د کابل ښار د لوېدیځ زون د پراختیا تفصیلي پلان جوړ او تائید شو
د ښار د منظمې پراختیا، له خپلسرو او غیرمعیاري ودانیو جوړولو څخه د مخنیوي، د اساسي زیربناوو د پراختیا او د استوګنې، سوداګرۍ، زدهکړې او تفریحي سیمو د رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست له لوري د کابل ښار د لوېدیځ زون د پراختیا تفصیلي پلان جوړ او تائید شو.
د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست د پلان جوړونې آمر انجنیر محمد صادق فرید وویل چې، دا پلان د کمپنۍ بازار (قلعه عبدالعلي) له وروستۍ برخې څخه پیلېږي او د میدان وردګو ولایت تر دروازې پورې غځېږي. دغه سیمه له لوېدیځ لوري له څوارلسمې ناحیې او له ختیځ لوري د کابل ښاروالۍ له دیارلسمې ناحیې سره ګډه پوله لري.
د نوموړي په وینا؛ د یادې سیمې ټول پراخوالی ۲۰ زره جریبه ځمکه دی چې، له دې اندازې ۱۶ زره جریبه ځمکه کابل ښاروالۍ ته لېږدول شوې ده او د ۱۲ زره او ۷۳۶ جریبه ځمکې لپاره، په درېیو برخو (الف، ب او ج) کې تفصیلي پلان جوړ او د کور او ښار جوړونې وزارت د نقشو د ځانګړي کمیسیون له لوري تر ارزولو وروسته تائید شوی دی. همدا راز د پاتې ځمکو د پلان جوړولو چارې هم روانې دي.
ورته مهال د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست کارپوه انجنیر فضل الرحیم څرګنده کړه چې، په یاد پلان کې د استوګنې لپاره ۱۶ زره او ۸۰۸ قطعې ځمکې د پنځه، څلور، درې او دوه بسوهيي ځمکې د ارزانه کورونو او تر یوه جریب پورې د ویلايي کورونو لپاره ځانګړې شوې دي.
همدا راز په دې طرحه کې ۷۴ خالص استوګنیز بلاکونه هم په پام کې نیول شوي، چې ۲ زره او ۶۴۲ اپارتماني واحدونه په بېلابېلو مساحتونو کې رانغاړي. دغه پلان د څه باندې ۷۲۰ زره کسانو د استوګنې ظرفیت لري. په همدې توګه د خدماتي، ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو زیربناوو له پلوه، دغه طرحه د مهمو ښاري تأسیساتو لرونکې ده، چې په هغه کې تر ۱۵ پوړونو پورې استوګنیز او سوداګریز بلاکونه، دوه پوهنتونه چې، د ۳۰ زره محصلانو ظرفیت لري، دوه روغتیايي کمپلکسونه، یو لوی عیدګاه جومات چې، د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، ۱۰ جامع جوماتونه، څه باندې ۵۰ سیمه ایز جوماتونه، ۴۵ لېسې او ښوونځي، ۱۲ کلینیکونه، ورزشي لوبغالی، د نیمه لوړو زده کړو انستیتیوت، ۱۳ دیني مدرسې او دارالحفاظونه، یو مسلکي ښوونځي، یو دارالایتام او د نه لېدونکو لپاره یوه ځانګړی ښوونځی په پام کې نیول شوي دي.
دغه پلان د یوې منظمې او له اساسي خدمتونو برخمنې ښاري سیمې د رامنځته کېدو زمینه برابروي او کولای شي د کابل ښار په متوازن پرمختګ، د ښاریانو د ژوند د کیفیت په لوړولو او د ښار د غیر پلاني او نا منظمې پراختیا له امله د رامنځته شویو ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
تاسو کولای شئ یاد پلان په لاندې تړوني وګورئ او له جزئیاتو یې خبر شئ:t.me/kml1920/7909
5
267
Ziaulhaq Haqmal ضیاالحق حقمل retweeted
هېواد د بېلابېلو سیمو څخه د راغلو جیدو دیني عالمانو له لوري عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ته د « شیخالاسلام» لقب ورکړل شو.
Ziaulhaq Haqmal ضیاالحق حقمل retweeted
تازه
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی، د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس ته وینا کوي.
Ziaulhaq Haqmal ضیاالحق حقمل retweeted
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس ته، د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق وینا.
Ziaulhaq Haqmal ضیاالحق حقمل retweeted
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو څېړلو علمي - څېړنیز کنفرانس، په اړه د استخباراتو عمومي ریاست د مرستیال ملا تاجمیر جواد حفظهالله وینا.
Ziaulhaq Haqmal ضیاالحق حقمل retweeted
ټاکل شوې چې سبا په کابل کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړ شي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخالقرآن والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظهالله له ویناوو څخه:
هغه حکومت چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سپېڅلې فریضه په بشپړه توګه ترسره کوي، اسلامي او شرعي حکومت ګڼل کېږي.
4
299
د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخالقرآن والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظهالله له ویناوو څخه:
په افغانستان کې په تېرو څو پېړیو کې داسې خپلواکي نه وه ترلاسه شوې، لکه اوس چې ده؛ خو د دې خپلواکۍ د ساتنې او بقا لپاره د ټولو افغانانو یووالی او ګډه همکاري ډېر مهم دي.
Ziaulhaq Haqmal ضیاالحق حقمل retweeted
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله «د اهل السنة والجماعة عقيده» كتاب د اهمیت او تشریح غونډه کې ویلي، د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله کتاب باید په پراخ ډول تشریح او خپور شي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین، شیخالقرآن والحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظهالله له ویناوو څخه:
صبر، استقامت او د الله تعالی رضا د ژوند په هره برخه کې د بریا تر ټولو مهمې وسیلې دي.
د کورنیو چارو وزارت وزیر قدرمن خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي، ډاکټر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا بشري او ټولنیزو موضوعاتو او په دې برخو کې د همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده،
په پاکستان کي سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندیښني وړدي چي په ټوله سیمه منفي اثرات لري.
د پاکستاني چارواکو له خوا بې ځای تورونه لګول،د مذاکراتو بهیرونه سبوتاژ کول او د حل پرځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند کول ناکام سیاست دی.
پاکستان باید په کور دننه د خپلو مشکلاتو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي، د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي.
ذبيح الله مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت وياند
د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده،
په پاکستان کي سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندیښني وړدي چي په ټوله سیمه منفي اثرات لري.
د پاکستاني چارواکو له خوا بې ځای تورونه لګول،
۲/۱
3
184
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د قومي مشرانو له لوري په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو وروستي بریالي عملیات او فعالیتونه ستایل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون له پراخېدو سره هممهاله، خيبر پښتونخوا کې بېړني حالت اعلان شو.
د بېړني حالت پرېکړه د پاکستان د کابینې په غوښتنه د دې هېواد د ولسمشر اصف علي زرداري له لوري شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو لاریون تر مردانه رسېدلی دی.
5
405
د افغانستان او ایران خصوصي سکتورونو په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.













