي اقتصادي تګلاره غواړو چي لومړی د ځايي خلکو ژوند ته بدلون ورکړي.
#StopLootingPashtunMinerals
د اسلامآباد په فورم کي د کانونو پر ارزښت بحث کېږي، خو د پښتنو د اولس د حقونو او غوښتنو لپاره ځای چېرته دی؟ د شتمنیو خاوندان باید د پرېکړو په مرکز کي وي.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د طبیعي شتمنیو په اړه د هر ډول معاملې لومړی شرط باید د همدې اولس رضایت وي. د خلکو له ارادې پرته د هغوی د خاوري او معدني زېرمو په اړه پرېکړه د منلو وړ نه ده.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د خاوري شتمني د څو کسانو د معاملې موضوع نه ده. دا د یوه اولس د ګډ راتلونکي مسئله ده. موږ د روڼتیا، د خلکو د ګډون او د طبیعي شتمنیو د عادلانه وېش غوښتنه کوو.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د معدني زېرمو په اړه تړونونه باید د تړلو دروازو شاته نه، بلکي د خلکو په خبرتیا او ګډون ترسره سي. طبیعي شتمنۍ د اولس دي او د هغوی په اړه روڼتیا د اولس حق دی.
#StopLootingPashtunMinerals
که د پښتنو په خاوره کي معدني زېرمې د پانګوني لپاره ارزښت لري، نو د همدې خاوري خلک هم د تعلیم، روغتیا، کار او پرمختګ حق لري. د شتمنیو ګټه باید د خلکو ژوند ته بدلون ورکړي.
#StopLootingPashtunMinerals
د اقتصادي پانګوني په نوم د ځايي خلکو حقونه له پامه نه سي غورځېدای. د پښتنو د معدني زېرمو هر ډول استخراج باید د خلکو د رضایت، چاپېریالي خوندیتوب او عادلانه ګټو پر بنسټ وي.
#StopLootingPashtunMinerals
د کانونو د پانګوني په هره معامله کي باید دا روښانه وي چي ځايي اولس ته څه ورکول کېږي؟ د هغوی د ژوند، چاپېریال او راتلونکي لپاره څه ضمانت موجود دی؟ دا پوښتني باید بېځوابه پاته نه سي.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د معدني زېرمو په اړه هر ډول تړون باید د خلکو لپاره د معلوماتو وړ وي. د تړونونو جزئیات، د ګټو وېش او د ځايي خلکو حقونه باید په ښکاره ډول روښانه سي.
#StopLootingPashtunMinerals
پانګونه باید د سیمي د خلکو لپاره د کار، پرمختګ او سوکالۍ دروازې پرانیزي، نه دا چي هغوی د خپلو طبیعي شتمنیو له ګټو بېبرخي کړي. د پښتنو رضایت او ونډه باید یقیني سي.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د طبیعي شتمنیو په اړه د خلکو ګډون کومه اضافي غوښتنه نه ده؛ دا د هغوی اساسي حق دی. د دې حق له منلو پرته د معدني زېرمو په اړه هره پرېکړه نیمګړې ده.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو اولس غواړي چي د خپلو طبیعي شتمنیو په اړه د پرېکړي حق ولري. دا حق باید د سوداګریزو ګټو او سیاسي معاملاتو قرباني نه سي. د خلکو رضایت د هر تړون بنسټ دی.
#StopLootingPashtunMinerals
د پښتنو د خاوري په اړه پرېکړي باید د پښتنو له ګډون پرته ونه سي. هغه فورم چي د معدني زېرمو په اړه بحث کوي، باید د همدې سیمي د خلکو غږ هم پکې واورېدل سي.
#StopLootingPashtunMinerals




















